جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونههندوستان: افغانستان ته مو ۲۰۰ ټنه درمل او روغتیایي توکي واستول

هندوستان: افغانستان ته مو ۲۰۰ ټنه درمل او روغتیایي توکي واستول

تاند: (شنبه، د زمري ۲۸ مه ) د هندوستان رسنیو ویلي، چې افغانستان ته یې ۲۰۰ ټنه درمل او روغتیایي توکي د مرستو په توګه استولي دي.

ویل شوي، چې دا مرستې د ملګرو ملتونو په غوښتنه شوي او موخه یې افغانانو ته د عاجلو روغتیایي خدمتونو له برابرولو سره مرسته ده.

 هندوستان، تر دې مخکې افغانستان ته د شاوخوا ۵۰ زره ټنه غنمو د استولو خبر ورکړی و.

 د طالبانو د رژیم چارواکو په دې اړه څه نه دي ویلي.

د دې مرستو خبر په داسې وخت ورکړل شوی، چې له افغانستان سره ورځ تربلې د نړیوالې ټولنې د بشري او روغتیایي مرستو د کمیدو ویل شوي.

څو ورځې مخکې د سره صلیب نړیوالې کمېټې وویل، چې د افغانستان له ۲۵ لویو روغتونونو سره یې مرستې ممکن کمې یا ودرول شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب