Homeخبرونهمنظور پښتین په اسلام اباد کې؛ یا پښتنو ته د ژوند حق...

منظور پښتین په اسلام اباد کې؛ یا پښتنو ته د ژوند حق او یا ازادي اخلم

تاند: (شنبه، د زمري ۲۸ مه )  د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین پرون په اسلام اباد کې د دغه غورځنګ په یوه لویه غونډه کې د پاکستان پوځ او نورو مقتدرو ادرسونو ته توندې کنایوي خبرې وکړې.

نوموړي د پښتنو د حقونو تلف کیدو ته په اشارې ګواښ وکړ، چې یا به پښتنو ته د ژوند حق او یا ازادي اخلي.

ښاغلي پښتین یو ځل بیا د پاکستان پوځ په پښتونخوا او بلوچستان کې د دغو سیمو د فعالانو په نادرکه کیدو او مرموزو وژنو کې په لاس لرلو تورن کړ او ویې ویل، چې د دغه هېواد پوځ د ډالري جګړو د سرته رسولو لپاره په دغو سیمو کې ظلمونه زیات کړي.

د پاکستان پوځ مخکې د ښاغلي پښتین تورونه رد کړي وو.

د یادې غونډې پر مهال، د پخوا په شان د پاکستان رسنیو د پوځ او حکومت په فشار د پښتون ژغورنې غورځنګ د مشرانو خبرې خپرې نه کړې، خو د ټولنیزو رسنیو له لارې یې په پراخه کچه انعکاس او هرکلی وشو.

3 COMMENTS

  1. منظور پښتون نه شي کولی د پنجابي راجا جرنیلانو د ګټو په مقابل کې و دریږي، هسې چغې به وهي خو په حقیقت کې پرون منظور د پوځ له لوړ رتبه جنرالانو سره ناست دی او په خوشګوار محیط کې ورسره مشورې کوي، اوسمهال یوازې بلوچ ازادي غوښتونکي غورځنګونه دي چې د پنجابي جرنیلانو ګټې چیلنجوي. منظور هسې شعارونه ورکوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...