جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهاتمر: که طالبان بدل نه شي، افغانان به یې پر ضد ملي...

اتمر: که طالبان بدل نه شي، افغانان به یې پر ضد ملي پاڅون وکړي

تاند( جمعه، داسد ۲۶ مه) د پرځیدلي جمهوري نظام د بهرنیو چارو وزیر حنیف اتمر له طالبانو یو ځل بیا غوښتي چې د بین الافغاني مذاکراتو له لارې د افغانستان ناورین حل کړي کنه په خبره یې په زوره او جبر به دغه واکمني دوام ونه لري او پر ضد به یې ملي پاڅون وشي.

اتمر له دې سره چې د خبرو او سیاسي حل له لارې د افغانستان پر قضیې د تمرکز ټینګار وکړ، خو ویې ویل چې که طالبان د اوس په شان له داسې حل لارو او غوښتنو سرغړاوی وکړي، پایلې به یې ورته ښې نه وي.

نوموړي دا هم وویل، چې د طالبانو مخالفو سیاسي لوریو تر اوسه پر طالبانو د فشار راوړلو لپاره لازم سیاسي انسجام نه دی کړی.

د ده په وینا، که دا انسجام رامنځته شي، د دې هیله شته چې طالبان بین الافغاني خبرو او افغانانو ته د خپل برخلیک ټاکلو حق سپارلو ته حاضر شي.

حنیف اتمر په خپله یوه تازه مرکه کې د بشپړ امنیت د تامین په اړه د طالبانو د رژیم ادعاوې هم ننګولي او ویلي، که فرضاً دا خبره سمه هم وي، طالبان دې نه هېروي چې خلک د امنیت په بدل کې خپله ازادي چې طالبانو اخیستې، نه معامله کوي.

د طالبانو یو شمېر نورو مخالفو لوریو هم د دوی د بیا واکمنۍ په درېیمه کلیزه کې دا ځل تر پخوا تونده لهجه کارولې، خو طالب چارواکو ادعا کړې چې دوی چا سره د خبرو اړتیا نه ویني او خپلې واکمنۍ ته دوام ورکوي.

3 COMMENTS

  1. د اتمر خبره بلکل سمه ده، له خپلی تجربی یی وایی. دوی سره به چا چی هورا هورا نه ویل ژوندي یی خښول پولیګونونو کی. خو دافغانستان خلکو ترباغو واړول له روسی پلارونو سره یوځای. دضیالحق زامنو هم دخلکو زور ولید او امریکايي پیشمرګو هم. او د اوسني فرعونانو سرنوشت به خلک ور تعينوي انشاالله. خو دا د افغانستان د خلکو وظیفه نه داتمر په شان فراری چند مادره خوسکیانو جاسوسانو…

  2. پاڅون هغه وخت کیدلی شی چی رهبری د یوه مذهبی پیژندل شوی کس په لاس کی وی تر څو دا د عصر فرغونیان د حدیثو او د قرآن د آیاتو پر بنیاد خوارج، او ظالم ولس ته معرفی کړی ولی پاڅون ته ولس د لنډغرو، د پخوانیو کمونیستو او پخوانیو مجاهدینو په خوله نه آماده کیږی. کچیری یو پیژندل شوی کس د طالب له ډلې د پاڅون غږ وکړی نتیجه به یی بهتره وی ـ

  3. افغان ملت د زړه له کومی صادق مسلمان ملت دی او همدارنګه د خپلی خاوری او خپلواکی لپاره ئی هر ډول قربانی ورکړی دی او هم به وروسته دا قربانی ورکوی ، قاتلو روسانو ، قاتلو امریکایانو او انګریزانو مسلسل د متعصب ایران او د قادیانی پنجابی پاکستان له لارو او د خاصو تربیه شوو غلامانو په واسطه افغانستان خاوری لاندی کولو هلی ځلی کړیدی او غلیسی امریکا او شیطان انګلیس د روسی خاصو تربیه شوو غلامانو کودتا په واسطه سره چی د ملی خائین روسی خاص تربیه شوی جاسوس حسن شرق له خوا لیونۍ خود خواه او ظالم محمد داؤدخان کمونیستی کودتا ته تشویق کړۍ شو او د روس غلامانو د هدف رسیدو څخه وروسته دا خودخواه او دده فامیل ئی ووژل ، دا چی افغان ملت صادق مسلمان ملت دی نو غلیسی امریکا او شیطان انګلیس د پنجابی پاکستان په کامله مرسته د افغان مهاجرینو لپاره د امریکا په ډالرو قادیانی مدرسی جوړی کړی تر څو چی وروسته ددی له لاری خاص تربیه شوی مکروبونه د اسلام شعار لاندی افغان ملت باندی حکمرانان کړۍ شی او افغان ملت دداسی تربیه شوو مکروبونو له لاری غلامی ته تسلیم کړۍ شی ، ددی خبیث او خائینانه پلان پر ضد ۱۹۸۰ کال کښی اعتراضونه غلیسی امریکا او قادیانی پنجابی پاکستان ته وشول پنجابی پاکستان د مونږ اعتراضونو ته غوږ نه نیوه او د غلیسی امریکا سی آي اي خاص تربیه شوۍ جاسوس ملی خائین خلیلزاد ( د امریکایانو له خوا زل ) چی د امریکا نمائینده وو په خندا سره ئی ویل چی افغانستان کښی باید افراطی حکومت رامینځ ته شی او د افراطیانو په وسیله باید روس ، چین او متعصب ایران دوامداره د تکلیف سره مخامخ شی او داسی حکومت به د افغانانو له خوا هم په اکثریت سره ومنل شی ، بلی ملی خائین اود سی آي اي ستر جاسوس موجود دی او یو صادق افغان ژورنالست توانیدای شی چی ددی کرښو تصدیق باره کښی د ملی خائین اود غلیسی امریکا ستر جاسوس خلیلزاد سره تماس ونیسی او دا خبیث ملی خائین د سی آي اي ستر جاسوس ما ډیر ښه پیژنی !!!!!!!!!!!
    ټولو افغانانو لږه موده په خوا د غلیسی امریکا بی شرمانه ډورامه ولیده چی په څه ډول شرمندګی سره ئی د پنجابی پاکستان غلام تنظیمونه او د غلیسی امریکا او شیطان انګلیس خاص تربیه شوو مکروبونو په اتفاق سره د دوهم ځل قادیانیو مدرسو چړیانو راوستلو ته د افغانستان څخه د غلیسی امریکا او شیطان انګلیس په امر وتښتیدل او همدی غلیسی امریکا دوه مخه سیاست شروع کړۍ دی یعنی غلیسه امریکا او د غلیسی امریکا ملګری ( غربی نړۍ ) دوامداره وائی چی مونږ د چړیانو حکومت په رسمیت نه پیژنو اما واقعیت کښی خپلو غلامو چړیانو ته مسلسل میلونونو ډالرونه د امریکا له خوا لیږل کیږی او غلامو جاهلو چړیانو ته همدارنګه وظیفه ورکړ شوی دی چی خپل خاص روابط د روس ، چین او ایران سره رامینځ ته کړی او همدارنګه د جاهلو چړیانو کنترول مستقیمآ د پنجابیانو په لاس کښی دی او چړیانو ته هدایت ورکړ شوۍ دی چی ټول مکتبونه او پوهنتونونه له مینځه یوسی او په ځای ئی قادیانی مدرسی او قادیانی شرعیاتو پوهنتونونه جوړ کړی په افغانستان کښی اوس پنجابی پاکستان حکومتداری کوی !!!!!!!!!!!!!!!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب