جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهد پاکستان د پوځ مشر: کابل دې د ټي ټي پي خلاف...

د پاکستان د پوځ مشر: کابل دې د ټي ټي پي خلاف مبارزه کې مرسته وکړي

تاند( جمعه، داسد ۲۶ مه)د پاکستان د پوځ مشر جنرال عاصم منیر د طالبانو له رژیم څخه غوښتي چې د پاکستاني طالبانو یا ټي ټي پي پر وړاندې مبارزه کې ورسره همکاري وکړي.

عاصم منیر دغه راز ټینګار کړی چې د ټي ټي پي مسئله باید د کابل او اسلام اباد ترمنځ د اړیکو د پیکه کېدو سبب نه شي.

د پاکستان د پوځ مشر ویلي: « موږ له افغانستان سره غوره اړیکې غواړو او زموږ پیغام ورته دا دی، چې ټي ټي پي ته د خپل خیرخواه او د اوږدې مودې د دوست پرتله ترجیح ورنه کړي. دوی باید د ترهګرۍ پر وړاندې له موږ سره یوځای شي، هغه ډول چې پاکستان تل د دوی په خوا کې وو.»

پاکستان بیا- بیا پر افغانستان واکمن طالبان د ټي ټي پي په ملاتړ تورنوي، خو طالب رژیم دا ادعاوې بې بنسټه ګڼلې دي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر ملا امیرخان متقي په یوه تازه مرکه کې ویلي، چې په افغانستان کې د ټي ټي پي وسله والو د موجودیت ادعاوې پروپاګند دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب