Homeسپورتآیرلنډ افغانستان ته په ټیست سیالۍ کې ماته ورکړه

آیرلنډ افغانستان ته په ټیست سیالۍ کې ماته ورکړه

تاند- ایرلنډي لوبغاړو په داسي حال کې افغانستان په ۶ ویکټونو مات کړ، چې افغان لوبغاړو سیالې لوبډلې ته یوازې ۱۱۰ منډې هدف ټاکلی و.

دا په وروستیو څو اوونیو کې د افغانستان اوومه ماته ده. تر دې وړاندې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې پر سریلانکا ټیست سیالي او همداراز د یو ورځنیو او شل اوره سیالیو لړۍ بایللې وې.

د افغانستان د ټیم پر ترکیب په تېره بیا په لوبډله کې د څو تنو پر انتخاب د کرکټ منتقدان نیوکې کوي خو په عین حال کې په دې سیالۍ کې نوید ځدراڼ ته په چانس ورکولو او د هغه د ښې لوبې ستاینه کوي.

ټاکل شوې ده چې د افغانستان او آیرلنډ لوبډلې درې یو ورځینۍ او درې شل اوره سیالۍ هم وکړي.

د دوی لومړۍ یو ورځینۍ سیالي به د مارچ په اوومه په شارجه کې وي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...