Homeخبرونهبریتانیا د افغانستان په اړه د پرېکړه لیک ملاتړ وکړ

بریتانیا د افغانستان په اړه د پرېکړه لیک ملاتړ وکړ

تاند (جمعه، د حوت ۱۱ مه) د افغانستان لپاره د بریتانیا د سفارت شارژدافېر وايي چې د ملګروملتو د امنیت شورا د ۲۷۲۱ نمبر پرېکړه لیک او د افغانانو د ژوند د ښېګڼې لپاره د خپلواکې ارزونې ملاتړ کوي.

رابرت ډیکسن نن (جمعه) پر خپله ایکسپاڼه لیکلي، په دې اړه یې په کابل کې له طالب چارواکو سره خبرې کړي او له هغوی سره د پرمختګ پر ممکنو لارو غږېدلی دی.

دیکسن همداراز په کابل کې د مدني ټولنې له یو شمېر فعالانو او ښځو سره په افغانستان کې د هغوی د اوسني ژوند په اړه خبرې کړي دي.

په افغانستان کې د بریتانیا د سفارت شارژدافېر د هغه پرېکړه لیک ملاتړ کړی چې د افغانستان لپاره د ځانګړي استازي د ګومارل کېدو غوښتنه پکې شوې ده.

د طالبانو حکومت د ملګروملتو له لوري د افغانستان لپاره د ځانګړي استازي له ټاکل کېدو سره مخالفت کړی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...