تاند: (شنبه، د زمري ۲۸ مه ) د افغانستان له یو شمېر ولایتونو، په ځانګړي ډول ننګرهار او کونړ څخه راپورونه ښيي چې د طالبانو ځواکونو د ملي بیرغ په ملتیا د افغانستان د خپلواکۍ د ۱۰۴ مې کلیزې نمانځونکي وهلي ډبولي دي.
په ننګرهار او کونړ کې یو شمېر سرچینو تاند وېب پاڼې ته ویلي، چې وهل ډبول شوي کسان اکثره ځوانان دي.
یوه ډبول شوي وویل، چې طالبانو د درې رنګه ملي بیرغ د لېږدولو او نندارې ته وړاندې کولو په سر وهلي ډبولي دي.
د طالبانو چارواکو په دې اړه څه نه دي ویلي.
خپله د طالبانو چارواکو په دفاع وزارت کې د خپلواکۍ ورځې په مناسبت مراسم نیولي وو او د ازادۍ پر څلي یې د ګلانو ګېډۍ کېښودې.
د طالبانو له بیا واکمنیدو سره، دوی په زوره خپل سپین بیرغ د افغانستان د درې رنګه ملي بیرغ پرځای، چې تاریخي او ملي ارزښت لري، ځړولی.
دوی تر دې مخکې هم د ملي بیرغ پلویان وهلي، ډبولي او بندیان کړي، چې د خلکو توند غبرګون یې پارولی.
د افغانستان ملی بیرغ به همدا دری رنگه بیرغ وی او هیڅ افغان به بل بیرغ قبول نکړی که طالب غواړی چی خپل بیرغ د ملی بیرغ پر ځاې معرفی کړی دا هیڅ امکان نلری د دوی بیرغ شاید دوی ته ارزش ولری ولی ملت ته ارزش نلری او دملت بیرغ به هماغه دری رنګه بیرغ وی ټول ملت باید په خپل کور کښی دا خکولی دری رنګه بیرغ ولری او افتخار پری وکړی
دا تور جاهل وحشی قدیانی غلام قاتل تربیه شوی طالبان نه یوازی د افغان ملت تباهی او بی سوادی لپاره راوستل شوی دی بلکه د افغان ملت هویت او ددوی شانداره بیرغ د پنجابی پاکستان په رهنمائی له مینځه وړلو په هڅه کښی هم دی ، دی قاتلو روزل شوو وحشیانو افغان میرمنی او جلکۍ زندانی کړی او دوی ئی د زده کړو او بهرنی کارونو څخه تام محروم کړی دی ، ای صادقو او د افغان ملت همدردو افغانانی او افغانانو په یو وحدت سره ددی جاهلو غلامو قاتلو وحشیانو پر ضد راپورته شۍ او همدارنګه پری نښودل شی چی د مضرو اجنبیانو له خوا دا نور په هدایت سره تښتیدلی قاتلان او چورکوونکی د خیټورو قدیانی قاتلو وحشیانو سره یو ځای کړۍ !!!!
که ټالب د افغانستان بیرغ ومني ، دا به په دې معنی وي چې هغه افغان او وطندوسته دی . خو ټولو ته معلومه ده چې ټالبه نه افغانیت پېژني او نه وطندوستي . نه ملي ارزښتونو ته احترام لري او نه خپل تاریخ او د خپل ولس غوښتنو ته . په دې کار سره هره ورځ د خپلې منحوسې واکمنۍ عمر لنډوي .