جمعه, سپتمبر 20, 2024
Home+خپلواکي| عبدالسمیع واحدي

خپلواکي| عبدالسمیع واحدي

خپلواکي معنا په خپل هیواد کي د مالکیت احساس، په بل عبارت خپلواکي هغه حالت ته وايي په کوم چي یو ملت، او یا دولت په خپل هیواد کي واک او اختیار ولري.

هر انسان حق لري چي د خپل هیواد د سیاسي اقتصادي او ټولنیز برخلیک په ټاکلو کي واک ولري او د خپل هیواد د اقتصادي زیرمو منحیث د فرد د یوي حصي او منحیث د ټولني د ټولی جغرافیي د طبعي شتمنیو مالک واوسي، خپلواکي یو پراخ مفهوم دی، فکري خپلواکي، سیاسي خپلواکي او اقتصادي خپلواکي، د دولتونو او ټولنو ترمنځ په مقایسوي ډول د خپلواکی هره برخه یو نسبیت لري او هم د یو بل سره مستقمي اړیکي لري د مثال په ډول که په یوه ټولنه کي اقتصادي خپلواکۍ نسبیت کم وي اتومات ورسره د فکري او سیاسي خپلواکۍ نسبیت کمیږي،

اقتصادي خپلواکي د خپل هیواد د ملی شتمنۍ د سرچینو څخه د ګټي اخیستني اراده او توان دی، سیاسي خپلواکي د ملي حاکمیت اعمال دی، فکري خپلواکي د خپلواکۍ د نورو ډولونو د دفاع او ساتني علم دی. خپلواکي په خپلو مټو ولاړ نظامي ځواک، با انګیزه او متفق ولس ګټل کیږي او په مدرنو دولتي ادارو، علمي او کاري بشري ځواک، او د عادلانه زعامت په رامنځته کولو ساتل کیږي. د خپلواکۍ په ګټلو کي د پردیو امکانات او ابزار کارول د خپلواکۍ د مبارزي تقدس بي اعتباره او مشکوک کوي او بالاخره د خپلواکۍ مبارزه په یو نیابتي استخباراتي جګړه بدلیږي، همدارنګه که په هیواد کي د خپلواکۍ ساتني اسباب شتون ونلري او شرایط نه وي ورته برابر دخپلواکۍ ګټل او اخیستل ځکه بي ارزښته کیږي چي د بل هجوم زمینه مساعد وي او د یو نوي اشغال خطر د منځه نه ځي.

سیاسي خپلواکي:

سیاسي خپلواکي عبارت دی د ملي حاکمیت د اعمال څخه، سیاسي خپلواکي مستقیم متناسب دی د اقتصادي خپلواکي سره، اقتصادي خپلواکي نسبي دي، کوم هیوادونه چي د اقتصادي خپلواکي نسبیت يي کم وي سیاسي خپلواکي يي ثبات نلري، افغانستان یو بشپړ مصرفي هیواد دی چي نه صنعت لري او نه پراخي زراعتي ځمکي، او نه پریمانه مالداري، د زراعت او مالدارۍ په برخه کي هغه څه چي شته هغه ډبر کم دی او د ټول نفوس ضروریات نشي مرفوع کولي ځکه نو افغانان د صنعتي وسایلو څخه نیولي تر خوراکي توکو، کالی، پوښاک سامان او نور هر څه له بهره واردوي، دغه اقتصادي اړتیاوي ددي سبب شوی چي افغان حکومتونه بهرنیو دولتونو سره یوه وابستګي ولري او دغه وابستګي بیا ددي سبب شوی چي زمونږ دهیواد د سیاسي خپلواکي نسبیت تر ټولو ټیټي کچي ته ورسیږي. سره له دي چي افغانستان پراخي طبیعی زیرمي، او قیمتي ډبرو کانونه لري خو د څیړنیزو مرکزونو، د برق د انرژۍ، بشري مسلکي نیرو د نه موجودیت له امله افغانستان یو محتاج او په پردیو مرستو یو متکي هیواد پاتي شوی په دې برخه کي ډیر د انتقاد او اعتراض ګوته افغان حکومتونو ته نیول کیږي چي د افغان وګړو د اقتصادي ښیرازي په طرف پاملرنه نه دی کړی ، افغان حکمروایان زیاتره وخت د خپل کورنی اقتدار د بقا او دوام دپاره هلي ځلي کړی او د خپلو داخلي رقیبانو د ځپلو دپاره يي بیګانه قوتونو ته پناه وړي او ډیر وخت او انرژي يي په داخلي او قبیلوي کشمکشونو کي تیر شوی چي له امله يي زمونږ هیواد خپل اقتصادی او سیاسي ثبات دلاسه ورکړی.

اقتصادي خپلواکي:

د خپل هیواد د ملی شتمنۍ د سرچینو څخه د ګټي اخیستني اراده او توان ته اقتصادي خپلواکي ویل کیږي.
په یویشتمه پېړۍ کې چې د اقتصادي ځان بسیایني، سیاسي خپلواکي او پوځي پیاوړتیا په اړه خبره کېږي نو د څېړنیزو مرکزونو د موجودیت بحث يي په سر کي راځي.

اوس دا خبره ټولو ته جوته ده چې په یو هیواد کي د څېړنیزو مرکزونو شتون د هغه هیواد د اقتصادي پیاوړتیا چې له پوځي او سیاسي پیاوړتیا سره مستقیما اړیکه لري، لامل کیږي.

هغه هیوادونه چي څیړنیز مرکزونه نلري او خپل ځمکني ذخایر او معادن په اومه ډول پلوري او له دي لاري موقته نقده ګټه ترلاسه کوي، مګر له پرمختللي سیاسي او نظامي ځواک څخه بي برخي دي دا ډول هیوادونه د کاذب اقتصاد درلودونکي هیوادونو په نوم یادیږي، د دې ډول هیوادونو یوه ښه بېلګه د تېلو زېرمتون لرونکي خلیجي هیوادونه دي.

افغانستان هم یو له هغو هیوادونو دی چې د څېړنو لپاره یوه افغاني اختصاصي بودیجه نه لري او تولیدي امکانات یې هم په نشت حساب دي.

دې حالت له څېړونکو انګېزه اخیستې او ډېری یې یوازې د مالي امتیازاتو لوړولو لپاره له کتابونو څخه کاپي او سریښول کوي، په نوې بڼه کتاب چاپوي او د څېړنیز اثر نوم ورکوي.

د څېړنو لپاره یوازې بودیجه، لابراتوار او سامان آلات هم مهم نه دي. په دې پروسه کې اصلي اهمیت د څېړنو بشري قوه یا هم څېړونکي په کار دي.

ماخذونه:

ویکیپدیا
بیلابیل الکترونیکې پاڼي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب