شنبه, جولای 27, 2024
Homeخبرونهاندیشه د بشري حقونو په شورا کې؛ طالبانو سره د اړیکو د...

اندیشه د بشري حقونو په شورا کې؛ طالبانو سره د اړیکو د عادي کېدو مخه ونیسئ

تاند(جمعه، د حوت ۱۱ مه) په جینیوا کې د افغانستان سفیر ډاکټر نصیر احمد اندیشه د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا غونډې ته د وینا پر مهال له دغې شورا غوښتي، چې پر کابل د طالبانو له واکمن رژیم سره د نړیوالو د اړیکو د عادي کېدو د هڅو مخه ونیسي.

هغه زیاته کړه، چې په افغانستان کې د سولې او د بشري حقونو د ټینګښت لپاره نړیوال په یوه خوله دي، خو هلته واکمن طالبان د دې غوښتنو لپاره هیڅ هم نه دي کړي او نه یې کولو ته لېوال دي.

د افغانستان د بشري حقونو د وضعیت لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي ریچارډ بېنېټ پرون یادې شورا ته د خپلو ارزونو راپور وړاندې کړ، چې پکې طالبان د بشري حقونو د وضعیت په لا خرابولو او په خاص ډول د ښځو پر وړاندې په سیستماتیک تبعیض تورن شوي وو.

د طالبانو د رژیم ویاند ذبیح الله مجاهد دغه راپور، د دوی پر وړاندې پروپاګند ګڼلی.

د طالبانو منتقدان بیا له دوی پوښتنه کوي، چې څنګه کېدای شي ټول افغانان او نړۍ دې ناحقه او یوزاې د طالبانو رژیم دې په حقه او ټولې ادعاوې یې پر ځای وي.

نن د افغان ښځو د جقونو یو شمېر مدافع بنسټونو په ځینو اعلامیو کې د ریچارډ بېنېټ د هغې غوښتنې هرکلی کړی، چې ویلي د بشري جرمونو ضد نړیواله محکمه دې په افغانستان کې د بشري حقونو د نقض په اړه ځانګړې دوسیه پیل او دا موضوع تعقیب کړي.

3 COMMENTS

  1. اندیشه د لنډغرو له ډلی څخه ده او که اندیشه غواړی چی بیا فحشا او لنډغری او غله بیا د کابل په سړکونو وګرځی دا ناممکنه خبره ده د افغانستان خلک په همدی انزوا کښې بهتره دې نه هغه غلا چور اختطاف او لندغرې چې په تیرو شل کلونو کښی مروج شوی وه ملل متحد دایم هر هیواد کښی دغلو فحشا او چپاولګرو خوا نیولی ده چون د امریکا لخوا رهبری کيږې او امریکا په هيڅ هیواد کښې سوله او امنیت نغواړی امریکا صرف خپلی ګټې غواړی که څومره کسان وژل کېږ امریکایې پروا نلرې د امریکا او ګوډاګیانو په مقابل کښې صرف مقاومت په کار ده او بس

  2. یاره اندیشه ملت نه تاسو غواړي او نه طالب خو څه په لاس نلري. تاسو هم د امریکا په ډکه سواره راغلي وئ او بیا یې تاسو له ډکې کوز کړئ او طالبان یې پرې سپاره راواسته.

  3. حقوق بشر، دیموکراسي، عدالت اجتماعی او داسې نور۰۰۰۰له یو سره غلط دروغ او اروپایي چل دی چه خپل مرداري او رذالتونه تر لاندې پټ کړي ، ۱۹۹۶ یا ۱۹۹۷ کال کې مې دا څو خبرې په یو لوی اروپایی مجلس کې وویل چه «دا تاسې غربیان یاست چه زموږ ملکونو ته عشق او نفرت استوی، زه په دیمو۰۰۰عدالت اجتماعی او حقوق بشر او نورو خوشیو باور نه لرم» د اته دقیقی خبرې مې په دوهؤ دقیقو کې وویل او له مجلس نه ووتلم!
    دا کوم پدر لعت حقوق بشر تاسو قاتلینو ته اجازه درکړې وه چه افغانستان باندې مو برید وکړ ، بیګناه خلک مو ووژل او او د تاریخ لویه بدبختي په افغانستان راوستل، کوم حقوق بشر؟کوم عدالت او نور ددې موضوع پښتنه یې وکړه؟! دا قصی د اروپایانو حقوق بشر او داسې نور دروغ او رذالت بل شی نه دي، بېدار شئ! او هو دا طالبانو چا راوستل؟ له ۳۲۰۰ کالونو را هیسې د غربی اروپا په لاس نړۍ کې اور بل دی!https://www.facebook.com/watch?v=1170128643976503 «1177 vor Christus or 1177 B.C.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب