جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهعبیدي: یوازې په شپږو ولایتونو کې افغان خبریالانې د فعالیت اجازه لري

عبیدي: یوازې په شپږو ولایتونو کې افغان خبریالانې د فعالیت اجازه لري

تاند: (شنبه، د زمري ۲۸ مه )  د افغانستان د خبریالانو د ملاتړ سازمان مشر حامد عبیدي وایي، چې طالبانو د افغانستان په یو ویشت ولایتونو کې ښځینه خبریالانې له فعالیته محرومې کړي او یوازې په ۶ ولایتونو کې دغه خبریالانې فعالیت لري.

د دې سازمان د معلوماتو له مخې، د اوس لپاره په افغانستان کې یوازې دوه سوه څلور اتیا خبریالانې له رسنیو سره کار کوي.

 سرچینه زیاتوي، چې د امنیتي ګواښونو او اقتصادي ستونزو له امله په کابل او ولایتونو کې نژدې نهه سوه خبریالانې بیکاره شوې دي.

په دې راپور کې وړاندې راغلې دي چې په دوه زره دوه ویشتم کال کې له ښځینه خبریالانو سره د تاوتریخوالي پنځه ویشت پيښې ثبت شوې دي، چې په دې کې نیول، وهل، ستغي سپورې ویل او نورې غیرقانوني کړنې شاملې دي.

د افغانستان د ازادو خبریالانو ټولنې هم په خپلې تازه سروې کې ویلي دي چې د تیرو دوو کلونو په ترڅ کې د اقتصادي ستونزو له امله د شپږ سوه رسنیو له ډلې دوه سوه دیارلس رسنۍ بندې شوې دي.

د دې ټولنې په وینا د اوس لپاره لس خبریالان له طالبانو سره زنداني دي او په ټوله کې د دوو کلونو په ترڅ کې له خبریالانو سره دوه سوه څوارلس ځله د خشونت پیښې ثبت شوې دي.

د راپورونو له مخې د طالبانو تر واکمنۍ مخکې تر یوزر څلور سوه ډیرو ښځینه خبریالانو په افغانستان کې له رسنیو سره کار کاوه.

 طالبانو د دغو معلوماتو په اړه څه نه دي ویلي، خو ویاندویان یې معمولاً د اسلامي شریعت په چوکاټ کې د بیان ازادۍ د ملاتړ ډاډ ورکوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب