یکشنبه, مې 19, 2024
Home+د هاشم رضا خبرې| ژباړن: ځلاند ساپی

د هاشم رضا خبرې| ژباړن: ځلاند ساپی

دی څه موده وړاندې د معدې او کولمو په سرطان یا کینسر اخته شو او له یو نیم کال ناروغۍ ورسته داسې حالت ته ورسید او ومړ.

تر مرګ مخکې ېې ځینې خبرې په خپله ډایري کې لیکلې دي زه ېې دلته رانقلوم.

۱: کله چې هم په کوم غم او مصیبت کې ښکیل شوې ځان رب ته وسپار، ځکه ستا په کنټرول کې هیڅ هم نشته.

۲: کله چې په کوم مشکل او ستونزه کې ښکیل شوې ستا لپاره ستا د کورنۍ ښه نعم البدل نور هیڅ نشته چې ستا خیال وساتي او په دوی ټولو کې چې ستا ډېره پاملرنه کوي هغه ستا مور ده.

۳: موږ فکر کوو چې ډیر زورواکه یو او نړۍ کنټرول کولی شو خو کله چې ناروغ شې بیا درته جوتېږي چې انسان یوه محدوده هسته او تر ټولو کمزوری خلقت دی.

۴: ستا شتون او نه شتون له څو ځانګړو خلکو پرته په نورو هیڅ تاثیر نه کوي، نو تاسو کوښښ وکړئ همدغه خلک چاڼ کړئ او قدر یې وکړئ.

۵: ځینې خلک له تاسو ګټه اخلي خو په ستونزه کې مو په کار نه راځي، له داسې خلکو ځان وساتئ.

۶: له محدودو خو نایابه خلکو سره ملګرتیا وکړئ.

۷: موږ پوهیږو چې په ژوند کې ځینې شیان وړیا وی لکه، پارک کې قدم وهل، خندل، د سیند په غاړه مازیګری تېرول، منظم خواړه خوړل، په خوندور خوب ویده کېدل او د وړو وړو کارونو د ترسره کولو وړتیا لرل، دا په اصل کې موږ ته ډېر واړه کارونه ښکاري خو له هغوی د دې نعمت تپوس وکړئ چې له دې نعمتونو محروم دي. له کوم ړوند څخه د ستروګو د قدر تپوس وکړه او یا له کوم ګوډ نه د پښو د اهمیت تپوس وکړه.

۸: د خپل مصروف تقسیم اوقات نه لږ وخت د ناروغانو د تپوس لپاره هم وباسئ، ځکه دا د ناروغ لپاره ډیره اهمیت لري او نبوي سنت هم دی.

۹: د دې خبرې تحقیق وکړئ هغه شیان چې تاسو ته نن اړین دي په واقعیت کې هم هغه همدومره اهمیت لري که نه. وايي کله چې زه ناروغ شوم ماته جوته شوه، هغه شیان چې ماته اړین و په حقیقت کې هیڅ اړین نه و.

۱۰: د ټولنیزو رسنیو ملګرتیا یوازې یو خیال او دوکه ده.

۱۱: ژوند ډېر لنډ دی او سر له اوسه ځینې اړین کارونه ترسره کړ، که د چا زړه مو ازار کړی وي له هغې بښنه وغواړئ، که له چاسره مینه کړې همدا اوس ېې په څرګنده وکړئ، شاید سبا د اظهار لپاره ته نه یې.

۱۲: له دې غلط فهمۍ راووځه چې ته نه یې نو څه به کېږي، ستا شتون یا نه شتون په ټولنه هیڅ تاثیر نه کوي. که ته یې هم دا نظام به چلېږي او که نه ېې هم همدا نظام به چلېږي او ستاسو تشه به بل څوک ډکوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب