Homeخبرونهد ترکیې پولیسو په یوه لارۍ کې پټ شوي ۴۰ افغان کډوال...

د ترکیې پولیسو په یوه لارۍ کې پټ شوي ۴۰ افغان کډوال نیولي

تاند: (شنبه، د زمري ۲۸ مه )  د ترکیې پولیسو ویلي، چې په یوه لارۍ کې یې پټ شوي ۴۰ ناقانونه افغان کډوال نیولي.

سرچینې ویلي، چې دغه کډوال به بیرته خپل هېواد ته ستانه کړي.

په وروستیو کې ترکیې د ناقانونه افغان کډوالو نیول او هېواد ته ستنول چټک کړي.

ویل کیږي، چې د روان میلادي کال له پيله  تراوسه تر څلور زرو پورې ناقانونه افغان کډوال له ترکیې څخه افغانستان ته استول شوي.

افغان کډوالو دوی سره د ترکیې د پولیسو د ډېر ناوړه چلند ادعاوې هم کړې دي.

د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر څه موده مخکې ترکیې ته د سفر پر مهال، د دغه هېواد له چارواکو غوښتي وو، چې افغان کډوالو سره ښه چلند وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

انجنیر مومند او د موسیقۍ بې‌ ازاره هنر| ولي الله ملکزی

موسیقي د هیجان، عاطفې، مینې او کلیوال ژوند د ماښامونو او حسرتجنو شېبو غږیزه انځورګري ده. موسیقي یوه ناوېلې او بې‌ ژبې انګازه ده...