چهارشنبه, جون 26, 2024
Homeخبرونهد ایران د کورنیو چارو وزیر وايي، هیواد د کډوالو منلو ته...

د ایران د کورنیو چارو وزیر وايي، هیواد د کډوالو منلو ته دوام نه شي ورکولی

تاند (یکشنبه، د جوزا ۲۷ مه) د ایران د کورنیو چارو وزیر احمد وحیدي له ایران څخه د مهاجرو د ایستلو په ضرورت ټینګار وکړ، ویې ویل چې هیواد یې د هغوی منلو ته دوام نه شي ورکولی.

له ایراني رسنیو سره په خبرو کې، وحیدي د کډوالو، چې ډیری یې په ایران کې له جدي ننګونو سره مخامخ دي، د ښې څارنې او مدیریت غوښتنه وکړه.

ده د یوشمېر ایراني چارواکو دریځ تکرار کړ چې په پرله پسې ډول یې د افغان کډوالو پر ایستلو ټینګار کړی او له ملګرو ملتونو یې غوښتي چې افغانستان ته د دوی د ستنېدو لپاره اسانتیاوې برابرې کړي.

وحیدي څرګنده کړه چې اوسمهال ۱.۳ میلیونه بې اسناده افغان کډوال په ایران کې مېشت دي.

د طالبانو له بیا واک ته رسیدو وروسته ایران ته د افغان کډوالو تګ خورا زیات شوی دی. اکثره افغانان ایران ته د زښتو بدو اقتصادي شرایطو له کبله پناه وړي. ایران ته پناه وړونکي وايي چې په ډېرو خطرناکو لارو ځي او د دې لپاره خطرونو ته غاړه ږدي چې په خپل هیواد کې ورته کار نه شته.

د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو لویې کمېشنرۍ (UNHCR) مخکې راپور ورکړی و چې افغانان په 2023 کې د نړۍ په کچه د کډوالو تر ټولو لوی نفوس جوړوي. د دې کمیشنرۍ پر اساس، د نړۍ په هرو شپږو کډوالو کې یو افغان دی.

د ایران د کورنیو چارو وزیر تر دې پخوا هم د افغان کډوالو د ایستلو په اړه څرګندونې کړې وې.

همداراز د جمعې په ورځ د ایران د ولسمشرۍ د انتخاباتو یوه مخکښ کاندید مسعود پیزشکیان وویل چې که بریالی شو له افغانستان سهر د ایران پوله به بنده کړي څو د کډوالو مخه ونیول شي.

دغه مخکښ کاندید چې د نظرپوښتنو له مخې د رایو د ګټلو ډیر چانس لري، ویلي په ایران کې دېره کډوال به تنظیم کړي او له اروپایي هیوادونو سره به خبرې وکړي چې ځینې مهاجر ومني یا لږ تر لږه په ایران کې د دوی د پاتې کیدو لګښتونه په غاړه واخلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب