شنبه, سپتمبر 28, 2024
Homeخبرونهطالبانو د رسول پارسي په ګډون درې نیم سوه زندانیان خوشې کړل

طالبانو د رسول پارسي په ګډون درې نیم سوه زندانیان خوشې کړل

تاند ( یکشنبه ، د جوزا ۲۷ مه) د طالبانو رژیم د هرات پوهنتون د یوه استاد او تعلیمي فعال رسول پارسي په ګډون درې نیم سوه زندانیان د لوی اختر په مناسبت له زندانونو خوشې کړي.

د طالبانو په اړوندو رسنیو کې راغلي، چې د دغو بندیانو د خوشې کېدو امر د طالبانو رئیس الوزرا ملا حسن اخوند کړی.

ویل شوي، چې دغه بندیان د یو لړ شرایطو پر اساس خوشې شوي دي.

نن د نړۍ په ګڼو اسلامي هېوادونو کې د سعودي عربستان د اعلان پر اساس د لوی اختر لومړۍ ورځ نمانځل کیږي، خو په افغانستان کې د طالبانو رژیم نن یکشنبه د عرفې او سبا دوشنبه د لوی اختر لومړۍ ورځ ټاکلې ده.

د افغانستان د پرځیدلي جمهوري نظام او تر هغې د ور تېرو رژیمونو پر مهال هم د اختر او نورو دودیزونو مناسبتونو لپاره بندیان له زندانونو خوشې کیدل یا یې د بند موده کې کمښت راتلو، چې په دې اړه تل د سلیقوي چلند او فساد ادعاوې موجودې وي.

د طالبانو پر عدلي او قضایي سیستم له دې امله نیوکې زیاتې دي، چې سلیقوي او سیاسي چلند کوي، معترضان ځپي او غیر طالبو افغانانو سره یې چلند ظالمانه دی.

طالب چارواکو بیا دا ادعاوې رد کړي او د عدلي او قضایي وضعیت د ښه کېدو ادعاوې یې کړي.

2 COMMENTS

  1. کلیوالي متل ده. ډمډومک خپله ځاله پخپله ښیی، طالب هم له کافرستان سره په یو ورځ د اختر کول د خپلې غلامي او تور پنجاب ته د وفاداري ځان ښکاره کړ. ای لعنت ستاسي په ضمیر د جناح فرنګي لمسیانو 😡🤮🐖

  2. زه فکر کوم د افغانستان په تاریخ کې به سږ کال لومړي کال وي چې، تور پنجاب نړۍ ته وښایې چې، بلاخره افغانستان یې د منفور او مزدور مفعول ټرلیب په واسطه اشغال او خپل حکم کرار کرار پرې عملي کوئ. که د هیبتې ځناور په نامه په کندهار کې ناست دی پنجاب جنرال په موجودیت څوک سترګي
    پټوي یا انکار کوئ په واقعیت کې خپل ځان خطا باسې او بس!
    الله ج دی افغانستان د تور پنجاب له اشغال او ټرلیب له وحشت څخه خلاص کړئ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب