پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeخبرونهم.م. په غزه کې د ۴۰ زره انسانانو وژنه وحشتناکه ده

م.م. په غزه کې د ۴۰ زره انسانانو وژنه وحشتناکه ده

تاند (جمعه، د اسد ۲۶ مه) د بشري حقونو لپاره د ملګروملتونو لوی کمیشنر ووکر ټرک د پنجشنبې په ورځ (اګست ۱۵ مه) په غزه کې د تلفاتو د زیاتوالي په اړه، چې شمېر یې تر ۴۰ زرو واوښت، په یوه اعلامیه کې وویل: “نن ورځ د نړۍ لپاره د یوه تریخ حقیقت د بیانولو ورځ ده. دا نه تصورکېدونکی حالت په عمده ډول د جګړې د قوانینو په رعایتولو کې د (اسراییلي پوځ) تکراري ناکامیو له امله دی.”

د ملګروملتو دغه چارواکي همداراز ویلي:”په داسې حال کې چې نړۍ د دې خونړۍ وژنو د مخنیوي په برخه کې د خپلې بې وسۍ په اړه فکر کوي، زه په ټولو خواوو غږ کوم چې سمدستي په اوربند باندې موافقه وکړي، خپلې وسلې پر مځکه کېږدي او یو ځل او د تل لپاره وژنې ودروي.”

د غزې د روغتیا وزارت اعلان وکړ چې د غزې د جګړې له پیل راهیسې (د ۲۰۲۳ د اکتوبر ۷)، په غزې تړانګه کې د وژل شویو شمیر ۴۰ زره او ۵ تنو ته رسیدلی او د ټپیانو شمیر ۹۲ زره ۴۰۱ ته رسیدلی چې ۳۳ سلنه یې ماشومان، ۸.۶ سلنه زاړه او ۱۸.۴ سلنه یې ښځې دي.

د اسراییل د رژیم تر عملیاتو لس میاشتې وروسته، د غزې تړانګې لویه برخه له سختې کلابندۍ، د خوراکي توکو، پاکو اوبو او درملو د بندیز له امله ویجاړه شوې ده.

اسراییل د عدالت د نړیوالې محکمې (ای سی جې) له لوري په نسل وژنه تورن شوی. محکمې د اسراییل رژیم ته امر کړی چې سمدلاسه په جنوبي ښار رفح کې بریدونه ودروي، چیرې چې د مې په ۶ مه تر یو میلیون ډیرو فلسطینیانو پناه اخیستې وه.

سره له دې چې د مصر، متحده ایالاتو او قطر په ګډون د منځګړو له خوا د دښمنۍ د پای ته رسولو او اوربند او د بندیانو د تبادلې هوکړې ته د رسیدو غوښتنه شوې، تل ابیب په غزه باندې خپلو وژونکو بریدونو ته دوام ورکوي.

د حماس د سیاسی دفتر مشر او د اوربند د هوکړې لپاره د غورځنګ مرکچي اسماعیل هنیه د اسد په لسمه هغه مهال ووژل شو چې هغه د ډاکټر مسعود پزشکیان د لوړې په مراسمو کې د ګډون لپاره تهران ته تللی و. یحیی السنوار، چې اسراییل باور لري د اکتوبر په ۷مه یې بریدونه تنظیم کړي وو، د حماس د سیاسي دفتر مشر ګومارل شوی دی.

2 COMMENTS

  1. ملګري ملتونه ډیرئ د امریکې غلامان په تیره بیا خبیث سعودي مصري اردوني دوبی شیخان او نور. ادلف هیټلر ته د الله جلاالله فردوس جنت په نصیب کړي سي لعنتي یهود د الله جلاالله او بشریت دښمنان یې لکه د اور لرګي سوزول. 😡دغه خبیث بې خدایه لعنتي سیهونیستان هیڅ انساني عاطفه نه لري. دوی له تیر څخه پند نه اخلي سي الله جلاالله دوی ته څو ځلې سزا ورکړې. دغه لعنتي ملت د لویدیځ او یرغلګرې امریکې په مټو جنګیږي کنه دغه لعنتیان حتی په شوروي دوۍ له خپله نسله انکار کول. متل ده میږتون سي ورکیږي وزر وکړي دغه بې خدایه ظالم لعنتي قوم به هم د میږتون په شان ورکیږي دغه یې علامې دي 😡

  2. ملوک عرب و عجم او په ټوله کی انسانیت مریض او زړونو یی انسانی عاطفه او ترحم د لاسه ورکړی او د ـ بل هم اضل ـ ارذلیت کندې کی غوټې وهی او کرایی مزدور جنرالان لا هم د انسانی شرف او احساس مقام نه ډیر واټن لری او دومره ذلیل دی چي خپل مظلوم زخمی ګاونډی ته حتی اوبه او خواړه نشی ورکولی دا څه پست او مسخره مقام دی ؟
    پستی او دنائت ،بیغیرتی او رذالت په دی دور کی سقوط د انسانیت ثابتوی ،نور موږ باید د انسان متمدن بحث او باب حذف کړو ځکه انسانیت منعدم او اثر یی نشته ،هر څه د بشریت د تباهۍ لپاره استخدامیږی .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب