چهارشنبه, جون 26, 2024
Homeخبرونهطالبان وايي، د دوحې په کنفرانس کې ګډون کوي

طالبان وايي، د دوحې په کنفرانس کې ګډون کوي

تاند (یکشنبه، د جوزا ۲۷ مه) د طالبانو حکومت وايي چې د قطر په دوحه کې د ملګروملتو په کوربه توب د افغانستان په درېیم کنفرانس کې ګډون کوي.

د طالبانو د حکومت ویندوی ذبیح الله مجاهد نن (یکشنبې) طلوع نیوز تلویزیون ته وویل چې دوی دا غونډه د افغانستان په ګټه بولي او ګډون پکې کوي.

مجاهد په دې اړه څه ونه ویل چې د طالبانو له لوری به د دوحې په کنفرانس کې څوک ګډون وکړي خو یادونه یې وکړه چې د خپل پلاوي ترکیب به وروسته اعلان کړي.

ټاکل شوې ده چې د روان جون په ۳۰ مه او د جولای په لومړۍ نېټه د افغانستان په اړه د دوحې دوه ورځینی کنفرانس د افغانستان لپاره د بیلابیلو هیوادونو د ځانګړو استازو په ګډون جوړ شي.

د ۲۰۲۳ کال د مې په میاشت کې د ملګروملتونو د سرمنشي انتونیو ګوتریش له خوا به د دغه بهیر له پیله دا په قطر کې دا دریمه غونډه وي. په لومړۍ غونډه کې طالبانو ته د ګډون بلنه نه وه ورکړل شوې او د افغانستان واکمنانو په دویمه غونډه کې د ګډون بلنه رد کړې وه.

طالبانو په ښکاره د دوحې درېیم کنفرانس ته د یوه پلاوي د استولو نیت څرګند کړی او ویلي وو چې دوی خپل شرطونه له ملګرو ملتونو سره شریک کړي او د کنفرانس د «وروستۍ اجنډا» له کتلو وروسته به رسمي اعلان وکړي.

وروسته طالب چارواکو وویل چې اجنډا ورسره شیکه شوې او په مثبت نظر ورته ګوري.

4 COMMENTS

  1. د منافقو په خبره می کله هم باور نه راځی، دی سړی یو ځل وویل چی پر تعلیمی طرحی کار روان دی او مکاتب به ډیر زر خلاص شی خو تر اوسه یی درک نشته.

  2. پلار یې ای آیس ای به په دوحي کې د ګډون اجازه ورکړي وي. افغانستان اشغال دي.

    • د مسلمانانو اختر نن وو، او د پنجاب او د هغوې دی تالي څټو ګوډاګیانو سبا دئ. نظام یې نامشروع کارونه یې غیر شر یعي دا شو ټرلیب غلام.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب