پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeخبرونهد اسلام کلا په ګمرک کې د اورلګېدو له کبله د میلیونونو...

د اسلام کلا په ګمرک کې د اورلګېدو له کبله د میلیونونو ډالرو تاوان اوښتی

تاند (پنجشنبه، د اسد ۲۵ مه) د هرات ولایت په ګمرکي تاسیساتو کې د اورلګېدو له کبله د میلیونونو ډالرو تاوان اوښتی دی.

پرون (چهارشنبې) د هرات په ګمرک کې اور ولګېد او ساعتونه یې دوام وکړ.

یوه سوداګر نجیب الله وویل: “زموږ مالونو شاوخوا ۲۰۰ زره ډالره ارزښت درلود چې اور یې واخیست. امکان لري چې زموږ ټول ملکیتونه سوځېدلي وي او هیڅ شی نه وي پاته.”

د هرات د ګمرکونو چارواکي وایي، تر اوسه روښانه نه ده چې څومره زیان اوښتی، خو وایي مالي زیانونه یې ډېر دي. دوی دا هم ویلي چې د پېښې علت لا نه دی معلوم شوی.

شاهدان وايي، اور په لږ وخت کې ډېر خپور شو، د تېلو ټانکرونه، تجارتي مالونه اوهر څه یې لولپه کړل.

سوداګرو د هرات پر ګمرکي چارواکو انتقاد وکړ چې کافي امکانات او پرسونل نه لري، سوداګر ډېر انتظار پرېښودل کېږي او همداراز داسي مکانیزم او وسایل نه لري چې اور ژر ووژلی شي.

په افغانستان کې د اورلګېدو اکثره پېښې د برېښنا د شارتۍ او یا د تېلو پهشان د ژر اور اخیستونکو موادو څنګ ته د اور یا سیګرېټ لګولو له کبله کېږي.

له بلې خوا افغانستان د اطفایې مجهز سیستم نه لري او په کومو ځایونو کې چې اطفاییه شته، په وخت د پېښې ځای ته نه رسیږي له همدې امله په دا ډوأ پېښو کې تاوانونه ډېر کېږي.

1 COMMENT

  1. د طالب د راتګ له برکته دده له ټڼډې افغان ولس باندي یا زلزله یا توپان یا ګڼ وروښتونه سي هر څه وړي او یا وچکالي. بس خلک د لمانځي دغه د افغانستان په تاریخ کې دریمه کرغیړنه ورځ دجهاد له برکته ☹️

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب