جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهیوناني ساحل ساتونکو کابو ۶۰ پناه غوښتونکي په ایجې سمندرګي کې وژغورل

یوناني ساحل ساتونکو کابو ۶۰ پناه غوښتونکي په ایجې سمندرګي کې وژغورل

تاند (یکشنبه، د اسد ۲۹ مه) د یونان ساحل ساتونکو د شنبې په ورځ (اګست ۱۹) وویل چې نژدې ۶۰ تنه پناه غوښتونکي یې چې په دوو کوچنیو بادي بیړیو کې سپاره وو او غوښتل یې له ترکیې څخه د یونان ټاپوګانو ته ځانونه ورسوي، په ایجې سمندرګي کې له ډوبېدو ژغورلي دي.

په وروستیو اوونیو کې د قاچاقبرو له لوري یونان ته په دې ډول خطرناکو بیړیو کې د پناه غوښتونکو تګ زیات شوی دی.

د یونان د ساحلي ګارډ په خبرپاڼه کې ویل شوي چې د شنبې په سهار یې په یوه بادي بیړۍ کې ۴۱ تنه لیسبوس ټاپو ته څېرمه وموندل. ټول یې بې له دې چې کوم زیان ورواوړي، په لیسبوس ټاپو کې د کډوالو مرکز ته لېږدولي دي.

له دې وروسته پرون د یونان ساحلي ګارډ یوه بله بیړۍ تعقیب کړه چې ۱۷ تنه پناه غوښتونکي پکې سپاره وو. دا پناه غوښتونکي د یونان یوه بل ټاپو، پاتموس ته ولیږدول شول او یو تن په دې شک ونیول شو چې د غیرقانوني کډوالو قاچاقبر دی.

یوناني چارواکي خپل هیواد ته د غیرقانوني کډوالو په ورتګ کې زیاتوالی په افریقا کې د جګړو تشدید بولي.

له بلې خوا د دوبي په موسم کې بیړیو ته تګ راتګ اسانه وي.

تراوسه پورې په دې اړه چې د دغو بیړیو سپرلي د کوم هیواد اتباع دي، څه نه دي ویل شوي خو له ترکیې عموماً افغانان، سوریه وال او عراقیان یونان ته ځي.

پر یوناني ساحل ساتونکو په ځلونو په دې خاطر نیوکې شوي چې د پناه غوښتونکو د سپرلیو د ډوبېدونکو بیړیو د ژغورلو لپاره قصداً اقدام نه کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب