شنبه, جولای 27, 2024
Homeخبرونهپه بدخشان کې د چین تر پولې د سړک د جوړولو چارې...

په بدخشان کې د چین تر پولې د سړک د جوړولو چارې پیل شوې

تاند (دوشنبه، د سنبلې ۲۵ مه) د طالبانو حکومت وايي چې د افغانستان په شمال ختیځ ولایت بدخشان کې د چین تر پولې د پاتې ۵۰ کیلومتره سړک د جوړولو چارې بیل شوې.

دا سړک پنځه متره پلنوالی لري او د طالبانو د کلیو د رغونې او پراختیا وزارت د معلوماتو له مخې څه باندې ۳۶۹ میلیونه افغانۍ لګښت پرې راځي چې له انکشافي بودجې ورکول کیږي. 

د بدخشان د واخان ولسوالۍ له کوچني پامیر څخه د چین تر پولې دا سړک، چې د ورېښم لارې برخه ده، د کلیو د پراختیا او بیارغونې وزارت د انجینیرانو له لوري ډیزاین شوی او کار یې په ۳ میاشتو کې بشپړیږي.

په بدخشان کې د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ مشر معزالدین احمدي نن دوشنبه باختر خبري اژانس ته ویلي چې له دې لارې له چین سره سوداګریزه راکړه ورکړه څو برابره ارزانه تمامیږي. 

 حاصردمه د افغانستان او چین ترمنځ تجارتي راکړه ورکړه، د منځنۍ اسیا یا پاکستان له لارې کېږي.

د بدخشان د واخان لاره د دووهیوادونو ترمنځ د راکړې ورکړې لپاره خورا اسانتیا رامنځته کوي خو په ژمي له دې لارې د سختو واورو له کبله ښايي ډېر کار وانه خیستل شي.

دا پروژه یوه یوه اوونۍ وروسته له دې پرانیستل شوه چې د افغانستان لپاره د چین نوي سفیر په کابل کې د طالبانو د حکومت ريیس الوزرا ته خپل باورلیک وسپاره. چین لومړنی هیواد دی چې د طالبانو له واک ته رسیدو وروسته یې افغانستان ته سفیر ټاکلی او باورلیک یې د طالبانو ريیس الوزرا ته سپارلی دی.

که څه هم چین لا هم رسماً نه دي ویلي چې د طالبانو حکومت په رسمیت پېژني خو د سفیر له لوري د باورلیک سپارل د رسمیت پېژندلو معنا لرلی شي. 

2 COMMENTS

    • زاهد صیب. سرک یو طرفه ده صرف لدی خوا به موټر ځی میاشت یو وار، بیا به همدا موټرو له هاخوا بیرته یا تش یا ډک راځی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب