جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهمتقي: امریکايي پوځیان افغانستان کې نه منو

متقي: امریکايي پوځیان افغانستان کې نه منو

تاند( جمعه، داسد ۲۶ مه) د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر ملا امیرخان متقي هغو وړاندوېنو ته غبرګون ښودلی، چې ګواکې د امریکا په ولسمشریزو ټاکنو کې د ټرمپ له بریالیتوب سره به هغه امریکا ته د بګرام هوایي اډې د بیا سپارلو په اړه طالبانو سره خبرې وکړي یا پرې فشار راولي.

ملا متقي په یوه تازه مرکه کې ویلي، چې دوی په افغانستان کې د یوه امریکایي پوځي حضور ته هم غاړه نه ږدي.

متقي و ویل: «کله چې موږ په دوحه کې له امریکايي وګړو سره مذاکرات درلودل، هلته مو هم ویلي و او اوس یې هم وايو. موږ په افغانستان کې د امریکايي وګړي پوځي یونیفورم نشو منلی. خو که تاسې له ډيپلوماټيک یونیفورم سره راځئ. ستونزه نشته.»

د امریکا د ولسمشریزو ټاکنو نوماند او مخکینی ولسمشر ټرمپ ټینګار لري، چې که د دوحې تړون د تطبیق پر وخت په واک کې وای، د ولسمشر بایډن برعکس به یې پر طالبانو منله چې بګرام هوایي اډه امریکایانو ته پریږدي.

ټرمپ دا ادعا هم کړې، چې ګواکې طالبانو دغه اډه چینایانو ته سپارلې او چین یې د امریکا د ګټو خلاف کاروي.

طالبانو په دې اړه ادعاوې رد کړې وې او ویلي، چې هیڅ بهرني پوځي حضور ته په افغانستان کې اجازه نه ورکوي.

په وروستیو کې داسې وړاندوېنې دي، چې د امریکا په ټاکنو کې ښایي ټرمپ بریالی شي او هغه په افغانستان کې د طالبانو د واکمن رژیم په اړه توند دریځ خپل کړي.

د ټرمپ په ځینو ویناوو کې داسې اشارې شوې هم دي، خو د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر بیا ویلي چې د افغانستان په اړه د امریکا دریځ ښایي بدل نه شي ، ځکه د ده په ټکیو دغه هېواد په زوره له افغانستانه ایستل شوی.

3 COMMENTS

  1. امریکايی ملیشې منۍ؟ په خدای خو باور نلرئ ستا دې په جناح او علامه اقبال قسم وي چې تاسو د امریکا کرایه شوې ملیشې نه یی؟

  2. دا کافران د اسلام دوښمنان بى ځايه او بى معنا نيوکى او پروپاګند کوى هغه 20 کلن ګذارونه به هيڅکله هير نه شى او نه به بيا افغانستان ته راشى

  3. عجیبه خو دا دي چې، د امریکا د اونۍ ٤٠ میلیونه ډالره منئ او نور څه نه منئ. د امریکا په ډالرو په اسلام اباد، لاهور، کوټه او کراچي کې خپلو ښځو ته پرتوګونه اخلي او په قصرونو کې د ای آیس اي تر نظارت لاندی د عیش او عشر ت ژوند تیروئ خو امریکا نه منئ. د هیبتې ځناورو او د هغوې د نا جایزه پرکټیو خبرو ته چې، وګوري انسان په عافیت د عقل او منطق شکر وباسئ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب