پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeخبرونهد پاکستان پوځ څو نور متقاعد پوځي افسران ونیول

د پاکستان پوځ څو نور متقاعد پوځي افسران ونیول

تاند(پنجشنبه، داسد ۲۵ مه) د پاکستان پوځ د پنجشنبې په ورځ وویل چې د پخواني استخباراتي مشر متقاعد جنرال فیض حمید د قضیې په تړاو درې نور متقاعد افسران نیول شوي دي.

د پاکستان پوځ د دوشنبې په ورځ د استخباراتو یا آی ایس آی پخوانی مشر جنرال فیض حمید ونیوه.

د پوځ د نن ورځې په اعلامیه کې د افسرانو هویت نه دی په ډاګه شوی خو ویل شوي چې دوی د پوځي نظم او د پوځي انظباط د سرغړونې او د بې ثباتۍ د رامنځته کولو په تور نیول شوي او پوښتنې – ګروېږنې ورڅخه کېږي.

د دوشنبې په ورځ د پاکستان پوځ اعلان وکړ چې دوی د یوه ښارګي د مځکې د پراختیا په تور د آی ایس آی پخوانی مشر متقاعد جنرال فیض حمید نیولی دی.

کارپوهان په دې باور دي چې د پاکستان پوځ هڅه کوي چې د سیاسی تمایلاتو پر وړاندې د پوځ په منځ کې پیوستون پیاوړی کړي.

په متحدو ایالتونو کې د ویلسن څیړنیز مرکز کې د جنوبي اسیا څانګې مشر مایکل کوګلمن په دې باور دی چې له پخواني صدراعظم عمران خان سره د جنرال فیض حمید نژدې اړیکې هیڅ راز پټې نه دي او ښایي هغه له تقاعد وروسته دې اړیکو ته دوام ورکړی وي.

ښاغلی کوګلمن زیاتوي، د فیض حمید او نورو په محاکمه کولو سره، د پاکستان پوځ هڅه کوي چې په خپلو لیکو کې د سیاسي رجحاناتو مخه ونیسي.

په ورته وخت کې، د پاکستان بیلابیل سیاسي ګوندونه او سیاستوال متقاعد جنرال فیض حمید تورنوي چې کله په پیښور کې د استخباراتو او قول اردو قوماندان و، د پاکستاني طالبانو له تحریک (ټی ټی پی) سره خبرې کوې وې، او د عمران خان په مشرۍ حکومت ځینې پاکستاني طالب بندیان خوشې کړل او ځینو ته یې اجازه ورکړه چې قبایلی سیمو ته لاړ شي.

جنرال فیض حمید له ۲۰۱۹ کال څخه تر ۲۰۲۱ کال پورې د استخباراتی ادارې (ای ایس ای) مشر و.

په تېرو دوو لسیزو کې په افغانستان کې د امریکا په مشرۍ د ځواکونو د شتون پر مهال، د واشنګټن او افغان حکومت له لوري په وار وار پر ای ایس ای تور لګول شوی چې د طالبانو ملاتړ کوي.

د ای ایس ای مشر عموما له لوی درستیز وروسته د پاکستان دوهم ځواکمن پوځي افسر ګڼل کیږي.

جنرال فیض حمید د لومړي وزیر عمران خان په دوره کې د استخباراتی ادارې (ای ایس ای) د مشر په توګه معرفی شو.

عمران خان په ۲۰۲۲ کال کې د نه باور رایې په پایله کې له واکه لرې کړای شو، چې د هغه په وینا د اردو له خوا تنظیم شوې کودتا وه، خو اردو دا تورونه ردوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب