شنبه, جون 22, 2024
Homeخبرونهپه جرمني کې یوه افغان خپل یو هیوادوال وواژه او پر څو...

په جرمني کې یوه افغان خپل یو هیوادوال وواژه او پر څو نورو یې برید وکړ

تاند (یکشنبه، د جوزا ۲۷ مه) د جرمني پولیسو د شنبې په ورځ وویل چې په ختیځ جرمني کې یې یو افغان هغه مهال وویشت او وواژه چې هغه لومړی پر خپل یوه هیوادوال حمله وکړه او بیا یې پر درو تنو نورو، چې د تلویزیون له لارې یې د اروپا د ۲۰۲۴ د فوټبال سیالۍ کتلې، حمله وکړه.

د پولیسو په وینا، یوه ۲۷ کلن افغان د جمعې په ماښام د برلین د لویدیځ په ۱۳۰ کیلومترۍ کې په یوه کوچني ښارګوټي، ولمیرستیت کې، لومړی پر یوه ۲۳ کلن افغان هېوادوال د چاقو په شان د یوه څیز برید وکړ. قرباني وروسته د خپلو ټپونو له امله مړ شو.

د پولیسو په وینا، دغه کس وروسته پر یوې ډلې خلکو چې د جرمني او سکاټلنډ ترمنځ مسابقه یې د یوه کور په باغچه کې کتله، برید وکړ. په دې برید کې درې جرمنیان ټپیان شول چې د دوو حال نارک دی.

پولیسو ویلي بریدګر چې لا هم د حملې لپاره کارولې وسله په لاس کې لرله، د پېښې ځای ته په ورتلونکو افسرانو برید وکړ. دوو افسرانو پرې ډزې وکړې او ټپي یې کړ، چې لږ وروسته په روغتون کې مړ شو.

پولیسو ویلي دي چې د برید انګیزه نه ده څرګنده. په ساکسوني-انهالت ایالت کې، چې پکې ولمیرسټیټ ښارګی موقعیت لري، د کورنیو چارو وزارت وویل چې پولیسو په ټول ایالت کې خپل حضور زیات کړی دی. د فوټبال دغه ټورنمنټ د جرمني په ښارونو کې کېږي او د جولای تر 14 پورې دوام کوي.

تر دې وړاندې د مې په ۳۱مه (د روانې اوونۍ د شنبې ورځ) د جرمني په جنوب لوېدیځ کې د منهایم ښار د بازار په چوک کې یوه تن د چړې په ګوزارونو څو تنه ټپیان کړل.

په دې برید کې یو پولیس هم سخت ټپي شو او وروسته یې په روغتون کې سا ورکړه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب