جمعه, مې 3, 2024
Homeخبرونهکرکټ بورډ د آیرلنډ په وړاندې د یو ورځنیو سیالیو لپاره لوبډله...

کرکټ بورډ د آیرلنډ په وړاندې د یو ورځنیو سیالیو لپاره لوبډله اعلان کړه

تاند(جمعه، د حوت ۱۱ مه) د افغانستان کرکټ بورډ نن پر آیرلنډ له د ټیستلوبې له بایللو وروسته د دغه هیواد په وړاندې د درو یو ورځنیو مسابقو لپاره لوبډله اعلان کړه.

کرکټ بورډ وايي چې په دې سیالیو کې به بیا هم افغان لوبډله له راشدخان او مجیب الرحمان څخه محرومه وي ځمه چې لا هم دواړه تر درملنې لاندې دي.

د کرکټ بورډ د غوراوي کمېټې د راشدخان او مجیب الرحمان د تشې د ډکولو لپاره څو ځوان لوبغاړي په ټیم کې شامل کړي چې په یو شمېر لوبو کې ښه ځلېدلي دي. د هغوی په منځ کې یو هم نوید ځدراڼ دی چې په ټیستلوبه کې ښه وځلېد.

همداراز کرکټ بورډ هیله لري چې د مجیب الرحمان تشه به الله محمد غضنفر ډکه کړي. غضنفر په وروستیو کې د نولس کلنو په نړیوال جام سیالیو کې ښه لوبېدلی و.

د کرکټ بورډ د غوراوي کمېټې مشر حاجي احمدشاه سلېمانخېل ویلي چې ننګیال خروټی او بلال سمیع یې هم د آیرلنډ په وړاندې د پنځوس اوره سیالیو لپاره په لوبډله کې شامل کړي ځکه چې دواړو په کورني کرکټ کې ښې لوبې کړي دي.

ننګیال خروټی کیڼ لاسی توپ اچوونکی دی او دا په خپله اهمیت لري چې کیڼ لاسی دی.

په دې لوبډله کې دا لوبغاړي شامل دي؛

حشمت الله شهیدي لوبډلمشر، رحمت شاه زرمتی مرستیال لوبډلمشر، رحمن الله ګربز او اکرام علي خېل ویکټ ساتونکي، ابراهیم ځدراڼ، ریاض حسن، عظمت الله عمرزی، محمد نبي، ګلبدین نایب، ننګیال خروټی، الله محمد غضنفر، نور احمد، بلال سمیع، فضل الحق فاروقي، نوید ځدراڼ او فرید احمد ملک شامل دي.

 د دوی ترڅنګ به ضیاء الرحمن اکبر، شاهد الله کمال او قیس احمد د احتیاطي لوبغاړو په توګه له لوبډلې سره مله وي.

آیرلنډ افغانستان ته په ټیست سیالۍ کې ماته ورکړه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب