جمعه, اپریل 26, 2024
Homeجنرال وزیريد پرمختګ لارې، چارې د ډیل کارنګي له نظره

د پرمختګ لارې، چارې د ډیل کارنګي له نظره

دولت وزیري

امریکایې لیکوال ډیل کارنګي” ١٨٨٨ – ١٩٥٥ م کلونه” د انساني پرمختګ لارې چارې د انسان په خپل زیار او ټینګ هوډ پورې تړي او وایې:

“د پرمختګ لپاره د پرمختګ هیله ډیره اړینه ده. هیله تر سره او بشپړیږي، خو په دې شرط چې په ځان باور او د هیلې د تر سره کولو لپاره ټینګ هوډ شتون ولري.”

ځينې کسان هر څه بې له زیار او زحمت غواړي، خپل وخت په بیهوده چرتونو او خیالونو تیروي. دیل کارینګي په دې هکله ټینګار کوي او لیکي:

“د پرمختګ غټ دښمن غفلت او د وخت څخه په سمه توګه او پر خپل وخت ګټه نه اخیستل دي.”

هر څه د زیار او زحمت په واسطه تر لاسه کیدای شي. دیل کار ینګی لارښوونه کوي او وایې:
“د وړتیا کموالی د انسان د وروسته والي لامل نه بلکې د زیار کموالی يې ستر لامل دی.”
د نورو څخه د مرستې په تمه کښیناستل په دې مانا دی چې وایې: اوس به بابا غوښې، ډوډۍ راوړي.
کارینګي وایې:

“له ځان سره په خپله مرسته د لویو بریاو زیری ورکوي او
چا چې زيار وګاله نو پرمختګ هم د همغه ور وټکوي.
د پرختګ وسله ستاسو په لاس کې ده، هغه وکاروئ، که وسله پڅه وي زیات زور او زیار يې د تیرې کولو اسباب جوړوي.”

ځينې کسان ټول شیان په تقدیر پورې تړي. سمه ده چې هر څه د خدای ج له پلوه دي، خو خدای ج هم انسان د کړنو په تر سره کولو کې ازاد پیدا کړي دی. که انسان د خو اراده وکړي خدای ج ور سره مرسته کوي او په بدیو کې د خدای ج رضا ور سره هډو نه شته.

دیل کارینګي هم په دې باور دي وایې:

“تقدیر له تاسو بهر نه دی، بلکې د ننه ستاسو په وجود کې دی. تاسو په زیار سره خپل تقدیر او ژوند بدلولای شئ.
ځکه يواځې په کلکو ګوزارونو د سړې اوسپنې څخه تیزه او د کار وړ چاړه جوړیدلای شي.
انساني ژوند هم د اوسپنې په څیر له مختلفو ستونزو او کړاوونو څخه په تیریدو د خپل معراج لوړې څوکې ته رسیدلای شي.

ټکرونه، کړاوونه، ګوزارونه، ازمایښتونه، زحمتونه، نیمګړتیاوي او د ژوند د څپیړو د دردونو زغمل دا ټول معراج ته د انسان د رسولو لپاره اړین دي.”

شاعر وایې:
“چې قبول يې په تندې کړه زر څټکه
د سرو لبو وصال بياموند جام ځکه
چې نکریزو ځان میده کړ په درغنې
د محبوبې دست و پا لره ورتله کا”

انسانانو ته خدای ج د کړاوونو سره د زغم توان او طاقت ورکړي دی، ځينې انسانان له دغه ستر نعمت حخه بې خبره او په خپل وخت ترې ګټه نه پورته کوي. په دې هکله دیل کارینګي وايې:

“څوک چې له دردونو او کړاوونو ډاریږي، مانا دا چې هغوی په خپل قوت او زور باور نه لري.

ځينې کسان په خپله ځانونه کمزوري او ټیټ ګڼي. خو يواځې د ټینګ هود او زغم خاوندان د علم، زيار او هڅو په مرسته له دغه حالت څخه ځان ژغورلای شي.

پایله د هغه بیت چې وایې:

“که فلک دې د زمري په خوله کې ور کا
د زمري په خوله کې مه پریږده همت”

1 COMMENT

  1. علم دوخت دضرورتونو اړتیاده
    دښځینه او مردانو دپاره
    او نجنو علمی پوهه جامعی ته دوه برابره رشد او ارتقا ورپه برخه کوی او کمبودی علمی فقر ده

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب