Homeخبرونهپه نورستان کې د غزه د ښوییدو له کبله ۳۰ تنو ته...

په نورستان کې د غزه د ښوییدو له کبله ۳۰ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

تاند (جمعه، د حوت ۱۱مه) د نورستان د نورګرام ولسوالي د تیتن درې کلي اوسیدونکي وايي چې په سیمه کې یې غر ښویېدلی او له کبله یې شاوخوا ۳۰ تنه مړه یا ټپیان شوي دي.

د سیمې یوه اوسیدونکي نن تاند ته وویل چې په دې پېښه کې یو شمېر کورونه یو مخ تر تیږو اوخاورو لاندې شوي او یو شمېر نور زیانمن شوي دي.

د سیمې اوسیدونکي وايي چې له پېښې وروسته خلک خپلو کورونو ته ستنېدای نه شي ځکه چې وېره ده چې غر نور وښوییږي او ټیږې پرې راپرېوځي.

د وروستیو څو ورځو له سختو ورښتونو سره د افغانستان په نورو ولایتونو کې لږترلږه ۱۵ تنه د کورونو د نړېدو اونورو پېښو له امله مړه شوي دي.

په همدې حال کې د هواپېژندنې ادارې اټکل کړی چې سبا او بل سبا به هم په یو شمېر ولایتونوکې واورې او بارانونه واوري.

د درنو واورو له کبله د سالنګ لاره تر بلې خبرتیا پورې بنده شوې ده.

دا ورښتونه د یوه وچ او بې ورښتونو ژمي په وروستیو کې شوي او له همدې کبله ډېره هیله ورته نه شته چې اوبه به به زیاتې کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...