جمعه, سپتمبر 20, 2024
Home+د خپلواکۍ د ۱۰۴مې کلیزي د درناوي په پار

د خپلواکۍ د ۱۰۴مې کلیزي د درناوي په پار

لیکنه: قاضي نجیب الله جامع 

د آزادۍ مبارزي، د استبداد، تورتم، دیکتاتورئ، توپیر او بهرنی یرغل او تاړاک پر وړاندې د وېښو، سیالو، ملتپالو او هویتپالو ملتونو دریدل یو تل پاتي انساني سنت، ګډ فطرت او د ټولو انسانانو او بشري ټولنو ترمنځ مشترک ټکي ده.

افغانان هم د دغه تاریخي، ملي او اسلامي هویت پر درلودلو سره تل د افغان وطن پر ننګ او ناموس دریدلي، د سیاسي خپلواکۍ ساتلو په پار یې سرښندنې کړي، د ځمکنۍ بشپړتیا خوندیتابه لپاره یې جګړې کړي، د خود اختیاریت او خود ارادیت لرلو او پاللو په پار یې کله هم کوم نږدي او لري تاړاک او زبېښاک ته سرونه نه دې ټېټ کړي.

له مغولو، ګورګینیانو، سیکانو، انګریزانو، روسانو او په را وروستو کې له امریکایانو سره د اوږدو دفاعي جګړو او ملي مجاهدتونو یو لامل همدا وو چې یادو یرغلګرو د افغان ملت د کرامت، هویت او خودارادیت درناوي نه ده کړي او منلي او مشروع نړیوال اصول یې لکه د وستفالیا د کال ۱۶۴۸ کال د دولت دولت خپل اختیاري او بیا د ویانا کنوانسیونونه یې تر پښو لاندي کړي.

د انګریزانو پر وړاندې ۳ ګونې ملي معرکې او په خاص کرده د ۱۹۱۹ کال د سیاسي او ملي خپلواکۍ هېوادشموله هڅې د شاه غازي امان الله خان په ملي مشرۍ او رهبري سره د افغان ملت د همدې تاريخي، ملي او اسلامي ارزښتونو د نه تمامیدونکې او نه پرېکدونکې تسلسل روښانه او ویاړمن مسیر ده.

انګریزانو چې په جابره او ظالمه امپراتورۍ کې يې لمر نه ډوبیده، د آزادو ملتونو پر مرۍ يې خپل استعماري پښې یښې وي، پرخپلو ټولو مستعمرو کې یې پر محکومو ملتونو کې د آزادۍ او خپلواکۍ روح وژلي وه، مګر افغانانو د ازادۍ او خپلواکۍ په درېیو غزاوو کې دا فیرنګي غرور ورمات کړل، د دوي د واکمنۍ ریښې او بنسټونه یې په لړزه راوستل، په کلکته او لندن کې یې انګریز پالیسي میکران وننګول او دا د افغانانو دوامداره مزاحمت او مجاهدت وو چې بیا وروسته له هندي براعظمګي تر افریقاه او اروپا پورې د انګریزانو ښکېلاکي فرعونیت پښې پرځمکه ټینګې نه شوي.

غازي امان الله خان چې د درېمي افغان انګریز جګړې پرمهال افغان ملت له سیاسي او ملي اړخه په یوه واحده او متحده جبهه کې رهبري کړل، دینې علماوو د کابل په عیدګاه کې د خپلواکۍ د ګټلو شرعي فتوي ورکړه او پدې ډول د ګران افغانستان په لر او بر کې جوماتونه او منبرونه د آزادۍ ګټلو انقلابي دریځونه شول، د مدرسو طالبان د آزادۍ ګټلو په پار خپل درسونه نیمه تمام پرېښودل، قومي مخورو د جرګو او ولسي ملاتړونو پر بنسټ ملت تر پایه متحد وساتل، کابل، کندهار، ننګرهار، لویه پکتیا او د محکوم افغان خاورې ټول سنګرونه د فرنګ ماتولو او فتحو خبرونه ورکړل او پدې ډول افغانانو په وروستي ځل سره سیاسي خپلواکې ترلاسه او افغان ملت پدې ډول سره تاریخ یو ځل بیا له سره ولیکل.

پدې برخه کې د غازی امان الله هغه وینا چې د ۱۹۱۹ کال د اپرېل پر ۱۳مه یې د کابل په دربار کې د افغانستان ملت او د انګریز سیاسي استازی ( سفیر ) ته مخامخ وکړه د یادونې وړ ده.

غازي امان الله خان توره را ویستله او ویې ویل: که څوک له دې وروسته زموږ په کورنیو چارو کې یوه زره لاسوهنه وکړي، سر یې په دې توره له تنې پرې کوم.

وروسته یې مخ د بریټانیا سفیر ته ور واړاوه او ورته ویې ویل: پوه شوې؟ سفیر په داسي حال کې چې کښته یې کتل، پورته شو او په درناوي یې ورته وویل: هو صیب پوه شوم.

غازي امان الله خان ددغه تاریخي آزادي او خپلواکۍ تر ګټلو وروسته یوشمیر بنسټیز اصلاحات لکه په کال ۱۳۰۱ کې د لومړی عصری اساسي قانون تدوین، کوم چې ۸۷۲ کسه مخورو تصویب کړ، د هېواد په لر او بر کې د عمرانی پروژو پیل، په ټول هېواد کې یې د پوهني بهیر عام کړل، پراخ ښوونځی يي جوړ کړل، د ښځو په نوم یې لومړنی روغتون د مستورات په نوم تاسیس کړل، د ښځو برخې ته هم پام وشو او یوشمیر د پام وړ بدلونونه راغلل، د عامه حقونو په برخه کې یې اسارت او غلامی لغوه، د مطبوعاتو او شخصي مالکیت حقونه یی تضمین او په ګڼو برخو کې یې پراخې لاسته راوړنې لرلي.

د دې ټولو لاسته راوړنو، ویاړونو، د وحدت او یوالي د خبرونو درناوي پکار ده او زه هیله لرم چې افغانان باید په هر ډګر کې د خپلمنځې وحدت او ګډو ملي ارزښتونو د پیاوړتیا او ترمیم په برخه کې کار وکړي.

دا هم یادونې وړ ده چې د ماضي ستونزي او اشتباحات باید په نن کې جبیره شي، د غازی امان الله خان په فرهنګي  او دولتي برخه کې یو شمیر ګامونه د جدی نقد وړ دې او زه پدې باور یم که هغه ارواه ښاد همدا نن هم ژوندی وای نو خپل یوشمیر اصلاحات به یې اصولي نه وو بللي او هغه به یې خپله نقد کړي وو.

په ټوله کې د خپلواکۍ د ۱۰۴مې کلیزي درناوي کوو، لمانځو یې، ټول ملت ته یې مبارکې وایوو، د غازي امان الله خان او ټولو غازیانو او اتلانو ارواه ته د مغفرت او ښیرازۍ دعاګانې کوو او افغانان یوځل بیا د سیاسي او نظریاتي تفاوتونو ترڅنګ وحدت، زغم او د افغانستان ابادۍ ته رابولو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب