شنبه, سپتمبر 21, 2024
Home+د مځکې هسته له سرو زرو ډکه ده

د مځکې هسته له سرو زرو ډکه ده

تاند – که د مځکې پر مخ یا بهرني قشر کې د سرو زرو اونورو قیمتي فلزونو اندازه هومره وای چې تر مځکې لاندې، د مځکې په هسته کې دي، پر دغو فلزونو به مو هیڅکله د قیمتي فلز نوم نه و ایښی.

همدا اوس چې تاسو دا کرښې لولئ، تاسو د سرو زرو پر یوه کان ناست یا ولاړ یاست.

د څېړنو پر اساس، د مځکې په هسته کې دومره سره زر شته چې ټوله کُره نیم متر ډبله پرې پوښلی شو.

ښايي دا پوښتنه درته پیدا شي چې نو بیا ولې سره زر دومره ګرانه او په عین حال کې کم دي؟ ځواب یې دا دی چې دا ټول سره زر د مځکې په لاندینیو قشرونو یا هسته کې دي چې څوک ځان نه شي وررسولی.

خو څنګه پوهیږو چې په هسته کې دومره سره زر شته؟

انسان د زلزلې د ټکنانونو له څپو د تېرېدو له لارې پوهیږي چې د مځکې د هستې لویه برخه له وسپنې او نیکل څخه جوړه ده. خو له دې سره نور شیان هم ګډ دي.

همداراز په هسته کې ډېره اندازه قیمتي فلزونه شته او په ۲۰۰۶ کې یو شمېر ساینسيوهانو د هغو د غلطت د اټکلولو لاره ومونده.

پروفیسر ووډ او همکارانو یې په وسپنه کې د دغو حل شویو عناصرو اندازه اټکل کړای شوه.

پروفیسر ووډ د استرالیا راډیو – تلویزیون ته وویل:«د ټولې مځکې (کُرې) د سرو زرو ۹۹ سلنه د مځکې په هسته کې ده.»

نو طبیعي ده که سره زر دومره ډیر وای ارزښت به دومره نه و چې اوس دی.

د پروفیسر ووډ څېړنې په ۲۰۰۵ او ۲۰۰۶ کلونو کې د سټارانډ پلانیټ (سیارې او مځکه) او نېچر (طبیعت) مجلو کې خپرې شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب