Homeخبرونهساینسپوهانو په لومړي ځل د مریخ تر پرښو لاندې اوبه تایید کړې

ساینسپوهانو په لومړي ځل د مریخ تر پرښو لاندې اوبه تایید کړې

تاند (پنچشنبه، د اسد ۲۵ مه) څېړونکي وايي چې په مریخ کې یې د اوبو سرچینې کشف کړي او دا سرچینې د دې سیارې تر ډبرین قشر لاندې دي.

دا موندنې د هغو معلوماتو له شننې او څېړنې وروسته ترلاسه شوې چې په ۲۰۱۸ کال کې د ناسا ستوربیړۍ له مریخ څخه مځکې ته لېږلي وو.

دغه ستوربیړۍ یو ټکانمېچ (سیزمومیټر) لري چې له څلورو کلونو راهیسې په مریخ کې ژور ټکانونه ثبتوي.

د دې زلزلو تحلیل – او د ټکان پېژندنې په شمول د سیارې د څرخیدو د دقیق ډول تحلیل او تجزیه – ښيي چې مایع اوبه شته.

د انسایټ ستوربیړۍ په څیړنیزه پروژه کې د مځکې او مریخ په شمول د ډبرینو سیارو د تکاملي پروسې مطالعه شامله وه.

په داسې حال کې چې دا معلومه شوې چې د مریخ په قطبونو کې کنګل شوې اوبه شته، او د سیارې په اتموسفیر کې د اوبو د بړاس شواهد لیدل شوي دا لومړی ځل دی چې په دې سیارې کې د مایع اوبو راپور ورکول کیږي.

د دې پروژې نوې موندنې د متحدوایالتونو د ساینس د ملي اکاډیمۍ په ژورنال کې خپرې شوي دي.

د انسایټ ساینسي ماموریت د ۲۰۲۲ په دسمبر کې او د مریخ ټکانونو ته له څلور کاله غوږ نیولو وروسته پای ته ورسید. په هغه وخت کې، تحقیقاتو تر ۱۳۱۹ ډیرې زلزلې ثبت کړې وې.

څېړونکو د زلزلې د څپو د سرعت په اندازه کولو سره، وموندله چې د مریخ د قشر په ژورو کې کوم مواد شته.

د کلیفورنیا په برکلې پوهنتون کې پروفیسر مایکل منګا، چې په دې څېړنه کې یې برخه اخیستې وه، وویل: “دا په حقیقت کې هماغه تخنیکونه دي چې موږ یې د اوبو د سرچینو یا تیلو او ګازو د موندلو لپاره کاروو.”

د انسایټ ستوربیړۍ د موندنو شننې او څېړنې د مریخ له قشر څخه له شاوخوا ۱۰ تر ۲۰ کیلومترو پورې ژورو کې د اوبو د سرچینو موجودیت څرګند کړ.

په سندیاګو کې د کلیفورنیا پوهنتون د سمندري علومو د سکریپس انسټیټیوټ مشر څېړونکی ډاکټر واشان رایټ وویل: “په مریخ کې د اوبو د دوران پر ماهیت پوهیدل د اقلیم د تکامل او د سیارې د سطحي او داخلي بدلونونو د پوهیدو لپاره خورا مهم دي.”

ده زیاته کړه چې اوبه “د یوې سیارې په تکاملي پروسه کې تر ټولو مهم مالیکول دی.”

د هغه په وینا، دا موندنه یوه لویه پوښتنه ځوابوي او هغه دا ده چې: “د مریخ ټولې اوبه چیري لاړې؟”

د مریخ د سطحې، د هغه د کانالونو او د ټکانونو د څپو په اړه مطالعې ښيي چې په ډېرو پخوا وختونو کې په دې سیاره کې سیندونه او جهیلونه موجود وو.

کله چې د مریخ اتموسفیر ویجاړ شو، د سیارې ځینې اوبه په فضا کې خپرې شوې. دلته په مځکه کې هم، “د اوبو ډیرې موجودې سرچینې د مځکې لاندې اوبه دي، او هیڅ دلیل نه شته چې ولې باید په مریخ کې داسي نه وي.”

په داسې حال کې چې د مریخ په قطبونو کې د منجمدو اوبو او په اتموسفیر کې یې د بخار شواهد شته دا لومړی ځل دی چې په دې سره سیاره کې مایع اوبه موندل کیږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...