جمعه, سپتمبر 20, 2024
Home+د خپلواکۍ ۱۰۴ مې کلیزې په ویاړ| حفيظ الله غفورزى

د خپلواکۍ ۱۰۴ مې کلیزې په ویاړ| حفيظ الله غفورزى

افغانستان د خپل جغرافیايي موقعیت له مخې د تاریخ په اوږدو کې د زبر ځواکونو د سیالۍ ډګر ګرځېدلی، چې په بېلابېلو پړاوونو کې لویو لویو امپراتوریو او استعمارګرو خپل پام دې هېواد ته را اړولی. له بل لوري تاریخونو هم دا جوته کړې چې افغانانو هېڅکله دغو استعمارګرو او اشغال ګرو ته په خپل هېواد کې ښه راغلاست نه دی ویلی او د ډېرو مادي او معنوي ستونزو په درلودو سره یې بیا هم یا سرونه بایللي او یا یې سرونه ترې وهلي.

که له یوې خوا د انسانانو په ټولنیز شعور او فکر کې دا وي چې یو څوک دې ځان پر بل خپلواک او لاسبری وګڼي، خو له بلې خوا بیا مقابل لوری له دغه برلاسیتوبه ځان خلاصول اړین ګڼي. د همدغه برلاسیتوب او د غلامۍ څخه د خلاصون لپاره انسانانو د تاریخ په اوږدو کې د یو پل پولي ماتې کړي چې د بېلابېلو اوزار او وسیلو څخه يې کار اخیستی او یو بل ته یې د سر په بیه تاوان اړولی.

انسان د یو ټولنیز موجود په توګه مطلقه ازادي نه اخېستلی شي او نه يې هم ساتلی شي. که يې واخلي بیا بل ته سرخوږی جوړوي. همداسې ملتونه او هېوادونه هم درواخلئ چې نه تل خپلواکه کېدای شي او نه هم تل د بل تر لاس لاندې اوسېدلی شي.

انسان هم په فطري ډول دا نه غواړي چې تل د بل تر سیورې لاندې واوسي او وخت ناوخت یې له غوښتنو او امرونو اطاعت وکړي. هر انسان د خپل ټولنيز شعور او فکر له لارې په دې هڅه کې شوی چې ازاد او خپلواک ژوند ولري او هېڅ يرغلګر ته اجازه ورنه کړي چې په کورنیو چارو کې يې لاسوهنه وکړي. ځکه خو انسان ازاد زېږېدلی او د ازاد ژوند حق لري او دا ازادي هېڅوک تر هېڅ عنوان لاندې نشي ترې اخیستی.

په ازادۍ او خپلواکۍ سره ټولنو وکړای شول چې وده او پرمختګ وکړي، ځکه چې د خپلواکۍ تر سیورې لاندې هر څه ترسره کېدلی او حل کېدلی شي او په کوم ملت کې چې خپلواکي نه وي په دې مانا چې هېڅ څه نشته پکې.

تر هغې چې یوه هېواد خپله خپلواکي نه وي اخیستي، د نظام، سیاست، اقتصاد، ټیکنالوژۍ، ترقۍ او د سیالۍ هیله یې شنډه وبولئ، او د سیاسي خپلواکۍ له اخېستو وروسته که د اقتصادي خپلواکۍ لپاره هڅې ونه شي نو د سیاسي خپلواکۍ عمر به يې ډېر لنډ وي، ځکه د کوم ملت خېټې چې د نورو له خوا ډکېږي فکرونه یې هم ډکولی شي.

هغه هېوادونه چې نورو ته په یو نه يو ډول اړ دي په حقیقي ډول سیاسي خپلواکي نه لري. تل به د نورو د لاس اله وي او هر څه به تر فشار لاندې مخته وړي.

افغانانو له نن څخه ۱۰۴ کاله وړاندې د هر ډول سیاسي او اقتصادي فشار په زغملو سره د انګریز تر سیورې لاندې شپې ورځې تېرولې. چې هر کله هم یرغلګرو خپلو شومو موخو ته د رسېدو لپاره افغانستان ته د یوې خوندي ځالې په سترګه کتلي نو د اوسېدلو دغه ځاله په يوې سترې هدېرې ورته بدله شوې. د برټانوي هند مرستيال واکمن لارډ لارنــس (Lord Lawrence ) افغانان ښه پېژندلي وو چي ليکلي یي دي ( افغانان به فقر، لوږه او حتا له خطره ډک ژوند وګالي خو د پرديو تر واک لاندي راتلل هېڅکله هم نه زغمي)

د هېواد ازادېدل د اعليحضرت غازي امان الله خان په توره او مشرۍ، د غازي نوم يې نه يوازې په ټول هېواد کې لوړ کړ بلکې ټوله نړۍ يې حېرانه کړه چې يو ځوان پاچا څنګه په تش لاس کولاى شي يوه لويه امپراتوري له پښو وغورځوي او ټولې نړۍ ته يې شرمنده کړي.

امان الله خان د خپل پلار د واکمنۍ پرمهال د خپلې زيرکې مور له خوا داسې روزل شوى و چې په دولتي کارو کې يې له خپل پلار امير حبيب الله خان څخه کاملآ لاره بېله وه. د پلار د اعمالو څخه يې په عبرت اخېستنې لکه له خلکو لېروالى، د خلکو غوښتنو ته نه پاملرنه، په خپلې عياشۍ کې ورکېدل او د انګريزانو له هر امر او فرمان څخه اطاعت کول هغه څه وو چې امان الله خان يې دې ته وهڅاو چې د دې هر څه په مقابل کې ودرېږي. ځکه خو دى د خپل پلار د تخت يوازينى وارث وګرځېد.

امان الله خان له خپلې واکمنۍ څخه د مخه د خپلو خلکو اړتياوې درک کړې وې او په دې پو شوى و چې له هر څه وړاندې د انګريز ښکېلاک پر وړاندې جهاد او مبارزه کول د خلکو اساسي غوښتنه ده.

مخکي له دې نه چې د معمول له مخی د شوربازار حضرت، سلطنتي تاج غازي پر سر باندي کېږدي، امان الله خان په ډیر جدیت سره وویل: «دا تاج به زه یوازي په یوه شرط پر سر کړم چې د هېواد بشپړ استقلال به تر لاسه کوم» وروسته یې د کابل را غونډ سوو اوسېدونکو ته وویل: «له هرڅه نه وړاندي تاسي د نجیب ملت پتمنو اتباعو ته اعلان او زیری درکوم چې ما د افغاني سلطنت تاج د داخلي او خارجي استقلال او حاکمیت په نامه پر سر کړ» او خپلو خبرو ته یې داسی دوام ورکړ : « . . . ګرانو هېوادوالو! زه به دغه عسکري جامي تر هغه وخته پوري له تنه و نه باسم تر څو چې مې د وطن مور ته د استقلال جامې نه وي ور اغوستي. زه به دغه لوڅه توره تر هغه وخته په پوښ کې وا نه چوم تر څو چې مې د هېوادوالو د حقونو غاصبان پر ګونډو نه وي کړي. زما ګرانو هېوادوالو او زما سرښندونکو سربازانو! راسئ خپله وروستنۍ هستي مو د وطن د نجات پخاطر وړاندي کړئ. راسئ چي خپل غیرتمن سرونه د وطن د خلاصون او ژغورني پخاطر قرباني کړو» ( ددې تاریخي پېښې بشپړ جریان د « جریده امان افغان » د لومړي کال په لومړۍ ګڼه لوستلی شئ)

شاه امان الله د تاج اېښودلو څخه ۱۲ ورځي وروسته یعنې د ۱۲۹۸ کال د حوت پر ۲۱نیټه چې د ۱۹۱۹کال د مارچ د ۱۱ نېټې سره سمون خوري، په هند کې یې د افغانستان نماینده ګۍ ته د یوه فرمان په ترڅ کې خبر ورکړ چې هېواد یې نور په خپل داخلي او خارجي سیاست کې ازاد او مستقل دی، یوازې د قانون حاکمیت مني چې هغه به د اسلام مقدس دین د غوښتنو سره برابر وي.

د اپریل په ۱۳ نېټه شاه امان الله خان په ارګ کې د هېواد ټول ملکي او نظامي مشران او کابل مېشته خارجي ډېپلوماټان یوې غونډې ته را وغوښتل او د افغانستان استقلال د اعلان خبر یې داسي ورکړ: « ما خپل او خپل هېواد په داخلي او خارجي سیاست کي په بشپړ ډول ازاد اعلان کړی دی. له دې نه وروسته به دا هېواد هم د نړۍ د نورو هېوادونو او قدرتونو په شان ازاد وي، هېڅ قدرت ته به د سر د یوه وېښته په اندازه هم اختیار ور نکړل سي چې د افغانستان په داخلي او خارجي سیاست کې لاسوهنه وکړي. که چېرې کوم چا دا کار وکړ، نو په دغه توره به یې سر ور غوڅ کړم» وروسته یې د انګریزانو سفیر ( نجف علي ) ته مخ ور واړاوه او پوښتنه یې ترې وکړه: «څه چي ما وویل ، ته ورباندي پوه سوې؟» سفیر په ډېر درناوي او تعظیم سره جواب ورکړ: «بلې، پوه سوم»

«لنډه دا چې انګریزانو د افغان ټولواک دا خیالونه د ځان سپکاوی وباله او د دواړو خواوو ترمنځ جنګ ونښت چې د افغان ـ انګلیس د درېیم جنګ په نامه یادېږي. په دي جنګ کي هم د تېرو دوو جنګونو په څېر انګرېزانو ماته وخوړه او د سولې وړاندیز یې وکړ. د سولې خبرې په راولپنډي کې پیل او د یوه تړون په ترڅ کې د افغانستان پر بشپړ استقلال موافقه وسوه. شاه امان الله د ۱۹۱۹ کال د اګسټ په ۱۸ نېټه نوموړی تړون توشیح کړ او دا ویاړلې نېټه د افغانستان د خپلواکۍ په نامه یاده شوه چې هر افغان ته د سترګو د کسي په شان ګرانه ده»

د هېواد ازادېدل د اعليحضرت غازي امان الله خان په توره او مشرۍ، د غازي نوم يې نه يوازې په ټول هېواد کې لوړ کړ بلکې ټوله نړۍ يې حېرانه کړ چې يو ځوان پاچا څنګه په تش لاس کولاى شي يوه لويه امپراتوري له پښو وغورځوي او ټولې نړۍ ته يې شرمنده کړي.

غازي امان الله خان د خپلواکۍ تر اخېستو وروسته په ارامه کېنناست او د یو جنګ ځپلي او بېوزله ملت د ودې او ترقۍ مسولیت ورتر غاړې شو. غازي امان الله خان د يوې ټولنې د ودې او ترقۍ لاره په علم او پوهې کې پیدا کړه، نو ځکه یې د هېواد په لر او بر کې د ښوونځيو او عصري علومو په زده کړې سره د علم او پوهې ډېوې روښانه کړې. نوموړي د هېواد په ګوټ ګوټ کې د علم د زده کړې لپاره ښوونځيو ته د تګ زمېنه برابره کړه او د ښځو د ښوونځيو په برخه کې يې نه يوازې خپله کوټلي ګامونه واخېستل؛ بلکې مېرمن یې ملکه ثریا هم د ښځو زده کړو ته ځانګړې پاملرنه وکړه او د مستورات په نوم يې ښځېنه ښوونخی او ښځېنه روغتون جوړ کړ، چې اوس يې ښوونځی د ملالۍ لېسې په نوم یادېږي.

غازي امان الله خان يوازې د علم په زده کړي اکتفا ونه کړه؛ بلکې د هېواد د ودې لپاره یې ځینې نور اړین بدلونونه راوستل چې په سر کې یې د ملي یووالي بنسټ اېښودل وو. همدارنګه افغانستان یې په خپل څو زره کلن تاریخ کې د ټولو انساني غوښتنو په نظر کې نیولو سره د لومړي ځل لپاره د اساسي قانون څښتن کړ.

د توکم، ژبې، مذهب او قبیلې له پلوه تبعیض ته د پای ټکی کېښودل شوه. د هر ډول خانانو او روحانیونو امتیازات لغوه شول او ټول ولس په حقونو کې له یو بل سره مساوي شول.

له انګريزانو څخه د خپلواکۍ اخېستل نه يوازې د افغانان لپاره يوه وياړلې کرنامه وه، بلکې د وخت په ښکېلو ملتونو کې يې د هيلو چېنه را ژوندۍ کړه، چې رېښه يې د افغانستان له خړو خاورو او ړنګ ټاټوبي څخه وه. د نړۍ په ټولو مسلمانانو کې د يرغلګر پر وړاندې د مبارزې چوش او ولوله پيدا شوه. چې حتا د عثماني خلافت د بيا را ژوندې کېدو خوبونه ولېدل شول او ځوان غازي ته د نړۍ د ټولو مسلمانانو د مشر په سترګه لېدل کېدل.

تر ټولو د خندا وړ خبره خو دا ده چې تراوسه هم د غازي امان الله فکري مخالفين شتون لري او د همغه وخت د انګريز په لاس د اماني نظام پر وړاندې د مبارزې لپاره هڅول شوو افغانانو څخه په الهام اخېستنې اوس هم په دې فکر او اند دي چې غازي امان الله خان په افغانستان کې د سېکولرېزم بنسټ ګر و او له مصطفى کمال اتاترک سره يې په يوه تله کې تلي.

مګرم دا خلک په دې نه دي خبر چې د عثماني خلافت له ړانګيدو څخه وروسته غازي امان الله خان د عثماني خلافت د بيا را ژوندي کېدو او د رياليستيک خلافت د رامنځته کېدو تر ټولو ستر داعي و. هغه په ټوله نړۍ کې د مسلمانانو له ځورونې او ربړونې څخه ځان خبر کړى و او د مسلمانانو د غچ اخيستنې لپاره يې غوښتل چې ټول مسلمانان سره يو واحد امت کړي او په يوه صف کې يې د دښمنانانو پر ضد ودروي.

محمد ولي پخپل کتاب (توطئه انګلیس در سقوط دولت اعلیحضرت امان الله خان غازي) کې د روابط خارجي افغانستان در نیمه اول قرن بیستم ـ ص ۱۱۳- ۱۱۴ په سند لیکلي: «د امان الله خان کوښښ د یوه اسلامي امارت د رامنځته کولو په خاطر او هغه هم له هندوستان او عربي نړۍ څخه د انګریزي استعمار د له منځه وړو په موخه، په حقیقت کې د هغه اور غوښتل وو چې ده خپل ځان ته راوباله. د هند برټانوي حکومت په همدې دلیل د ۱۹۲۰ کال د نومبر په میاشت کې لندن ته داسې اطلاع ورکړه: موږ نور نشو کولای چې د امیر ټاکنه د امارت په مقام نالېدلې ونیسو، موږ پدې باور لرو چې مسلمانان سخت متعصبه او د یوه اسلامي خلافت د رامنځته کېدو پخاطر د امیرامان الله خان د خلېفه په حیث د ټاکل کېدو طرفدار دي. او هغه څه چې ددغه خلافت له امله امپراطورۍ ته پېښېږي موږ یې له پامه نشو غورځولی او د ډېرې اندېښنې وړ دي. ستاسو توجه دې خبرې ته راجلبوو او هر څومره چې ژر کېدای شي ددغه عمل د خنثی کولو پخاطر لاس په کار شئ.»

همدغه لیکوال په بل ځای کې لیکلي دي چې: «امان الله خان په عین وخت کې د ۱۹۲۰ کال په لومړیو کې وویل چې هغه له ټولو مسلمانانو سره د اسلامي خلافت په اړه غږېدلی دی او پکار ده چې مقدس ځایونه او اسلامي خاورې د مسلمانانو له لاسه ونه وځي. همدارنګه د ۱۹۲۰ کال د فبرورۍ په میاشت کې افغان امیر اعلان وکړ چې شخصا ددې لپاره حاضر دی چې خپل ژوند د اسلامي خلافت لپاره قربان کړي.»

امیرامان الله خان دا خبرې هسې د خولې خبرې ونه ګڼلې او عملاً یې کار پرې وکړ چې له هغې ډلې عملي کارونو څخه یې یو هم د هندوستان اعلانول د دارالحرب په توګه و او د هندوستان ټولو مسلمانانو ته یې اعلان وکړ چې افغانستان ته هجرت وکړي او د افغانستان دولت به ورته د ژوندانه ټول سهولتونه برابر کړي.

«همدارنګه د هند مسلمانانو ، افغانستان د اسلام زړه او امان الله خان یې خپل شاه باله. په ۱۹۲۰ کال کي دا تفکر دومره مخته ولاړ چي د هند مذهبي رهبرانو غوښتنه وکړه چي مسلمانان باید د کفارو ( انګریزانو ) د حاکمیت نه ځانونه خلاص او د مستقل افغانستان ټولواک ته پناه یوسي. د هند سیمه يیزو روحانیونو د مولانا عبدالباري او مولانا ابوالکلام د فتوا ګانو سره سم ځایې مسلمانان افغانستان ته د مهاجرت په موخه و هڅول چي په پایله کې یې په زرګونو کسان افغانستان ته را مهاجر سول. شاه امان الله خان هغوى ته ښه راغلاست ووایه او په ډیر عزت سره یې ځای پر ځای کړل. په دغه ډله کې تر ټولو پېژندل سوې څېرې داسي کسان وو لکه ابوالکلام ازاد او خان عبدالغفار خان چي وروسته یې په پښتونستان کي د خدایي خدمتګارانو د غورځنګ مشري پر غاړه واخېسته.»

«د امیر امان الله خان ددغه اعلان سره کېدای شوای چې د برټانوي امپراطورۍ ټغر له ټول ختیځ ـ هند څخه نیولې تر قسطنطینیې پورې ټول شي او په هر ځای کې یې پر ضد خوځښتونه پیل شي او دی د نائب الخلیفه په توګه وټاکل شي. او د ډېرو اسلامي هېوادونو ورسره دا خبره منلې وه. اکثره مؤرخین د امان الله خان د سقوط عامل د خلافت او اسلامي ویښتابه راژوندي کېدل بولي چې ده یې لوی ارمان په زړه کې ساتلو، او له ده څخه د انګرېزانو وېره له هغه لیک څخه ښکاري چې دوی لندن ته د دغو خوځښتونو په اړه لېږلى و.»

خو له بدمرغه چې نه يوازې د نړۍ ټولو مسلمانانو د افغانستان له خپلواکۍ څخه خوند وانخيست، بلکې افغانان يې هم د دغه بري نمانځلو ته ډېر پرېنښودل او بېرته همغه زوړ دښمن داسې په خپلو منځو کې سره واچول چې دافغانانو ناپوهۍ او د جاسوسانو ځېرکتيا ته خلک لا تراوسه ګوته په غاښ دي.

کله چې انګريزانو له شرمه ډکه ماته وخوړله نور په دې ښه پوى شوي وو چې په افغانستان کې فزيکي يرغل کومه نتيجه نه ورکوي او کله چې د هندوستان او د نورې نړۍ احساساتي مسلمانانو افغانستان ته د خپلو ازاديو د مرکز په بڼه وکتل، نو همغه د لستوڼې مار په يوې بلې جګړې سره ميدان ته ښکته شو چې دا جګړه دافغانانو لپاره تر هغې لومړۍ جګړې هم ډېره خطرناکه تمامه شوه.

تاريخونو هم دا ثابته کړې چې په افغانستان کې فزيکي استعمار هېڅکله ډېر دوام نه دى کړى او په يو نه يو ډول يا په ګونډو شوي او يا يې داسې پښې سپکې کړي چې بيا يې شاته هم نه دي کتلي.

خو د فزيکي استعمار تر ختمولو وروسته فکري استعمار بيا يوه داسې شومه پديده ده چې تراوسه پورې د افغانستان خلک ورسره لاس و ګريوان دي. دا داسې تېز زهر دي چې د دښمن په یوه ټک سره بسته ټولنه له منځه وړي.

د فزيکي استعمار دوښمن معلوم او موخې يې ښکاره وي. خو د فکري استعمار دښمن نه دى معلوم چې دا زهر چا وپاشل، ولې يې وپاشل، څه غواړې، موخې يې څه دي او پايله به يې څه وي؟

له فکري استعمار سره مبارزه په زور، توري، توپ او ټانګ نه کېږي، ځکه چې جنګ په دغو شيانو نه دى پيل او که ته يې غواړې چې پيل یې کړې نو پرته له دې چې خپل ځان، خلکو او وطن ته دې زيان ورسوې بل هېڅ څه په لاس نه درځي. له څومره پوهې او ځېرکتيا څخه چې دښمن ګټه اخلي مقابل لوری له هغې څخه څو چنده ډېر له فکر، پوهې او تدبير څخه باید کار واخلې.

که څه هم د غازي امان الله خان اصلاحات ډېر په چټکۍ سره روان وو او بايد دغه اصلاحات راغلي واى، ځکه د نورو انسانانو په څېر افغانانو هم حق درلود چې ليک لوست يې کړى واى د ابادۍ اوترقۍ دروازې يې پرانيستې واى. خو دغه اصلاحات بايد په ډېر ارام فکر سره رامنځته شوې واى او د وخت د اړتيا سره سم د خلکو د پوهې په نظر کې نيولو سره ترسره شوي واى.

په هغې ټولنې کې چې لا نارينه يې ښونځيو ته نه لېږل کېدل، د ښځو د ښونځيو په اړه عملي اقدام کول او د زده کړو لپاره د ځوانو پېغلو بهر ته استول، د هغو افغانانو چې څادر په مټ او د تګ را تګ وسيله يې اوښ، اس او نور ځناور وو. د ريل پټلي ورته جوړول چې چلوونکي يې شيطانان ورته ښکارېدل، د روغتونونو او تاسيساتو جوړول چې خلکو بده ترې منله. سخته ده چې د هغه وخت پرخلکو منل شوي واى، ځکه خو د دغو اصلاحاتو راوستل ښې پايلې ونه درلودې.

که څه هم غازي امان الله خان په دې مطمين و چې دا هر څه د همدې ملت لپاره ترسره کوي کله چې ملت راسره وي هېڅوک به زما مخه ونشي نيوى. خو د دښمن له شمو پلانونو څخه ناخبره و چې په باتور ملت کې يې داسې زهر پاشلي وو چې تر هر څه وړاندې يې همغه ملت چې ورسره په څنګ کې ولاړ و، د مخامخ ودرېدو لارې يې ورته برابرې کړې وې او بایلونکى دښمن داځل په یوې بلې لارې کټونکى شو.

غازي امان الله خان د هغه خاورې او هغه قوم لپاره چې جنګېدلی و، د همغې خاورې او همغه قوم د پاشل کېدو او د وینې توېدو د مخنیوي لپاره دا ښه وګڼله چې خپله پادشاهي او خپل وطن څخه د تل لپاره لاړ شي.

خپلې ټولې هېلې او د وطن د ابادۍ خوبونه يې په داسې ډول له ځان سره یووړل چې د مرګ تر وخته یې بیا ژوند کولو ته پرېنښود.

هغه ونه غوښتل هغه افغانان چې د انګرېز په مقابل کې په مېړانې او زړورتیا درېدلي وو، اوس د یو بل په مقابل کې د پردیو غوښتنو لپاره ودرېږي او پرې یې نښودل هغه توري چې لا یې د دوښمن وینې نه وې وچې کړې د افغانانو په وینو سرې شي.

وی نه غوښتل چې زرګونه ماشومان بې سرپرسته شي، زرګونه مېندې د ګدايۍ پر ټغر کېني، ميلیونونه افغانان ګډوال شي، په زرهاوو ماشومان د لوږې او تندې له لاسه مړه شي او له پت، عزت او وقار څخه ډکې پېغلې بې پته او بې عزته شي.

د خپل ځان د تسکين لپاره يې د وطن څو موټي خاوره له ځان سره واخېسته او د تل لپاره لاړ، بيا همغې خاورې ته د تللو لپاره يې د وطن خاوره وټاکله او افغانانو ته يې يوازې بې روحه جسد راوړل شو.
روح يې ښاد ياد يې تل پاتې!

1 COMMENT

  1. د افغان ملت د ترقی او پر مخ تګ تګۍ غازی امان الله خان شاو خواته د روسانو پلویانو وجود درلود او دده سقوط سبب هم همدا روسی مزدوران وو او د افغان ملت همدرده غازی نادرخان د ولس په ملاتړ قادر شو چی انګلیس د افغانستان خاوری څخه په تیښته کړی داچی غازی نادرخان د غازی امان الله خان سره ډیر نږدی وو نو هغه ته ثابته وه چی د غازی امان الله خان سقوط کښی روسی پلویانو اساسی رول درلود له همدی کبله غازی نادرخان دا ټول پیژندل شوی اشخاص سره د ننګرهار پیژندل شوی زمانی او دده شاوخوا کسان له مینځه یووړل !

    حتی اوس علنی کمونیستانو او نورو منافقو اشخاصوتخریبی پرپړی شروع کړی دی په واقعیت کښی د افغان ملت قربانی باندی او د غازی نادرخان افغانی غیرت سره د افغانستان خاوری ازادی د شیطان انګلیس څخه تر لاسه کړۍ شوه او دا د تاریخ جعلکاران که هر څومره ددرواغو پرپړی خپوری هم کړی بیا هم په خپل کثیف هدف کښی ناکام دی !!! همدارنګه که د افغان ملت تاریخ جعلکاران هر څومره د غازی نادرخان د انګلیس مزدور بغاری ( بغاری د غلامو قاتلو قدیانیو طالبانو اصطلاح دی ) هم ووهی بیا هم دا منافقین د غازی نادرخان شجاعت او مردانګی نشی تر پښو لاندی کولای او د غازی نادرخان شجاعت افغان ولس ته کاملآ څرګند دی چی د شیطان انګلیس شړلو کښی مهم رول درلود ، ای دافغان تاریخ جعلکارانو دا کله ممکن کیدای شی چی د شیطان انګلیس شخص د افغان ولس سره مټ په مټ د خپل بادار ؟ په مقابل کښی د ولس سره د شیطان انګلیس پر ضد راپورته شی ؟؟؟؟ تاسی اندکترینه شرم او حیا نلرۍ او تعجب دی چی افغان جرمن ویب سایت د افغان تاریخ جعلکارانو ته داسی تخریبی موقع ورکوی !!!!!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب