شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهسراج الدین حقاني پر پاکستان ضمني نیوکې وکړې

سراج الدین حقاني پر پاکستان ضمني نیوکې وکړې

تاند: (شنبه، د زمري ۲۸ مه )  د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني پر پاکستان ضمني نیوکې کړي دي.

نوموړي د طالبانو په دفاع وزارت کې د افغانستان د خپلواکۍ کلیزې د نمانځنې د مراسمو پر مهال  وویل نړۍ یو شمېر ستونزې طالبانو ته د بهانې په ډول نیسي، خو هغه غوښتنه وکړه چې دوی د خبرو او تفاهم دروازې پرانستي او باید ستونزې د خبرو له لارې حل شي.

حقاني یو وار بیا ټینګار وکړ، چې د طالبانو حکومت له نړۍ سره په دوحه کې په کړيو شویو ولاړ دی.

نوموړي وویل:”کومه ژمنه چې اسلامي امارت په دوحه تاسو سره وکړه په هغه ژمنه موږ ولاړ یو، خو دا چې نړۍ ترې سرغړونه کوي او د سیمې هیوادونه دلته ستونزې جوړوي، موږ د ستونزو د حل لپاره د خبرو دروازې پرانستي دي.”

که څه هم ښاغلي حقاني د کوم سیمه ییز هیواد چې د افغانستان لپاره ستونزې جوړوي نوم وانخیست، خو په وروستیو کې د ګاونډي پاکستان او طالب چارواکو ترمنځ نانندرۍ او پر یو بل د تورونو لږول زیات شوي دي.

تر دې مخکې د طالبانو د دفاع وزیر ملا یعقوب مجاهد هم له نوم اخیستو پرته پاکستان تورن کړی و، چې له ترهګرو ډلو د دوی د ملاتړ په نوم نړۍ ته دوی وعده ماتونکی غواړي وښيي.

پاکستان بیا- بیا ادعا لري، چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان څخه د تحریک طالبان پاکستان په ګډون د پاکستان مخالفې ډلې استفاده کوي، خو په افغانستان کې د طالبانو واکمن رژیم دا ډول ادعاوې بې اساسه بولي.

1 COMMENT

  1. دا هسی د خلکو تیرویستل دی دا ټول د ای اس ای غلامان دی همدوی پرون دی ای اس ای په امر انتحاریانی کولی او مظلوم افغان ملت یې په وینو کی لړلی وه او اوس مستقیم د ای اس ای خینزیر د هیبت په نوم کندهار کښی ناست ده او دوی ته دستور ورکوې

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب