لیکنه: قاضي نجیب الله جامع
د اسلامي نړۍ نوموتي عالم علامه شیخ یوسف قرضاوي (رح) په اسلامي ټولنو کې فقهي مذهبونه فقهي ګوندونه بللي او سیاسي ګوندونه یې د مسلمانانو لپاره سیاسي مذهبونه بللي، د دې ترڅنګ په اسلامي ټولنو کې ګڼ فقهي، علمي او مذهبي جوړښتونه شته چې که ژور وڅارل او و څېړل شي له فقهي، علمي او مذهبي اړخه یې جوړښت ګوندیزه بڼه لري.
ولي سیاسي ګوندونه که څه هم له شکلي او تاریخي اړخه د مډرنیټې محصول بلل کیږی او تر ډیره په لویدیځو ټولنو کې د یوه مدني، ولسي او سیاسي فورم په توګه منل شوي او مثبته وده یې کړې مګر ددې ټولو سره د شکل، نوم او محتوی له اړخه د سیاسي ګوندونو هویت، فورم، ګوندې تګلارې، شکلي بڼې او په لویه کې په یوه ټولنه کې د ثبات، ګټو او اړتیا له اړخه د ګوندونوشتون له اسلام او د مسلمانانو له ارزښتونو سره ټکر نه لري.
ځکه په مسلمانو ټولنو کې سیاسي ګوندونه دوه مهم لومړیتوبونه او ګټې پالي چې یو د اسلامي لارښوونو په رڼاه کې فعالیت او دویم د مسلمانې ټولني د ثبات او خپلمنځی ترمیم په برخه کې د اسلام په سیورې کې کار او هڅې دي.
ددې ټولو ترڅنګ د ګران افغانستان د ملي ګټو او ملي ثبات اړتیاوي، نوی شرایط، د زماني نوی او مشروع واقعیتونه، د نظام د استحکام په برخه کې کار، زموږ د ملت تنوع، ټولنیزه رنګارنګۍ، د وړتیاوو او اړتیاوو جدی بدلون او تر ټولو مهمه داچې د ملي ګټو او ملي حکومت چلولو د مډرن چوکاټ او سیستم منل ددې غوښتنه کوي چې سیاسي ګوندونو ته اړتیا شته.
په یو بل لید کې داچې ګوندونه او ګوندی سیستم، جوړښت او ماهیت یي په هره ټولنه او سیاسي – فکری نظم کې متفاوت ده او دغه تفاوتونه د هغه هېواد د اساسي قانون پر بنسټ او د ملي ګټو پر ننګه او نبض ولاړ وي، نو په اسلامي ټولنو او افغانستان ته ورته هېوادونو کې هم ګوندونه زموږ د اسلامي او ملي ګټو او ګډو ارزښتونو په دریځ کې مانا پیداکوي او په یوه عام روایت کې سیاسي ګوندونه زموږ د اسلامي او ملي ګټو ساتونکي، پالونکي او له دې دریځ څخه د ملي ثبات او ګټو ملي همکاران ودې.
د واک وېش، د انحصار او استبداد پر وړاندې د سیاسي قدرت بیمه کول، د بي عدالتۍ د مخنیوی په برخه کې هڅې او په لویه کې د اساسي قانو پر بنسټ د قدرت له سوله اییز او قانون مند لیږد څار او په سیاسي قدرت کې ګډون د سیاسي ګوندونو د اړتیا او فعالیت بل هغه مهم بحث او باب ده چې د دقدرت پر سره د اوږدمهاله شخړو او جګړو مخنیوی کوي، ټول سیاسي اړخونه د ټولني په برخلیک کې شریکوی او د هر ډول سیاسي بی ثباتۍ، ملي ناخوښۍ او تطبقاتی توپیر او تقسیم مخه نیسي او د تفرق او شخړو پرځای داسي قانون مند او ټول منلي شرایط برابروي، چې په ترڅ کې یې بیلابیل ملي جهتونه او سیاسي ډلي د یوه ملت او دولت په فورم کې په یوه لاره ګډ مزل وهلو ته چمتو کوي.
د بیلګې په توګه په هغه ټولنو کې چې د سیاسی قدرت د لیږد په برخه کې یې سیاسي ګوندونه او یا ورته مشروع او ټول منلي ریفورمونه منلي، هغوي د ګڼو تفاوتونو او شخړه پارونکو توپیرونو ترڅنګ لا هم ګډ ژوند کوي لکه هند، د ملي ثبات په برخه کې یي ګڼ نږدی کوونکي قراردادونو تصویب کړي لکه مالیزیا او د فزیکی امنیت او هېوادنې اقتدار له خبرو ډیر وړاندې تللي لکه سینګاپور، اندونزیا، ترکیه، برازیل، جاپان او سویلي افریقا.
له بل اړخ ګوندونه د ملتونو او دولتونو په فورم کې د ملي ثبات محورونه، د ملي ګټو د پالني سټیجونه، د ملتونو د وحدت فکري منبرونه او د قانون مندو حکومتونو د بقا او استحکام یوازیني دریځونه دي.
په افغانستان کې که څه هم ګوندونه د لنډې او خامې پرون بي خونده کیسه لري، ولي موږ دا درک هم باید ولرو چې د هغوی اکثریت د افغان ملت له ادرسه پردی و، د افغانستان د مالکیت پر قباله او د سالمیت پر مفکوره یې باور نه درلود، د استخباراتي توطیو ویټامینونو دومره پړسولي وو چې کله یې هم د واحد او متحد افغانستان ملي سرود زم زمه نه کړل او تر نن پورې لا هم د پردیو پر زور، زر او فشار باور لري.
د افغان وطن د سیاسي بدلونونو باریکۍ او د یوه ملت او هېواد د ثبات د نورمال نبضونو پیداکول له موږ سره مرسته کوي چې د لویو ملي پروسو د ډیزاین او تصویب پرمهال د تاریخ د بد تکرار مخنیوی باید وشي، وقایوي، ژورانده او منځلارې لیدلورې باید لومړیتوب ولري، احساساتي، فردی او افراطي مزاجونو ته باید اجازه ورنه کړل شي چې د هېوادشموله بهیرونو پر وړاندې خنډ او ځنډ رامنځته کړي او د سیاسي ګوندونو، اساسي قانون، انتخاباتو او د ملت د ټولیزی ارادې د سبوتاژ او ننګولو لامل وګرزي.
ددې ټولو بنسټیزو بحثونو ترڅنګ، هغه ملي ګوندونه چې د اساسي قانون پر بنسټ تشکیل او د ملي ګټو له ادرس څخه فلتر او د یوه ملت د ارزښتونون په دریځ کې تصویب شوي وي د لاندي مهمو او عمومي ګټو لرونکې دي.
۱. له ملي او عمومي افکارو سره د نا همغږه او وېشلو جوړښتونو تړل.
۲. واکمن حکومت ته د خلکو د ستونزو رسول او د ملت او ولس ترمنځ په ګټور دریځ بدلیدل.
۳. له استبداد، اقتصادي او ادارې فساد څخه د واکمنو راګرزول او د هغوی اړ ایستل چې د قانون درناوي او لویو ملي ګټو ته غاړه کیږدي.
۴. په حکومت کې د سیاسي مشارکت له لارې د ملت سیاسي او ټولنیزی ودې ته کار کول.
۵. د سیاست د رقابتي کولو له لارې د ملت لومړیتوبونو او لیدلورو روښانه کول او د مدونو طرحو له لارې هغوي ته ځواب ورکول.
۶. د ټولو هغو جریانونو ترمنځ یوالي ته کار کول چې د هېواد او ملت د خدمت په لار کې ګډ او نږدي دریځونه لري.
۷. د هغو توندلارو او بلواکو ډلو پر ضد مدني – سیاسي مبارزه او یوالي ته کار کول چې د یوه ملت د ګډو باورونو، ګټو او ارزښتونو پرضد وي.
۸. له سیاسي اوسلیقوي اختلاف څخه پرته د ملي ګټو پر دریځ کې د واکمن نظام د استحکام او ثبات لپاره کار .
۹. د سیاسي قدرت له انحصار او له واک څخه د غیري قانوني او شخصي ګټې اخیستنې پر ضد د ملت استازیتوب او د قانون په سیوري کې مبارزه.
۱۰. له اساسي قانون څخه حراست او د پلي کولو په لار کې یې کار کول.
۱۱. پر سیاسی او ملي بهیرونو کې د ملت ګډون ته کار کول، د ولس له رواه او برحقه حقونو څخه ملاتړ کول او د ملت د اعتماد او باور پر بنسټ د سیاسي واک ترلاسه کول.
۱۲. د قدرت له عدالت محوره وېش څخه ملاتړ او پدې لار کې د ملت له مشروع او اصولي غوښتنو څخه د قانون پر بنسټ ملاتړ کول او د سوله اییزو لارو پر حکومتونو مثبت فشار راوړل.
دې ټولو ته په کتو سره ګران افغانستان دریو سیاسي او ملي ګوندونو ته بنیادي اړتیا لري، ځکه تجربو ښوودلي په هغه ټولنو کې چې سیاسي مخالفین ونه منل شي، سیاسي مخالفت ته قانوني لارې چارې خلاصي نه شي، سیاسي فضاه آزاده نشي، سیاسي مخالفتونو، انتقادونه او نیوکو ته درناوي ونه شي، د بیان ازادی محترمه ونه بلل شي په هغو ټولنو کې دولتونه له تل پاتي بی ثباتي سره مخ وي، ملي بهیرونه ماتیږی، ملت جوړونه له سبوتاژ سره مخ کیږی او په دې ډول یوه دوام داره انارشیزم او پردۍ مداخلي ته زمینه برابریږي.
پر همدې پار له افغان حکومت څخه غوښتنه کوو چې د سیاسي ګوندونو، انتخاباتو او اساسي قانون پر څیر مهمو ملي مسلو سره سلیقوي، احساساتي او بي مصلحته چلند باید ونه شي، د افغانستان لویي ګټي او د ملي ثبات تقویه کوونکو بنسټونو ته باید درناوي وشي او اجازه ورکړل شي چې د ۲۱مې پیړۍ له مشروع او منل شویو ارونو سره سم نظام سازۍ او دولت جوړونې ته کار وشي.
سلام
«واعتصمو بحبل الله جمیعا ولاتفرقو»
خو دتساهل اوتسامح اغیز مایکروسکوب کې هم نه لیدل کیږی. داباید ومنو !
زموږ ټول کارونه احساساتی، خودمنم، سرتمبه ، او یواړخیزه دی . مسلمان ځان ته وایو خو ماڼۍ اوقصرونه موله فرعون نه هم اوچت دی موږ داتحاد او یووالی، پرمختګ اوپیاوړ تیا، سوچ او درایت ، ابتکار او پوهې ارزښت او اهمیت ته هېڅ چمتو نه یو اویا یی په شنه زور اوانحصار بن بست ته بیایو. ولس مشر مو تښتی دریم کلی کې دملی یوالی خبرې کوی.
په سیاسی علومو کې محترم جامع صاحب وایی:
دولت اوټولنه:
تول هېوادونه اونظامونه ګوندونه لری ځکه یوه ټولنه که [مسلمانه/غیرمسلمانه] ګوندونو ته ضرورت لری. ګوند دکان نه دی، انحصاری دله اوټبله نه ده د ملت طبقاتی غوښتنې په سیاسی هلوځلو کې بشبړې کوی مارکسیزم اویا امبریالیزم یابل کوم افتی ایزم نه دی. اسلامی جهان بینی کې چې په منځلاریتوب باندې تاکید کوی ستا دمقالی عنوان با ید سرچبه شی ځکه ملی ثبات او ملی ګټوکې سیاسی ارکان بقا او تناظر مخ ته را تلی شی او وده مومی : لکه دګوند تعریف،دګوند ځانګړی کارونه،سیاسی پرمختګ ،ګوندی ټاکنیزې دګوندونو اهمیت، ګوندونه دسالمې سیالی په چوکاټ کې دسیاسی استخدام دابزار په توګه. موږ لاندې برخوکې ژورې ستونزې لرو:
داورېدلو هنر
ددرک اوپوهې هنر
داړیکو اوجمعی وسا یلو هنر
پراخ اوهر اړخیزه هنر
تولیزه هنر
داچې دیوې ټولنې تشکل جوړوی موږ ور سره لاس او ګرېوان یو .قرضاوی دیرې هلی ځلې وکړی خو له بده مرغه مرسته ورسره نه ده شوې دخلکو او حاکمیت ترمنخ اړیکی په کاردی. عدالت، تعاون ، مساوات او زموږ اسلامی مشترکات له ټولو نظامو څخه توپیر لری. خواسلام یوازې په نوم ټولنه کوم لوری ته نشی رهبری کولی. بلکې عمل اوپوهه غواړی
اسلام ندارد در ذات خود عیبې
هرعیبې که هست درمسلمانی ماست