موږ (د آرین پښت) هیڅکله په ځان نوم نه دی ایښی؛ دا نور دي چې د دغه پښت میړانې ته ګوته په غاښ او بیا یې ورته « آپه ګان » ستر میړني ولس نوم ورکړی او بیا د عربو او عجمو په خوله دغو افغانانو د خپل افغانیت ثبوت په ریښتیا هم ورکړی!
په ۱۸۳۹م. کې سره له دې چې د هندوستان (د سرو مرغۍ ) د انګریز په ولکه کی وه، خو د آسیا په زړه کې لا د آزادۍ او بهادرۍ وینه په جوش وه او انګریز په دې پوهېد چې دغه زړه ټولې آسیا او په تېره هندوستان ته د آزادي ژوند وربخښي. دوی ته په دې هکله د افغان- انګلیس د لومړۍ جګړې ناکام یرغل هم د عبرت درس و، نو په دې کال یې په بربنډه توګه زموږ پر وطن یو ځل بیا د بلوسېدو هڅی پيل کړی. دوی تر ۱۸۴۱م. پورې په راز راز پلمو غوښتل زموږ باتور ولس ښکېل کړي. په پای کې؛ سره له دې چې انګریزانو افغانی ملی مشران، دولتی مخورین او لارښوونکي په هر لوري خواره واره کړل، مګر ولس په خپل نوښت د تاریخ په سلګونو ګُمنامه قهرمانان او سپاهیان مخته کړل او د انګریز د ایستلو هوډ یې ترسره کړ.
***
… تیر منی و، د لوړو چنارونو پاڼې ژیړې اوښتی وې، لکه د بنګالي پیغلو په شان چی د ګډا ژيړ اتلسونه یې اغوستي وي او نرۍ نرۍ وږمې یوه شیبه په کرار نه پریښودې. لکه د هر مني په شان د کابل د سین اوبه خړې اوښتی وې. لکه چی د سین غاړو ( د موج خیزی ) موسم ته تیاري نیوله؟!
د سین دوو خواوو ته د ذولفقار کلا، ظریف خان کلا، چنداول، باغ قاضی، تخته پُل … په خپلو لوړو برجونو، تیرکش لرونکو دیوالونو او سنج لرونکو بلیو سره د تاریخ د عظمت او د خواجه صفا د ابهت د نښې په توګه په خپل زړه کې پټ توپان درلود.
د ماښام لړه په خورېدو وه چی عبدالله خان اڅکزی، امین الله خان نایب لوګري، امام بِردی ازبک او دوست محمد غلجائی د باغ نواب سیمې کې د نورو ملی او ولسی مشرانو د راټولیدو په تمه ناست وو. له نږدې جومات څخه د « الله اکبر» او ورپسی لږ څه هاخوا د څو کسو دګامونو غږ د دوی خبرې و وشلولې. دوی سمدستي د لمانځه په نیت پاڅېدل. دغه څو نوي کسان چې راورسیدل؛ دوی آغا حسین قزلباش، عبدالعزیز سلیمانخیل او میر آفتاب عاشقانی عارفانی وو. دوی په څو صفونو کې اقامت وکړ او د لمانځه څخه وروسته یې د الله (جل جلاله) دربار ته د سولې او پر انګریز باندې د بري د دُعا لاسونه اوچت کړل.
د شپی په پخیدو سره څه د پاسه اویا تنه د مبارزینو او ننګیالیو مشران را ټول او له انګریز څخه د هیواد د پاکې خاورې د آزادۍ نقشه یې جوړه کړی وه. د دوی لومړنی کار دا و چې انګلیس مکناټن ته یې ګواښلیک وسپاره، همدا و چی په دوه- درې ورځو کې د ښار هټی وتړل شوی، د پُلخشتی جومات کې د غزا اعلان وشو، ټولو ښاریانو د پرنګیانو د شړلو ملا وتړله. د ژمي لومړۍ واوره لکه د پاغوندو د پنډوسکو په شان ورو ورو د ځمکې پر مخ خپل سپین څادر غوړاوه چې انګریزی لښکر په بالا حصار کې د ویرې یخنۍ نیولی و. ننګیالیو په لږو ورځو کې یو بشپړ ولسي لښکر جوړ کړ. په بالا حصار کې د پرتو پرنګي جنرالانو واڼې وتښتېدې. لوی پرنګی مکناټن په منډه له بالا حصار څخه شیر پور ته وتښتېد، هلته خپلې لویې چوڼۍ ته ورغی، کله چې ننګیالي په دې وپوهیدل چی انګریزان د مقاومت نیت لري، نو پر هغوی یې ناتار پیل کړ. جنرال چارلس او جنرال برنس ووژل شول، دجنرال کمپیل د لښکر اوه سوه تنه په یوه ورځ کې له منځه ولاړل او په خپله کمپیل ژوندی ونیول شو او له نیول کیدو سره سم یې د اسلام کلمه پر ژبه جاری کړه، بریګیډ یرشلتن هم د تېښتې لار غوره کړله …
میړنیو ننګیالیو د دښمن د ناموس د بچ پاتې کېدو لپاره هغوی ته خبر داری ورکړ چې خپل ماشومان او تور سرې په امن او امان له بالا حصار څخه وباسي.
د افغانانو دغه حرکت انګریزان او دهغوی تور سرې هک پک کړل. هغوی او د هغوی تور سرو چی پخوا هم د افغانانو د ناموسداري، همت او میړانې خبرونه اوریدلي وو، اوس یقینی شول چې دغه باتور قوم په خپلو خصلتونو کې د دنیا ممتاز قوم دی. هغوی پوهېدل چې افغانان د ترُحم او زغم لرونکي خلک دي. مګر که زور ورسره وچلول شي، نو بیا ځمکه په دښمن سور اور ګرځوي! او دې خبرې میرمن سیل د چورتونو په دریاب لاهو کړی وه …
د میرمن سیل د سترګو تنابونه له بالا حصار څخه تر شیواکیو، زنده بانانو او بینیحصار پورې غځیدلی وو او په دې کې به یې کله کله د ننګیالیو د ( الله اکبر) غږونه تر غوږ شول. سیل که څه هم انګریزه وه او د خپل پوځ د تیري او بې شمیره ظلمونو شاهده وه، مګر بیا هم یو داسې اثر پرې غورځیدلی وو چې هکه پکه پاتې وه. د هغې سترګې د ساپیو د غرونو پر څوکو، شاخ برمته او شیر دروازه پریوتې وې او د افغان ملت برَم او شوکت ورته همداسې هسک برېښـېد. درې ورځې وروسته بالا حصار ته خبر راغی چې د انګریزانو قشلې په سیاه سنګ کې ماته خوړلې ده. په همدې مازیګر انګریزي جنرالان خبر شول چې افغانانو قندهار او غزنی کې هم انګلیسیانو ته خبر داری ورکړی، چی د دوی پاکه خاوره پریږدي او د افغانانو آزادي او استقلال په رسمیت و پیژني. مکناټن ته بله لار پاتی نه شوه دا یې ومنله چی ننګیالیو سره خبرو ته حاضر شي.
د ۱۸۴۱م. کال د دسمبر په درویشتمه ورځ چې د کابل پر غرونو د واورې سپینه بړستن خوره وه، د پرنګي لوی لښکر دهغو له سوونو توپونو او وسلو سره په سره تبۍ ناست و. تر دې وخته پورې انګریزانو توده جګړه کې څوڅو ځله ماتې خوړلې وه، خو یواځې د سیاسی نیرنګونو او پستو خبرو په زور یې لا پښـې په کابل کې ټینګې کړی وې. د ننګیالیو مشران د محمد اکبر خان په لارښوونه له مکناټن سره د لیدلو په خاطر په بی بی مهرو کې د هغود چوڼیو پر لور وخوځیدل. له مکناټن سره د هغوی خبرې د اوسنۍ اماني لیسې او راډیو- تلویزیون تر منځ سیمه کې وشوې. انګریزانو په ښکاره یو څه ویل، مګر په پټه یې غوښتل چې د پنجاب څخه دوی ته نوی مرستندوی لښکر راورسیږي او یو ځل بیا د افغانی ننګیالیو د توري په وړاندې خپل توپونه او زغرې و آزمایي. انګریزانو د ځنډ او خنډ په مقصد راز راز پلمې لټولې. د دسمبر په څوارلسمه نیټه یې افغانی مشرانو ته ویلی وو چې موږ غواړو زموږ نهه زریز ایسار شوی لښکر او دانګریزي جنرالانو کورنۍ له بالا حصار څخه بي بي مهرو ته ولاړ شي. میړنیو مشرانو د هغوی دغه نتواتې ومنله. سردار سلطان احمد خان ته دنده وسپارل شوه چی دغه لښکر او په هغو کې انګریزۍ تور سرې د کابل د ننګیالیو د تورو له ګوزار څخه په امن – امان تر بی بی مهرو ورسوي، خو کله چې افغانان د انګلیس په دغو حیلو او نیرنګونو و پوهېدل، نو له پنجاب څخه د نوي لښکر تر را رسېدو او د دوباره صف آرایي تر مخه یې هغوی د تورې په زور له وطن څخه ایستلو ته اړ کړل. د ۱۸۴۲ د جنوری په شپږمه ټول هیواد کې د آزادۍ غوښتونکو قیامونو د انګلیسانو اوولس نیم زره کسیز لښکر او په سلګونو درانه توپونه او ټوپک اړ کړل چې کابل پریږدي.
وروسته بیا میکنزي او لارنس ولیکل: «میړنیو افغانانو د انګلیس تور سرې او بوډاګان په پت او درنښت وساتل …» او کومه ماشومه نجلۍ چې د خورد کابل په لاره کې د انګریزانو له کورنیو څخه پاتی شوې وه، هغه مبارزینو د نواب محمد زمان خان کور ته وسپارله. نواب صاحب هغه د خپلې لور په شان وساتله او بیرته یې انګلیسانو ته ورستنه کړه.
په دې توګه ریښتینو او میړنیو افغانانو تل د خپل « آپه ګانیت » ثبوت ورکړی، نورو منلی، اعتراف یې پرې کړی او د ویاړ نومونه یې پرې ایښي دي. دجنرال میکنزی او لارنس د لیکلي تاریخ یوه کیسه په همدغو ټکیو لیکل شوی ده.
د ګران او مشر ورور پوهاند صاحب دودیال پورت لیکنه د هغوی نورو ټولو لیکنو غوندی یوه ګټوره او خوندوره لیکنه ده.
د ځینو قومونو ځینی عالی او لوړ خصوصیات ډیر ځانګړی او د پاملرنی او ستائنی وړ او همدارنګه رنګین او خواږه خاطرات ګڼل کیږی.
پښتون قوم د جګړی په ډګر کی همیشه انسانی او پیغمبری اصول مراعات کړی دی.
دا چی لوی احمد شاه بابا ځان او افغان ته لویه او ستره نړی په میراث پریښوده احتمالاً لامل او عامل به ئی د نادر افشار د یتیمی کورنی پالنه او درناوی او ملاتړ وی.
په هره توګه ؛ پښتون قام د خلګو خبره ” نظر ” سو. وړمه ورځ ئی د پرنګی ښځینه او ماشومانو ته زیان رسول ځانته عار او ننګ ګاڼه خو پرون او نن ئی د خپل وطن سپینی سیاسری او ژیړ ماشومان پخپلو بیرحمو منګولو ځپلی او د تورتم او بیسوادی او لوږی او مُفلسی او ناروغی د سونمای څپو ته ئی سپارلی دی.
سلام پوهاند صاحب:
دکابل ولایت مسئو لین ددې سیمې دمالداری ، زراعت یاکرهڼه اود تاریخی اهمیت به خاطر دوړوکو پروژو جوړیدل له ياد ه ونه باسی
ستا لیکنه ډیره به زړه پورې ده
وروسته بیا میکنزي او لارنس ولیکل: «میړنیو افغانانو د انګلیس تور سرې او بوډاګان په پت او درنښت وساتل …» او کومه ماشومه نجلۍ چې د خورد کابل په لاره کې د انګریزانو له کورنیو څخه پاتی شوې وه، هغه مبارزینو د نواب محمد زمان خان کور ته وسپارله. نواب صاحب هغه د خپلې لور په شان وساتله او بیرته یې انګلیسانو ته ورستنه کړه.
اما:
خورد کابل نه بلکې خاکجبار ولسوالی او دتیزین په سیمه یاکلی کې دغه نجلی پاتې شوې وه دخاکجبار ولسوالی دکابل ولایت په جنوب شرق کې موقعیت لری له بتخاک چې تیرشی ښی لاس کې دره راخی بیا ددرې اخرکې بندغازی [ امان الله خان]پروت دی چې دوچکالی له امله یې اوبه کمې شوی خودبرق دتولید ظرفیت لری. اود تفریح پراخ ځایونه لری دغه سیمه تقریبا دپغمان دولسوالی آب وهوالری .له بده مرغه
دلته پخوانیو حکومتونو ډېره ناځوانی کړې مثلا ظاهرخان ښکار ته راتلو خو د سیمې په آبادی کې هیڅ علاقه نه ده ښودلې برق نه لری او دترانسبورتی لارو و کتنخی او عمرانی برخو کار ونو یې داندېښنې وړ دی دې سیمه کې ستر قومونه او ولسونه شته دانګریز مکناتن کیسه همدلته شوې کلی: چکړی،ملنګ ،کوز ملنګ، دلیونۍ کلا، زندان، عبدالله خیل ، کروخیل ، تیزین ، ملک خیل ،خوردکابل ، کوز تغر،ولی خیل پتوکلا ، بر تغر، ببر، خروټی ، باغګی، چاروازي، غزګی یا میاګان پراته دی ، دګلدرې لرغونه سیمه پر ببرو ور خلاصه ده کافرکلا ولسوالی ته ۵۰۰ متری کې موقعیت لری . چکزی مختلط دری خبرط کوی خورد کابل پشوخبرې کوی خو تاجیک دی.دغه منار چکر له کابل ښکاری
سلامونه،
پوهاند صاحب دودیال ته د تل په شان ، دارزښتمنو او په زړه پورې لیکنو لپاره درناوی او مڼنه
کله چې زه له ۱۹۷۵ تر ۱۹۸۰ په استانبول کې زده کړیالی وم ؛ او په ۱۹۷۸ کې د ثور انقلاب وشه، نو د ترکيې ډیرئ اخبارونو د ( افه-کان ،او یا افه ګان = Efekan,Efegan ) *کلمات لیکل خو دا ېې ورسره نه لیکل چې دا څوک مخاطب دي یا ….علت هم دا و چې ترکیه د ناټو غړې او د شوروي سوسیالیستي اتحاد جمهوریتونو او انقلاب سره چندان جوړه نه وه ،بل دا چې د سردار داود خان نه هم چندان خوشاله نه ښکاریدل؛ په هر ترتیب ؛ افغان/ پښتون ولس تل د خپلواکۍ جګړې ګټلي خو متاسفانه دمیز او قلم په سر ې بایللي!!!
لکه د ګندمک؛ډیورڼډ او …؛ افسوس چې هماغه دغازي م.اکبر خان مینه د آخرني اشغالګرو له خوا په شېرچور بدل سو!!!
*افه یا افندي ، صاحب یا ښاغلي ته وایی = Efe , Efendi
او کان ،وینې ته = Kan
مانا دا چې وینه ې ښاغلې ده!!
ما سوچ وکړ ښايي ابه ګان او افه کان یوه ریښه ولرلی شي
په درنښت
د افه ګانستان د خپلواکۍ ۱۰۴. کلیزه دې ولس، غازیانوشهیدانو ارواههو او هغو ته چې ځانونه اصيل افغانان ګڼي مبارکه وي.
ډېرو درنو، معززو، مهربانه او ښاغلو وروڼو جناب غلام حضرت صاحب، ع. شریف زادصاحب او ح. زړور ساپی صاحب، السلام علیکم !
تر هرڅه دمخه ستاسو روغتیا او خوشحالی غواړم. ډیره مننه چی زما ناچیززه لیکنه مو لوستی او هغه مو ستایلی ده. جناب شریف زادصاحب ته عرض وکړم، تاریخی آثارو او په خپله د مکنزی اثارو کی د (خوردکابل لار) لیکلی شوی، شاید دوی دخورد کابل، خاک جبار او بیا تر تیزین پوری د ټولو کلیو له نومونو سره آشنا نه و، خو خورد کابل ورته آسانه و. په هرتریتب ددغو ټولو کلیو ویاړ شریک دی، داځکه چې د غازیانو ولسی لښکر واحد او یو صف او ملی ارمان یې شریک و.
ساپی صاحب ته عرض وکړم: ستاسو فرموده بالکل سمه ده. آپه ګان وروسته عربانو معرب(افغان) کړ او ترکانو هم دهغو په بڼه لیکلی. قاموسنه وایی: آپه =آبا یعنی لوی ، مشر . آپه ګان یعنی ستر او لوی ټبر. بیا هم مننه او درناوی. ستاسو له لیکنو څخه می معلومات نور هم پوره شول. دتیزین دخلکو د اتلولی یوه بله کیسه مې تر کار لاندی ده، ډیر ژ به همدې تاند کې خپره شي. کیدای شی مخکی تر نشر یی یو ځل د شریف زاد صاجب حضور ته وړاندې کړم. البته دا کیسه می تقریباًپنځه څلویښت کاله مخکی له یو بوډا کوچی څخه اوریدلی وه چې د بګرامیو له سیمی به یی ښار ته پوڅه او خیدک راوړل . ډیر یومیړنی او باتور سړی و. ځینی وخت به یی په دری – څلورو اوښانو باندی غرنی بوټی او وچ لرګی د دروازه لاهوری نانوایی ګانو ته راوړل
رسول الله صلی الله علیه و سلم فرمایی
من لم یرحم صغیرنا و لم یوقر کبیرنا فلیس منا
صدق رسول الله صلی الله علیه و سلم ۰
د دری واړو درنو وروڼو له تقدیر او تعظیم نه په مڼنی سره دا زیاتوم چي په وړو شفقت او د مشرانو
تعظیم او عزت دا د رسول الله ص د اُمت یوه اهمه مشخصه ده ؛ ریښتونی اُمتیان باید له همدی
آدرسه دا اخلاق او مشخصه باید خپله کړی بالاخص هغه چي ځان ورثه الانبیاء بولی ؛ د مومنانو ښه
زیور اخلاق دی ، پوچه خوله ، کوتک او بی ځایه حملی ،خارجی ناروا واردت دی چي جاهلان یی د دین
په لباس کی ترسره کوی۰
محترم دودیال صاحب ـ الله متعال مو له ټولو صادقو اُمتیانو سره معزز او سر لوړی لره ، تل غواړم د
تاسی وروڼو دِ لیکنو او تبصرو تر څنګ خپل ضعیف قلم وکاروم خو اکثراََ صحت یاری نکوی ۰
په درنښت او الله مو مل شه زما مظلوم ملته ۰