یکشنبه, مې 5, 2024
Homeخبرونهامریکا: د بایډن له ولسمشرۍ راهیسې مو نږدې ۳۴ زرو افغانانو ته...

امریکا: د بایډن له ولسمشرۍ راهیسې مو نږدې ۳۴ زرو افغانانو ته ځانګړې ویزې ورکړي

تاند: (یکشنبه، د وږي ۵ مه ) امریکایي چارواکي وایي، چې په ۲۰۲۱ کې د جوبایډن له ولسمشر کیدو سره دغه هېواد تراوسه پورې شاوخوا ۳۴ زرو افغانانو ته ځانګړې ویزې ورکړې دي.

د افغانستان لپاره د دغه هېواد سفارت، چې په کابل کې د طالبانو د واکمن رژيم د نه په رسمیت پېژندلو له امله له قطر څخه خپلې چارې سمبالوي، په یوه بیان کې ویلي، دغه ویزه ترلاسه کوونکي هغه افغانان دي، چې مختلفو امریکایي ادارو سره یې کار کړی او ژوند یې خطر کې و.

امریکا دا ارقام په داسې مهال خپاره کړي، چې په افغانستان کې د طالبانو د غچ اخیستونکو اقداماتو له امله یې ګڼ مخکیني افغان متحدین خطر سره مخ ګڼل کیږي.

د امریکایي چارواکو په وینا، تر یو نیم لک نورو افغانانو هم ترې د ځانګړې ویزې غوښتنه کړې ده.

په امریکا کې له افغانستان څخه د ځواکونو د ناڅاپه ویستو او اوسني وضعیت د رامنځته کیدو په سر پر چارواکو توندې نیوکې روانې دي او دا موضوع د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو یوه لویه ناندرۍ ګڼل شوې.

3 COMMENTS

  1. د امریکا څخه ډیره ډیره مننه! !!!!! چی ۳۴ زره افغانانو ته ئی ویزی ور کړی دی البته په بدل کی ئی د ۳۴ میلونو افغانانو څخه د خپلو مزدورانو پواسطه افغانی پاسپورټ او افغانی هویت او ماهیت واخیست.
    د بشری تاریخ تر ټولو خوندوره منظره به دا وی چی د ټولی امریکی په هر ښار او هره کوڅه کی هالیووډی بدماشی رامنځته او هغه دری څلور سوه میلونه وسلی په کار ولویږی کومی چی نن ورځ د هر امریکائی د خوب په اُطاق کی پر دیوال ځړول سویدی ( لیری هم نه ده چی ددی وسلو ماشی به د خپل خاوند په ګوتو پسی د سخت دیغت احساس وکړی ).

  2. ویزی مه ورکوه دلته تروریستان له حاکمبت لری کړئ امریکا باید دغه کارونه کړی وای:
    ۱-ـ طالب یی باید له سړی وژنی او انتحار او انفجار منع کړی وای،
    ۲-باسواده او سیاسی طالبان یی بایددجمهوریت پولیسو، قضا، لوی څارنوالی، حج او اقافو کی ځای ورکړی وای،
    ۳:-نور عادی ملایان یی دهیواد ټولو جوماتو کی رسمی ملایان مقرر او دمعلم په اندازه معاش ورته مقرر کړی وای، یوشمیر یی چی منور و او قاتلین نه و په ښوونځیو د دنیات معلم مقرر کړی وای او نظام یی نه وای سقوط کړی بلکی نظام یی له لنډغرو پاک کړی وای نو اوس به یو افغان هم بهر ته نه ته او آن دا چی هغه تللی به هم ټول بیرته راتلل.
    موږ خارج ته نه ځو او نه د خارج شوق لرو، دلته قانونی او ولسی حکومت جوړولو کی مرسته وکړئ جمهوری نظام حاکم کړئ، نور مو خپل ژونده ته پریږدئ موږ خپل وطن خپله آبادوو چی د انګریز او پاکستان لاس لنډ شی دلته افراطیت او تحجر خود بخود اصلاح کیږی

  3. د افغان ملت تباهی او د ملی حاکمیت نشتوالۍ د خرڅ شوو او خدخواهو افغانانو له خوا رامینځ ته شوی دی او همدی تش په نامه خرڅ شوو افغانانو د افغانستان خاوری حاکمیت د هغه وخت خرس شوروی ته په لاس کښی ورکړه شوۍ او وروسته ئی غلیسی امریکا ، شیطان انګلیس او پنجابی غلام پاکستان ته او د افغان ملت دوښمنو اجنبیانو په اخیر کښی داسی تور جاهل بی سواده قاتل قدیانی تربیه او روزل شوی مضر تره مکروبونه ( قدیانی طالبان ) پر افغان ملت حکمرانان کړل چی ددی مضرو مکروبونو په واسطه افغان ملت تام بی سواده ساتل کیږی او د اطفالو او ځوانانو لپاره د مکتبونو او پوهنتونونو په عوض قدیانی مدرسی رسمی شوی او میرمنی د تعلیم او له بهرنی کارونو څخه منع او کورونو کښی ئی زندانی ساتی او له بلی خوا دا نور په هدایت تښتیدلی تربیه شوی قاتل غلامان ئی د افغان ملت دوامداره غلامی لپاره همدی مضرو اجنبیانو هم په غیږو کښی نیولی دی !!!!!
    غلیسی امریکا د شیطان انګلیس او د شیطان انګلیس چوچه پنجابی پاکستان په مرسته بی سواده ساتل شوۍ افغان ملت فریبی او غولولو لپاره دا مضر قدیانی مکروبونه د کوچنیوالی څخه روزلی او د اسلام تر شعار لاندی ئی کابل ته دوباره راوستل او دی مکروبونو د اسلام شعار لاندی افغان مسلمان ملت تر کنترول لاندی راوستۍ دی دا تربیه شوی د افغان ملت تباهی لپاره مضر مکروبونه او د حقیقی اسلام دوښمنان سره د نورو وطنفروشه روزل شوی غلامان د مضرو اجنبیانو له خوا محکم په غیږو کښی نیول شوی دی او دی ټولو بدبختیو تهداب د خودخوا لیونی داؤد خان کمونیستی کودتا په واسطه ایښودل شوۍ دی !!!!!!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب