لومړۍ برخه
بابر:
که د بابر د بخت ستوری د افغانستان د هسکو غرونو په تړو، د روا وبا نډوکی نه وی راختلی، نو دی به هم د امیر تیمور ګورګاني تر واکمنۍ وروسته د هغو نوم واکو واکمنو په نوم لړ کې وی، چې کله به د سیمه ییزو واکمنو په څېر سمرقند کې سر راپورته کړ او کله هم د ماورالنهر په نورو سیمو کې لومړی دی هم په افغانستان کې د یوه سیمه ییز واکمن په څېر راڅرګند شو او بیا یې ورورو له ستونزو سره سره خپل واک او ځواک ته پراختیا ورکړه او ان تر هند پورې ورسید. دی چې له فرغاني را واووښت او د افغانستان خاوره یې د خپل واک لپاره غوره وګڼله یو ستر لامل یې په افغانستان کې د کمزورو سیمه ییزو حکومتونو شتون وه.
فرغانه مو ځکه یاده کړه، چې دی پخپله وایي: «د ۸۹۹ ه کال د روژې د میاشتې پنځمه نېټه وه او دغه مهال زما عمر دولس (۱۲) کاله وو، چې د فرغانې د هېواد په تخت کیناستم….»[1]
دده له څرګندونو نه ښکاري چې دی ښايی په ۸۸۷ ه (۱۴۸۱ ز) کال کې زیږیدلی وي او دده شجره د مور او پلار له خوا چنګیز او تیمور ته رسیږي، چې د پلار له خوا پر پنځم نسل کې ګوډ تیمور او د مور له خوا په دیارلسم (۱۳) نسل کې (ځنې ۱۲ نسل ښېي) د چنګیز د دویم زوې چغتای له لاری چنګیز خان ته ځان رسوي. دده پلار میرزا شیخ عمر نومېده او نیکه یې د هرات پخوانی سلطان ابو سعید ګورګاني وو.
ده د خپل واک د پراختیا لپاره لومړی برید پخپل تره سلطان احمد وکړ او سمرقند یې ترې لاندې کړ او خپل ورور جهانګیر ته یې هم ماته ورکړه او اندیجان یې تر خپلې ولکې لاندې راووست. بابر په ۱۵۰۲ ز کال د ازبکانو مشر محمد شیباني خان، چې په سمرقند کې د یوه نوي حکومت بنسټ ایښی وه له ماتې سره مخ کړ، خو یو کال وروسته محمد شیباني ورته بیرته ماته ورکړه،سره د دې چې ماما یې سلطان محمود ورسره مرسته وکړه او په اندیجان یې یرغل وکړ، ولې نه یوازې بابر ماته وخوړه، بلکې زخمي شو او په ۱۵۰۳ ز (۹۰۹ ه) کال د ترمز له لارې افغانستان ته راغی او تاشکند د شیبانی په ولکه کې پرېووت. بابر په داسې مهال افغانستان ته راغی، چې د هېواد په بیلابیلو برخو کې سیمه ییزو حکومتونو واک چلوه، چې څو بېلګې داسې دي:
۱ـ له سلطان حسین بایقرا نه وروسته هرات مخ په ځوړه روان وو، بابر د بامیانو له لارې په ۱۵۰۶ کال هرات وخوځېد، غوښتل یې د ګورګاني واکمنو بدیع الزمان او مظفر حسین پر مټ چې د ازبکانو مشر محمد شیبانی خان ته یې مرغاب او دته څېرمه مورچلې نیولې وې، په ګډه له مینځه یوسي، خو د سخت ژمي له کبله بېرته راستون شو.
۲- په دغه وخت کې زابلستان او د کندهار شاوخوا سیمې د «ارغونیانو» په وکله کې وي. بابر دغو سیمه ییزو واکمنو ته ماته ورکړه او کندهار یې خپل ورور جهانګیر ته وسپاره. دغه ارغونیان د میر حسین د زوی ذوالنون ارغون اولاده وه.
۳- بابر له هغه ځایه بیرته کابل ته راغی او د دغی سیمې واکمن «جان میرزا» یې کندهار ته واستوه، کابل، میدان وردګ او غزني یې له سیمه ییزو واکمنو ولکه کړل.
بابر چې په لومړی وار کابل ته ورسېد د کابل والي د میرزا الغ بیګ وړوکی زوې عبد الرزاق میرزا وو، چې د یو شمېر مشرانو له خوا ووژل شو.
۴- هغه مهال چې لومړی ځل بابر کندوز ته ورسېد، د هغې سیمې واک، د تخارستان د سیمه ییز حکمران خسرو شاه په لاس کې وه او په کندوز کې «بابر ته» دروند هرکلی ووایه.
بابر په ډېرې بېشرمی د هغه پروړاندې پوځي کودتا وکړه، خسرو شاه میمنې ته وتښتېد او بدیع الزمان ته یې پناه یووړه.
بابر خپل ځان پیاوړی کړ او د خسرو اته زره (۸) ځواکونه یې د خپل لښکر په لیکو کې ځاې پر ځاې کړل له هندوکش نه راواووښت او تر کابل پورې ټولې سیمې ونیولې.
بابر د خپل واک په همدې لنډه موده کې خسرو شاه، محمد مقیم، عبد الرزاق، جان میرزا، شاه بیګ او یو شمېء نورو لولو او وړو سیمه ییزه واکمنو ته یو د بل پسې ماته ورکړه، ولې بیا هم د کندهار ستونزه پایته ونه رسېده، څکه چې محمد شیباني په کندهار برید وکړ، لکه څرنګه چې ناصر میرزا کابل تښتېدلی وه، دارنګه نوموړی هم له زمینداور نه هرات ته ستون شو او کندهار یو ځل بیا د «ارغونیانو» په ولکه کې پرېووت.
ارغونیان په اصل کې د بابر د نیکه ایو سعید ګورګاني نوکران ول، چط شاه حسین بایقرا ورته د غور، غرجستان او زمینداور چارې سپارلې وي.
د دې له پاره چې بدیع الزمان د خپل پلار پر وړاندې په دغو سیمو کې واک ټینګ کړي نو د امیر ارغون له لور سره یې واده وکړ.
ارغونیانو سره د هغې چې د ټبر له مخې له کومې سلطنتي کورنۍ سره تړاو نه درلوده، ولې بیا هم د خپلې هوښیارۍ له مخې، له سیستانه راواخله تر کندهاره او ان تر شال او بولان پورې سیمې لاندې کړې.
ارغون سره د هغې چې د هرات په جګړه کې (۹۱۳ه-۱۵۰۷ ز) د شیباني خان د ځواکونو له خوا ووژل شو، خو زامنو یې (شابیګ او محمد مقیم) بیا هم په لوې کندهار واک چلوه.
۵- بابر چې له هندوکش نه کابل ته راواووښت، لکه څرنګه چې میرزا عبد الرزاق د محمد مقیم ارغون له وېرې لغمان ته تښتېدلی وه دارنګه ارغون د بابر له وېرې کابل نه کندهار ته ستون شو او بابر په ۱۵۰۴ ز کال (۹۱۰ ه) کابل لاندې کړ.
بابر پخپله د دې کیسې پخلی د «۹۱۰ ه کال پېښې» تر سرلیک لاندې داسې کړیدی:
«زما د عمر دروېشم کال شروع شوی و، چې ما د لومړي ځل لپاره ږیره وخرېيله……زما او د جهانګیر میرزا تر مینځ د پاچاهۍ په سر نښتې شوي دي…….خو هغه زما لمن کې پناه اخستی وه…….د ربیع الاول د میاشتې پنځلسمه (۱۵) نېټه وه د اندراب له سیند څخه تېر شوم…..او خسرو شاه زما حضور ته راغی……او ۳۰۰۰ درې زره پوځونه یې لما سره یو ځای شوي ول……خسرو شاه د شل دېرش زره پوځيانو مشر وه…..ما خپل مشاور «طغرايي» ته امر وکړ چې خسرو شاه د مال او دولت سره د خراسان پولې ته ورسوي، د بیا زما کورنۍ له «کهمرد» څخه راولي…..زه د کابل په لور روان شوم. د حیدر تقي د باغچی او قل بایزید پکاول د مزار تر مینځ مو چاوڼۍ جوړه کړه…..د کابل واکمن مقیم ته یې استازی واستوو….مقیم د سولې د خبرو له لارې راوړاندې شو…..پریکړه وشوه چې سبا به خپل پوځ او سامان اخلي……او کابل به موږ ته سپاري.»[2]
۶- د بابر د پیاوړتیا لپاره د چا خبره د کندوز نیول او د خسرو شاه د پوځ ملاتړ،
چې د بابر د پوځ لیکې یې ځواکمنې کړې یوه اسمانی تحفه وه. د کابل نیول او د صفوی شاه اسماعیل له خوا (۹۱۶ ه) ۱۵۱۰ ز د شیباني خان وژنه یو بل ښه زېری وه. که څه هم بابر له یوه ستر پوځ سره چې شمېر یې شپيته (۶۰) زرو جنګیالیو ته رسېده، له کابل نه بلخ ته لاړ او بیا یې په ماورالنهر برید وکړ، خو کوم غوښن بری یې ترلاسه نکړ. بابر چې له ناکامه یرغل بیرته کابل ته راستون شو وې لېدل چې ماورالنهر له ګورو ته ووت او د افغانستان لویدیزې سیمې بیا د صفوی شاه اسماعیل په ولکه کې دي، نو غوره یې وګڼله چې کابل ټینګ کړي او د افغانستان جنوب ختیځې سیمې ونیسي، چې بیا له همدې لارې د هندارتې او پراخې سیمې ولکه کړي.
) ظهیر الدین بابر، بابري نظام، د سید عبد الله ژباړه لومړی مخ[1]
) همدغه اثر له ۶۲ مخ نه تر ۶۷ مخ پورې [2]