جمعه, سپتمبر 20, 2024
Home+  زنا ورور وکړه سزا خور تېره کړه| پاکیزه ارزو

  زنا ورور وکړه سزا خور تېره کړه| پاکیزه ارزو

کابو ۵۶ کاله وړاندې یوه مست ځوان د هوس په جوش کې د خپل کلي له یوې نجلۍ سره زنا وکړه، میاشت وروسته چې د نجلۍ په مېندواري کورنۍ خبره شوه له نجلۍ څخه یې د ماشوم د پلار پوښتنه وکړه، نجلۍ د خپل کلي د یوه هلک (…) نوم واخیسته، د نجلۍ ورونه په قهر د زناکار هلک کور ته ورغلل خو زاني ځوان تښتېدلی و. د نجلۍ ورونو د هلک په کور ډزې وکړې او اعلان یې وکړ چې د کور ټولې نجونې په بد کې د دوی په نوم شوې.

له ډزو سره په کور کلی کې شور جوړ شو، د زناکار هلک پلار د کلي مشرانو راوغوښتل او ورته وېې وویل، دا خو انصاف نه دی چې زما ټولې لوڼې به دوی په بد کې وړي زه حاضر یم چې بد ورکړم خو یوه لور ورکوم. د زناکار هلک درې خویندې وې او درېیمه خور یې نوی زېږېدلی وه. د کلي مشران جرګه شول چې د ورور د زنا په جرم خور په بد کې ورکړي.

مشرانو د زنا کار هلک پلار ته وویل څو لوڼې دې په بد کې ورکوې؟ پلار وویل، دا دو مشرانې لوڼې مې د خپلو ورېرونو په نوم کړي دي دوی د بل کور امانت دي دا دوې نه درکوم دا نوی زېږېدلی لور ورکوم. له خبرو اترو وروسته د خدای ج په کور یعنې په جومات کې د کلي مشرانو دا فیصله وکړه چې د ورور د زنا سزا به په ورني کې نغښتي وړه خور تېروي او په بد کې به مقابلې کورني ته ورکول کېږي، په ورني کې تړلې ۵میاشتنۍ خور د ورور د زنا په جرم د ۱۲ کلن ماشوم په نوم شوه، د کوژدې دوعا هم وشوه او دا د خدای ج په کور کې د دین پالو مشرانو عدالت و چې پلی شو.

د زناکار هلک پلار او مور ځکه نوې زېږېدلی ماشومه په بد کې ورکړه چې دوی یې په ژوند مطمین نه و او اټکل یې وکړ چې ښایي دا نجلۍ به غته نه شي او یا به مړه شي خو تقدیر ته دا منظوره نه وه، نجلۍ مړه نه شوه، پېغله شوه، د ښایسته ځواني او حسن یوه ښکلی شهزادګۍ ترې جوړه شوه.

د ثور د انقلاب کلونه و او په بد کې تللې وړې ( …) اهسته اهسته د عمر مزل ووهل، دا هغه مهال و چې شوروي اتحاد په افغانستان یرغل کړی و او د جهاد اوازې ګرمې شوې وې. په بد کې د ورکړې نجلۍ کورنۍ تصمیم ونیوه چې دا ښه چانس دی چې ځانونه له دښمني خلاص کړي او په دې راغلي اړدوړ کې کلی پرېږدي، په بد کې ورکړې وړه لور به وژغوري او د کلي په پرېښودو به دا موضوع له خلکو هېره شي، همداسې یې وکړل، په نیمه شپه کابل ته کډه شوی او د بدو حالاتو له امله یې له کلي او خپلوانو سره رابطه پرې کړه.

کلونه تېر شول، په بد کې ورکړې نجلۍ له ماشوم توبه د پېغلتوب عمر ته ورسېده او له ښوونځي څخه فارغه شوه. د ماشوم توب له تور بخت څخه ناخبرې ته پېغلې ته الله ج ښکلی حسن ورکړی، په قد جګه نرۍ، تکه سپینه، حیاناکه، تقواداره مظلومه پېغله کابل پوهنتون ته بریالۍ شوه، په کم وخت کې د هغه مهال د خپل پوهنځي په حسینو او بااستعداده محصلینو کې حسابېده چې د ښایست او اخلاقو اوازه یې په کابل پوهنتون کې خپره وه.

 په بدو کې د ورکړل شوې پېغلې په کور د مرکو او رویبارانو باران جوړ و خو ورونو به یې هره مرکه ځوابوله او دا بهانه یې کوله چې موږ یې پردیو ته نه ورکوو. ښایسته پېغلې پوهنتون په بریالیتوب پای ته ورسول او د ارواښاد ډاکتر نجیب د حکومت په وروستۍ کلونو کې یې د کابل ښار په یوه ښوونځی کې د ښوونکې دنده پیل کړه.

د ارواښاد ډاکتر نجیب الله د حکومت له نسکورېدو سره په کابل کې د وحشت او دهشت جنګونه پیل شول، داسې جنګونه چې د پېغلو عزت ته د جهاد مجاهدو پتګانو لاس وراچول او هرې نجلۍ به دا فکر کاوه چې دوی به هم د ناهید شهید په انجام اخته کېږي او د جنسي تېري له ډاره مجبورې دي ځان وژنې وکړي.

د کابل ښار اوسېدونکي د وحشي جهادیانو د دهشت له امله په تېښته و، په بدو کې د ورکړې پېغلې کورنۍ هم مجبوره شوه چې د خپلو لوڼو د عزت ژغورولو پخاطر کلي ته لاړ شي او کلي ته ولاړل. کله چې کلي ته ورسېدل بیا ځلي د زنا او بد مسله راپورته شوه او هغه ۱۲ کلن ماشوم پاخه عمر ته رسېدلی و، مسلک یې جهاد و او له ټوپک سره په خپل بد پسې راغی. ښوونکې پېغلې ته یې وویل ته یې ماته په بد کې راکړې وې او ته زما یې خو د تعلیم یافته نجونو پیاوړتیا دا ده چې نه تسلیمیږي. ښوونکې پېغلې مجاهد ته وویل، ستا له خور سره زنا زما ورور کړې وه، ورشه زما ورور پیدا کړه، مړ یې کړه او د خپلې خور غچ ترې واخله.  زه ستا نه وم، نه یم او نه تا سره په جبر واده کوم.

ښوونکې د ځان دفاع پیل کړه، خبره یې د مشرانو او مجاهدینو شرعي محکمو ته ورسوله، سره له دې چې په کابل ښار کې وحشت خپور و خو په ولایتونو کې نسبي ارامتیا په بدو کې ورکړې ښوونکې په امنیت کې وساتله او د شرعي محکومو په حکم پېغلې یو څه وخت براعات پیدا کړ.

د مجاهدینو د وحشي جنګونو اخري کلونه و، طالبانو اکثره ولایتونه نیولي و، د پېغلې په نوم نومول شوی مجاهد په طالب بدل شو او د شمالي ولایتونو په جګړو کې ووژل شو خو ښوونکې د بد له عذابه خلاصه نه شوه، د وژل شوي مجاهد طالب ورونو په ښوونکې دعوا وکړه، هر هغه چا چې به ښوونکې ته مرکه ورلېږله، هغه به د وژل شوي مجاهد طالب ورونو په مرګ ګواښل. د وژل شوي مجاهد ورونو دعوا کوله چې دا پېغله موږ ته په بد کې راکړل شوې ده او زموږ ده.

کله چې په ۱۳۷۵ ل کال کې طلبانو د مجاهدینو د وحشي جګړو ټغر ټول کړ، ښوونکې له کلی بېرته کابل ته راغله او د هغه وخت یوې شرعي محکمې ښوونکې ته له بد څخه د خلاصون بشپړ شرعي خط ورکړ. د طالبانو په لومړۍ دوره کې لکه میلیونونه افغانې ښځې دا هم کور ناستې شوه، له پلاره یتیمه له موره هم یتیمه شوه او په خوار غربت، لوږه او تنده کې له ورورونو سره د کابل ښار په یوې وروسته پاتې سیمه کې اوسېده.

 په ۱۳۸۱ ل کې چې د د طالبانو د جاهلت لومړۍ دوره ختمه شوه او په هېواد کې د رڼایي وړانګې خورې شوې، په بد کې تللې ښوونکې بیا ځلي خپل ښوونځي ته لاړه او د مقدس مسلک مقدسه دنده یې سرته رسوله خو هغه څه چې ډېر ځورونکي و هغه د ورور د کړې زنا عذاب و چې دا یې لا هم ګواښله. د ورورونو په کور کې یې له شومو وریندارګانو سره ګوزاره سخته وه، دا پیغور یې هر ورځ اورېده چې تا هېڅوک نه کوي، په بد کې تللې یې او په موږ بوج یې او تر ټولو سخت درد دا و چې د ښوونکې په غېږه کې لوی شويو ورېرونو هم بده رویه کوله او د دې وجود په ټول کور بار و. کله کله به له مجبورۍ له خور سره اوسېده خو خپلوانو یې ناوړې خبرې کولې او له اوښې سره د اوسېدو پیغور یې ورکاوه.

کلونه تېریده او د ورور د زنا په جرم مجرمه ښکلې ښوونکې په عمر پخه شوه خو ښایست یې لا ځوانې جلوې کولې، په پاخه عمر کې هم د رویبارانو راتل بند نه و خو غم دا و چې ورېرونو یې لوړ ولور غوښتل او ښوونکې ته به یې ویل موږ ځکه لوړ ولور اخلو چې موږ ساتلې یې په تا مو مصرف کړی خو د ښوونکې د خوړلې معاش حساب یې نه کاوه چې ښوونکې په دوی خوړلی و. یوه ورځ داسې هم راغله چې د ښوونکې وریندارګانو او ورېرونو له کوره وشړله او دا له مجبوري د تره زوی کورته لاړه، دا چې د تره زوی سره د نامحرم کیسه ختمه شي د تره زوی ځاتنه نکاح کړه او دې نکاح ومنله ځکه نور نه په ځمکه او نه په اسمان کې دې ته ځای و.

ښوونکې له بنې سره ژوند پیل کړ، له بده مرغه بنې هم په ارامه نه پرېښوده او ژوند یې ورته عذاب کړی و، بن یې ملامته نه وه چې ځوروله یې ځکه د هغې له مېړه سره ېې نکاح کړې وه او تعلیم یافته ښځې دا باید زده کړي د چې د بلې ښځې له مېړه په مجبوري کې هم نکاح کول خپلو همجنسو ته لوی خیانت دی.

ښوونکې ته الله ج داسې صبر او استقامت ورکړی و چې هېڅ هم نه ماتوله، د بنې عذاب یې هم زغمل، د بنې ماشومان ښوونځي ته  وړل او دا یې غوښتل چې هغوی باسواده کړي خو بنې یې فکر کاوه دا په دې چل اولادونه ترې بې لارې کوي. په ښوونکې ژوند عذاب و خو دا ورته قوی وه نه ماتېده، تل به خوښه ښکارېده او خپل بد بخت یې د تقدیر پرېکړه ګڼله، ویل به یې له الله ج څخه شکایت نه کوم هغه دنیا مې خرابیږي.

په زړه او ایمان قوي ښوونکې له حده ډېره تقواداره وه، د دې په خپله خبره یو فرض لمونځ هم ترې قضا شوی نه و او هر سهار یې د قرانکریم په تلاوت پیلول. په ایمان پیاوړې ښوونکې ځانته پېښ هر عذاب او درد خپل تقدیر ګنل چې الله ج ورته لیکلی و ځکه یې له ژونده شکایت نه کاوه، تل به خندانه وه، سینګار کړې به ګرځېده او د پیغلو هر محفل به پرې ښکلی و.

خو؛ لکه پلار، مور ورورنه، ورېرونه، خپلوان، ځمکه او اسمان او بل هر موجود د ښکلي مخ، حیا او قوی ایمان له خاوندې سره آن خپل زړه هم وفا ونه کړه او څه موده مخکې د ژوند له هرعذابه د ابدي سکون په ابدي خوب ویده شوه. انا الله وانا الیه راجعون.

دا دنیا عجبه بې انصافه ده، یوه ورور زنا د یوې خور ژوند له عذاب څخه ډک کړ، له هغې نجلۍ سره چې یې زنا کړې وه د هغې انجام هېڅ معلوم نه شو چې ورونو به یې څه پرې کړي وي. د یوه نارینه له لاسه د دو پېغلو ژوند تبا شو، دوه کورنۍ بې ابه شوې او کلونه کلونه دوه کورنۍ د دښمني کرکې اخته و، زناکار هلک نه هغه نجلۍ وګټله چې زنا یې ورسره کړې وه، نه یې د خور پوښتنه وکړه او نه یې بښنه ترې وغوښته چې زما د کړې زنا سنګسار او دورې تا وخوړې. هغو وریندارګانو چې له کوره وشړله او هغو ورېرونو چې نه یې ساتله په اخري وخت کې یې له دې بخشش هم و نه غوښته او دا بې ګناه او مظلومه ښوونکې (…) ډک زړه او کړېدلې هغه رب ته په ابدي سفر ورغله چې دې د هېڅ درد او عذاب شکایت ورته کړی نه و.

د ورور د زنا په جرم مجرمې بې ګناه استادې په ۵۶ کاله ژوند کې د هغه جرم سزا ولیده چې دې نه وه کړې، هغه عذابونه یې ولیده که په غره راغلي وای ښایی زرې زرې به شوی و خو اروا ښادې استادې په خپل پاک ایمان، عزم او تعلیم هر عذاب وزغمل او د ژوند تر اخري سلګۍ یې د خپل ځان د ژوغورلو مبارزه وکړه او د ژوند سختو ته تسلیم نه شوه.

زما دې ښوونکې په شان میلیونونه افغانې مېرمنې او نجونې د خپلو ورونو، پلرونو او حاکمانو د ګناوو سزا هره ورځ ویني ځکه خو د افغانستان په نوم هېواد باندې د الله ج قهر نازل دی، نارینه یې هر ورځ مري او الله ج ظالم او جابر حاکمان پرې مقرروي. له۴۶ کلونو راهیسې د استادې غوندې میلیونونه افغان نجونې او ښځې د ناکړو ګناوو په جرم عذاب ویني او ۴۶کاله کېږي په دې وطن عذاب نازل دی. زه باور لرم چې د یوه انسان ازارول او قتلول د ټول بشریت ازار او قتل دی او تر هغو چې له افغان ښځو بښنه و نه غوښتل شي به دا خاوره به سکون پیدا نه کړي نارینه او ښځې به یې کړیږي.

یادونه: په دې کیسه کې یوه خبره هم مبالغه نه ده. ارواښاده استاده زموږ له نژدې دوستانو څخه وه او زه یې د ژوند په هره کیسه خبره وم، کله چې له مړینې یې خبره شوم شکر ومې وایسته چې اخر هم د سکون ژوند ته ورغله او د ژوند له هر عذابه په امان شوه. د شخصي حریم د درناوي په پار مې د نوم او ځایونو د نوم  له اخیستلو ډده وکړه. اروا یې ښاده.

8 COMMENTS

  1. ګرانې پاکیزه جانې سلام،
    ډېره پېچلې او له دردونو ډکه ريښتنې کيسه دې ليکلې…
    د دې ښوونکې د ژوند پر هره مرحله، يوه بېله کيسه جوړيدی شي، د لوستلو پر وخت يې زما له خولې ساړه ساړه اسويلي ويستل…
    زموږ د ټولنې د ناوړه رواجونو ډېره او لوړه بیه تل ښځو پرې کړې او کله چې موږ دا ناخوالې تر نيوکو لاندې نيسو نو موږ ته په ډېره ټيټه او بده سترګه کتل کيږي…
    خو بيا هم تا غوندې زړورې او تکړه قلموالې چې تر شلو زياتو ميليون ښځو کې د ګوتو په شمېر وي، جرات کوي او خپل قلم چلوي چې د ټولنې يو اړخيزه او جابره دودونه د قلم ژبه راکاږي.
    له تا مننه کوم چې په داسې موضوعاتو تنقيدي ليکل کوې او هيله منه هم يم چې دوام ورکړې!
    بريالۍ او خوښه اوسې نازنينې!

  2. د صوفیانو خبره نر غیرت لری او ښځه حیاء لری.
    دا د خدای ج لوی حکمت دی چی د ښځی په وجود کی ئې د حیاء پنوم یو سوغات ایښی دی کنې بشری نسل خصوصاً د ” کورنۍ ” جوړښت او تشکیلات به د بحران سره مخامخ او غیر انسانی بڼه به ئی غوره کړی وای.
    دا چی ځینی وخت یوه پیغله یا مړوښه یا کونډه د خپلی حیاء پر ستونی پښه ایږدی مسئول ئی یو بی غیرته نر دی.
    په هره توګه،. د پورته کیسې اصلی قهرمان همدا د نااُمیدونو په سمندر کی لاهو خدای بخښلې ۵۷ کلنه استاده ده.
    د نن ورځی کړکیچنو حالاتو ته په کتو سره، ممکن دا مرحومه د عادی او نورمال حالت په صورت کی د میړه او اولادونو څښتنه او ممکن میړه او اولادونه ئی پداسی بد حالت کی را ګیر وای چی د غم زغم ئې تر اوسنی سرنوشت ډیر تریخ وای.
    هغه درس او عبرت چی دې مرحومی میرمنی اوسنی نسل ته په میراث پریښود دا نه دی چی مثلاً یوازی د ټولنی ځینی فرهنګی او کلتوری نیمګړتیاوی وغندل سی بلکه اصلی عبرت او درس دا دی چی د صبر او درایت څخه کار واخیستل شی.

  3. ياره غلام حضرته ستا تبصره مي ډيره خوښه شوه
    ډيره خوښنه د تا سو په زبه د مور شيدي د سه

  4. ډیره عالي لیکنه ده، لوی درس پکې نغښتی دی. خدای دې په قلم برکت کړه. زموږ د بدمرغه دود- دستور بدمرغۍ پکې ښه انځور شوي دي.
    الهام

  5. سلامونه،
    آغلې خور پاکیزه آرزو ډیره تراژېدي خو حقيقي کیسه لیکلې ده؛ په فکر سوژه او قلم ېې برکت؛
    لکه پورته چې دوستانو لیکلي اول خو دا د (بدو کښې ورکول!) ډیر بد او زشت اوغیر اسلامي عنعنه ده
    بیا د کلي ملک،مشران او شرعیت مداریان!! ولې زناکار ته د سل دُرو سزا نه ورکوله؟؛
    د کیسې په جریان کښې یوځای لولو:”کله چې په ۱۳۷۵ ل کال کې طلبانو د مجاهدینو د وحشي جګړو ټغر ټول کړ، ښوونکې له کلی بېرته کابل ته راغله او د هغه وخت یوې شرعي محکمې ښوونکې ته له بد څخه د خلاصون بشپړ شرعي خط ورکړ.! د طالبانو په لومړۍ دوره کې لکه میلیونونه افغانې ښځې دا هم کور ناستې شوه،””!!؟
    -ط. ادارې خو لا داتووره کړې وه چې ښوونکې ته ېې له بد څخه د خلاصون بشپړ خط ورکړی و!؛لکه اوس په دوهمه ط ط کې ې هم د نجونو او ښځو شرعي حقوقو لپاره فرمان صادر کړی دی!! مګر داچې دپورته پرګراف آخري کرښه ؛لکه ملیونونه افغانۍ ښځې په کور کینول د بشپړ خط صواب کموي!!!او لکه په دا دوهم ط ط کې پخپلو وعدو نه دریژي او د ګناهونو پیټي درندوي!!تناقضات دي نو!!
    +ارواښادې ښوونکې ،لکه ډیرو افغاني/پښتني میندو د عفت،تقوی،صبر، زغم او پر یو الله توکل خپل کړي ول ؛په خپلوانو او شاګردانو کې ېې هم دومره صلهءِ رحمي او اسوه حسنه نه وه چې د زړهءدرملنه ې ورته کړې وای !؛ خدای ج دې ټولې خویندې؛میندې او میرمنې وبښي او د جنتونو سردارانې شي.آمین ثم آمییین یا رب العالمین

  6. سلام. محترمه وروره ستاسو له نېک نظر څخه مننه .
    ما رښتيا ويلي دي‌ چې شرعي خط يي ورکړی و. ما کولای شو دا شرعي خط موضوع پټه کړم دا يو ډول طالبانو ته کمپاين هم دی ما دا خبره وکړه ځکه. زه تل رښتيا وايم‌.‌ خو استاده کورناستې وه لکه اوس چي ټولې ښځې کور ناستي دي ، سوالګري کوي خو معلمي نشي کولای ولي؟ ښوونځي ولې بند دي؟ کوم شرعي حق طالبانو ښځو ته ورکړی؟ څلور ودونه چي کوي دا حق؟ د ښوونځي حق يې ترې اخيستی دا حق؟ د کوم شرعيت خبری کوې؟ دغه وحشت چي يې روان کړی دا حق؟ دا طالبان به د ښځو د حق خوړلو په جرم الله ج هغسې وشرموي لکه مجاهدين چي الله ج وشرمول‌ رسوا او ذليل شول. استاده که هغه وخت ښوونځی ته تلای معاش يي درلودای دومره غربت به يي کور کي نه و . يوه ورځ يې زما مور ته ويلي و. بختورو هندوانه اخيستلاي شي زما داسې زړه ورته کيږي نشم کولای قيمته ده. خير هندوانه خو ورته واخيستله شوه مګر د ژوند زر نورې اړتياوي څنګه؟ طالبان دې الله ج د دنيا او اخرت مخ توري کړي دا چې د ښوونځي دروازې يې تړلي په په دوی دې د الله ج د رحم دروازې بندې شي.
    بله هغه بی غيرت زناکار نر تښتېدلی و وطن کې نه و

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب