یکشنبه, جون 23, 2024
Homeخبرونهافغانستان؛ د ۱۷ میلیونو وږو او د نړۍ د تر ټولو زیاتو...

افغانستان؛ د ۱۷ میلیونو وږو او د نړۍ د تر ټولو زیاتو پناه غوښتونکو هېواد

تاند ( یکشنبه ، د جوزا ۲۷ مه) د امریکا د پراختیایي مرستو ادارې د افغانستان په اړه یوه تازه راپور کې ویلي، چې د دغه هېواد ۱۷ میلیونه وګړي عاجلو بشري مرستو ته اړتیا لري.

دغې ادارې له ګاونډیو هېوادونو د افغان کډوالو د په زوره شړلو روان بهیر ته په اشارې ویلي، چې دغه بهیر د افغانستان بشري وضعیت لا ستونزمن کړی.

د دغې ادارې د راپور په اساس، په تېرو ۹ میاشتو کې یوازې پاکستان ۶۱۰ زره افغان کډوال له خپلې خاورې په زوره ایستي.

د یادې امریکایي ادارې په وینا، د افغانستان د ټولو فقر ځپلو وګړو شمېر ۲۳،۷ میلیونه وګړي دي.

د کډوالۍ نړیوال سازمان بیا په یوه راپور کې ویلي، چې افغانستان د نړۍ هغه هېواد دی چې تر بل هر هېواد ډېر پناه غوښتونکي وګړي لري.

سرچینې ویلي، چې د دوی له تر ملاتړ لاندې پناه غوښتونکو هرو شپږو کسانو څخه یو یې افغان دی.

دغې ادارې د دوی له ملاتړه د برخمنو افغان کډوالو شمېر ۶،۴ میلیونه ښودلی.

دا ارقام د افغان پناه غوښتونکو له ټولو ارقامو څخه خورا کم ګڼل کیږي، ځکه یوه لویه برخه افغان پناه غوښتونکي له هر ډول ملاتړ پرته په بېلابېلو هېوادونو کې بې برخلیکه ژوند کوي.

دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان واکمن طالب چارواکي بیا هره ورځ د خپل رژیم د افراطي کړنو له توجیې سره د وضعیت ښه کېدو ادعاوې کوي او بهر مېشتي افغانان په همداسې شرایطو کې بیرته هېواد ته ور بولي.

د طالبانو د یوه با نفوذه معتدل مشر ملا عبدالسلام ضعیف په ګډون د دوی یو شمېر مخالفو څېرو او د پرځیدلي جمهوري نظام ولسمشر اشرف غني خبرداری ورکړی، چې که طالب رژیم ژر افغانانو او نړۍ سره تعامل او د یوه مشروع نظام رامنځته کېدو ته لاره خلاصه نه کړي، په اوسنۍ بڼه چې منتقدان یې استبدادي بولي، د طالبانو دوام ستونزمن ګڼلی.

1 COMMENT

  1. ​لکه مسلسل تکرارآ ویل شوی دی چی دا د خچنی بویناکی قادیانی ږیری په پنجابی پاکستان کښی د غلیسی امریکا په ډالرو دافغان ملت تباهی ته تربیه شوی دی او غوښتل کیږی چی افغان ملت په وچی ډوډی پسی سرګردانه کړی او په تدریجی شکل سره ئی غلامان کړی او افغانستان باالاخیره مفت د پنجابیانو مملکت سره ګډ کړۍ شی ! دا تربیه شوی مرداری ږیری خوګان د شیطان انګلیس په رهنمائی د روسیی سره تکتیکی نیږدی شوی دی تر څو چی افغانان د پنجابیانو خائین پلان عملی کولو کښی غافله پاتی شی باید واضحآ وویل شی چی ځینی ملی خائینینو د پنجابیانو له خوا روزل شوو قادیانی مکروبونو لپاره علنی تبلیغونه شروع کړی دی ، ملی افغانانو بیداره او سره متحد شۍ او د ځینو پنجابیو غلامانو تبلیغاتو باندی ځانونه خطا ونه باسۍ !!!!!

    بلی ددی پلیت خائین پلان له کبله اخوندی ایران هم ګرمی چیغی شروع کړی دی او کوشش کوی چی د افغانستان برخی څخه پاتی نشی !!!!!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب