Homeخبرونهطالبانو په کونړ کې د ټي ټي پي ۷۰ غړي نیولي

طالبانو په کونړ کې د ټي ټي پي ۷۰ غړي نیولي

تاند (دوشنبه، د سنبلې ۲۵ مه) د افغانستان ځینو رسنیو ویلي چې د طالبانو حکومت د پاکستان تر فشار لاندې په وروستیو ورځو کې د ټي ټي پي لږترلږه ۷۰ غړي په کونړ ولایت کې نیولي دي.

د دغو رسنیو پر اساس، د ټي ټي پي د غړیو نیونې د تورخم دروازې د خلاصون پر سر د پاکستان د شارژدافېر او د طالبانو د بهرنیو چارو وزیرامیرخان متقي له خبرو وروسته پیل شوي دي.

پاکستاني رسنیو د تورخم د نښتې اصلي دلیل د ټي ټي پی له لوري په چترال کې د پاکستان پر پوستو بریدونه بللی او ویلي یې دي چې پاکستان له طالبانو غواړي چې په افغانستان کې د ټي ټي پي غړي ونیسي او په پاکستان کې د دې ډلې د بریدونو په مخنیوي کې ورسره همکاری وکړي.

د ټي ټي پي یوه غړي، چې نوم یې نه دی څرګند شوی، د طالبانو په یوه ګډ وټس اپ ګروپ کې ګیله کړې چې د طالبانو حکومت د انصارو د رول د ادا کولو پر ځای د ټي ټي پي تش لاسي غړي نیسي او پلچرخي ته یې ننه باسي. هغه وايي، د طالبانو له حکومته نه ډوډۍ غواړي، نه درمل او درملنه خو حداقل دې تش لاسي کسان نه نیسي.

د ټي ټي پي دا غړی په غوسه وايي د طالبانو چارواکو ورته ويلي چې صبر وکړي او کېدای شي په دې کې هم حکمت وي خو د یو چا په نیولو او بند ته په اچولو کې حکمت بې معنا خبره ده.

د طالبانو حکومت په کونړ یا بل ځای کې د ټي ټي پي د غړیو د نیولو په اړه څه نه دي ویلي.

2 COMMENTS

  1. طالبان ډیر نمک حرامه خلک دی. دوی دا شل کاله د پاکستان د ټي ټی پی په کورونو کی ووسیدل، همدا ټی ټی پی وه چی طالبانو سره په یوه سنګر کی وجنګیدل اوس طالب حرامیان د خپلو د څوکی او د قدرت د حفاظت په خاطر ټی ټی پی سره غیر اسلامی او غیر انسانی برخورد کوی. طالبان نه مسلمانان دی او نه هم د پښتون وینه د دوی په رګونو کی شته ـ ټول حرامیان د پنجابیانو ناجایزه اولاد ده. د مشرانو کورونه یی همدا اوس هم په اسلام آباد کی دی ـ

  2. که چیرته اویا تنه ّاکستانی طالبان یي به کنر کی نیولی وی نو بیا خو د طالبانو هغه پخوانی خبره تول دوراغ دی چې ویل یی د لته پاکستانی طالبان نشته، دورغگو حافظه ندارد

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...