پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Home+د انسان د بدن د داخل لپاره جیلي ته ورته بېټرۍ جوړه...

د انسان د بدن د داخل لپاره جیلي ته ورته بېټرۍ جوړه شوه

تاند- د کیمبریج پوهنتون څیړونکو اعلان وکړ چې د یوې نوې او پرمختللې بېټرۍ په جوړولو بریالي شوي چې د خپلو خاصو ځانګړتیاوو له کبله نرمو روبوټونو او د طبي امپلانټونو د بریښنا لپاره کارول کیدی شي.

یوه څیړونکي سټیفن اونیل، چې په دې څیړنه کې یې برخه لرله، وویل: “هغه الیکترونیکونه چې موږ یې پېژنو، لکه تیلیفونونه او کمپیوټرونه، خورا کلک دي، په داسې حال کې چې زموږ بدنونه اکثراً له اوبو څخه جوړ شوي او خورا نرم دي.”

ده زیاته کړه:”هغه څه چې موږ یې د کولو هڅه وکړه دا وه چې الیکترونیکونه نرم او انعطاف کېدونکي کړو چې له بدن سره (د بدن منځ او برسېره) اړیکه ونیسي. هغه میتود چې موږ د دې هدف لپاره ورڅخه کار واخیست، دا و چې هایډروجیل تولید کړو چې په جیلي ته ورته دي.

دا نوې بیټرۍ، چې د هایډروجیل له څو پروتونو څخه جوړه شوې او کولی شي بریښنایي جریان تولید کړي، داسي ښکاري لکه د جیلي پټې یا فیتې. د دې بېټرۍ د جوړولو اصلي هدف دا دی چې هغه د انسان په بدن کې امپلینټ یا نصب شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب