غزل
دا د نن سبا وليان، که عرب دي که عجم
دلته وينې تويوي، هلته لامبي په زم زم
د علي او مصطفى، يا په نوم د چا و چا
وي شکېدلي کالي پروت، دروازه کې د صنم
بايزيده بسطامي، زوى دې مړ د کتاني
ستا يو دغه هنر زده، چې خپل ځان کړې ترى تم
وهم ور د هر آئين، چې راجوړ مې کړي يقين
رانه واخيست زمانې، د فطرت اسمِ اعظم
سر د خاورو مې سِفال، زمانې کړ په زوال
غم مې سېر شي تر مثقال، چې صهبا ورپکې څښم
لاړ د مينې مې پٙيکر، سودايي شو سودايي
خپل مسيح پسې هم اوس، يعنې نه اخلي قدم
زه به زانګمه په دار ـــــ شمائلې په ناتار
ستا به زانګي په اوږو، تورې زلفې پيچ و خم
***
غزل
هم مې زور شو د زړه کم هم مې نظر په کمېدو دى
شو انبار دې په ما غم مسيحا حال مې د کتو دى
زړه زما به ستا د عشق په اور کې ولې خوشال نه وي
خليل ناست لکه باغوان ګوره په منځ کې د لمبو دى
پکې روح زما ډېر تنګ دى، تور زندان راته ښکارېږي
څوک په دې مې کړئ قانع چې، جهان ځاى د اوسېدو دى
دې ديار لره دې راشي، که څوک ځان شته کول غواړي
بل منصب که د چا نه وي، عشق منصب د غمخورو دى
يا له خدايه انکاري شه، يا د عصر فلسفي شه
دا واحد داسې مقام دى، چې د وخت د علامو دى
اوس دانا چې ورته وايې، نو له غمه خندا راشي
چې په کوم بهلول دې کړى، تل ګمان د لېونو دى
وخت بېخي دى بدل شوى، شمائلې تر پخوا نه
يعنې فرق پکې ګران شوى، اوس د خپلو او پردو دى
شمائله سليمي