جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهد پاکستان پولیسو شاه محمود قریشي بندي کړی

د پاکستان پولیسو شاه محمود قریشي بندي کړی

تاند: (شنبه، د زمري ۲۸ مه )  راپورونه وایي، چې د پاکستان پولیسو د عمران خان په مشرۍ د تحریک انصاف ګوند مرستیال شاه محمود قریشي بندي کړی.

قریشي د محکمې په امر، له سیاسته د عمران خان تر منع کیدو وروسته د خپل ګوند سرپرستي کوله.

نوموړی د عمران خان د صدراعظمۍ پر مهال او تر هغه وړاندې هم څوکاله د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر و.

ویل شوي، چې نوموړی په خپل کور کې له یوې خبري غونډې وروسته نیول شوی.

تر دې مخکې د پاکستان د تحریک انصاف ګوند مشر او مخکینی صدراعظم عمران خان هم نیول شوی او محکمې له سیاسته د منع کولو ترڅنګ په څلور کاله بند محکوم کړی.

عمران خان او نږدې کسان یې د واکمنۍ پر مهال د قانون په نقض او فساد تورن دي، خو دوی دا تورونه بې اساسه بولي.

1 COMMENT

  1. ټول هیواد وال چې زما لیکنی یا تبصیری پدې سایټ باندې ګوری ما مخکې هم لیکلی وو چې پاکستان پدې لټه کې ده چې پښتانه او بلوڅ نور څنډی ته کړی نو ځکه یی عمران خان اود ګوند مشران يي بندیان کړل ځکه غواړی چې نواز شریف له لندن څخه راولی او بیا د دریم ځل لپاره یی قدرت ورسوی نو اوس ددې ګوند یعنی تحریک انصاف ګوند ملاتړی له عمران خان جدا او ځانته یی بیل یا جدا ګوند جوړ کړ
    او همدارنګه یی په فضل الرحمن هم په باجوړ برید وکړ ترڅو په پښتونخوا کې هم ددې ګوند او فضل الرحمن قدرت او څوکی کمی شی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب