پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeخبرونهجان بولټن، د بایډن اداره باید له افغانستانه د وتلو حساب ورکړي

جان بولټن، د بایډن اداره باید له افغانستانه د وتلو حساب ورکړي

تاند (جمعه، د اسد ۲۶ مه) په ملګروملتونو کې د امریکا پخواني سفیر جان بولټن وايي، د بایډن اداره باید له افغانستان څخه د وتلو په اړه د خپلې پرېکړې لپاره حساب ورکړي ځکه چې دا د متحدو ایالتونو لپاره یوه له ناورینه ډکه تېروتنه وه.

بولټن پرون (پنجشنبې) په “نیوز لاین” کې وویل، دې وتلو نه یوازې د متحدو ایالتونو ملي امنیت له خطر سره مخامخ کړ، بلکې “د وتلو بهیر خورا ضعیف و، په دې کې هیڅ شک نشته.”

بولټن زیاته کړه چې اوس مهال د ده اندیښنه دا ده چې بهرني ترهګر بیرته افغانستان ته ستنېږي، «دا هغه څه دي چې په بشپړ ډول یې وړاندوینه کیدی شي او ډیری خلکو یې اټکل کړی دی.»

بولټن وویل، داسي ښکاري چې د داعش خراسان ډلې او القاعده په څېر ترهګرې ډلې د امریکا په ګډون په لرې سیمو کې د بریدونو توان لري.

«دا له افغانستان څخه پیل شوی، که تراوسه لا امرکیا ته رارسیدلي نه وي، ډیر احتمال شته چې دوی متحدو ایالتونو ته په لاره وي.»

د طالبانو حکومت وايي چې داعش یې ځپلی او د دې ډلې په اړه د لوېدیځوالو او نورو خبرداري له مبالغې ډک بولي.

د طالبانو د حکومت ویندوی ربیح الله مجاهد  د سې شنبې په ورځ (د اګست په ۱۴مه) له ایرانۍ رسنۍ (ایراف) سره په مرکه کې وویل، “ښایی له ۱۰۰ څخه تر ۲۰۰ پورې کسان په غرونو یا په سختو ځایونو کې، چې ورتګ اسانه نه دی، په تېښته وي، خو زموږ د ځواکونو له خوا تعقیب کیږي او هیڅ ګواښ نشته، دوی کوم فعالیت نه شي کولی.”

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب