جمعه, نوومبر 22, 2024
Home+د دولت د کبارت پړاو | پو‌هاند نصرالله ستانکزی

د دولت د کبارت پړاو | پو‌هاند نصرالله ستانکزی

    دولت هغه ملموس (نه په مادي مفهوم) تاریخي، حقوقي او سیاسي واقعیت دی چې په ټولنیزو علومو کې یې ساری نه شته؛ د دولت د تاریخي پیدایښت او د هغه د رامنځ ته کېدو د څرنگوالي په هکله واحد نظر نه شته، همدا وجه ده چې د دولت د رامنځ ته کیدو په هکله گڼ شمیر تیوري گانې مطرح شوي دي، له همدې امله ویل کیږي دولت هغه ملموس واقعیت دی چې ظاهري شتون نه لري.

     انساني تجربې ښودلې چې له هغه وروسته چې انسان انفرادي ژوند پریښی او ټولنیز ژوند ته یې مخه کړې ده؛ تر ننه پورې د دولت (یا هغه ته ورته جوړښت) څخه پرته د ټولینز ژوندانه د سمبالښت او تنظیم لپاره بدیل نه دی لرلی.

   د دولت تکامل په حقوقي اوسیاسي لحاظ بیلابیل پړاونه تیر کړي دي، خو په معاصره زمانه کې د دولتونو ویشنه یا د هغوی تصنیف د شکل له اړخ یا هم د ماهیت له نظره، یا د هغه د وسعت له نظره او نورو اړخونو کیدای شي.

    خو؛ د مضمون له حیثه دولتونه د هغوی د متشکله عناصرو (خاوره، ملت یا وگړي او حاکمیت)، د شتون یا نه شتون له نظره په درې ډوله ویشل کیږي: باطل دولت هغه دولت دی چې درې گوني عناصر نه لري او یوازې په سیاسي لحاظ د لازمو سیاسي موخو له پاره یې شتون لیدل کیږي لکه پروتکتورات (تحت الحمایه دولتونه) او یا جلا وطنه دولتونه، ځکه دا ډول دولتونه هیڅکله په حقوقي بڼه خپل حقوق او تکالیف نه شي اعمالولی، دوهم ډول دولتونه ناقص دي؛ چې په اصولو کې دولت وي خو په عمل کې متشکله عناصر په تیره د حاکمیت عنصر یې نیمگړی یا معیوب وي د ساري په ډول په ټول خپل ټول نفوس او خاوره د سراسري حاکمیت او تسلط لاندي نه شي راوستی، یا د زور او ‌نا قانونو کړنو له طریقه پرته د خلکو له ارادې څخه د اقتدار غضب او په دیکتاتورانه بڼه د حاکمیت چلول. او دریم ډول کامل دولتونه دي چې د دولت عناصر په پشپړ ډول ‌په کې ولیدل شي.

   خو؛ په اوسنۍ نړۍ کې دولتونه هم د نسبیت له نظره؛ په مطلق ډول کاملیت ته نه رسیږي، مگر بیا هم ځینې دولتونه په لوړ نسبیت سره د کمال مرحلې ته ورننوځي، چې په عمل کې د «کبارت» په پړاو کې وي، او په حقوقي لحاظ د کامل الاهلیت لرونکي حکمي شخصیت په توگه پیژندل کیږي او خپله اراده په خپلواکه توگه په ملي او نړیواله کچه له حقوقي موازینو سره جوخت پلي کولی شي.

     د کبارت پړاو لرونکي دولتونه دغه اوصاف لري:

  – حاکمیت (sovereignty): د قدرت تمثیل په عمل کې حاکمیت دی؛

 – ځانگړي قلمرو (state territory) – د هغه ځمکني، فضایي او بحري قلمرو څخه موخه ده چې له نړیوالو حقوقي قواعد سره سم تعریف شوي وي،

 – نفوس (souls): د هغو خلکو څخه عبارت دي چې د تابعیت له درلودلو سره د برابرو حقوقو په لرلو سره مساوي وجایب او‌ مکلفیتونه لري،

 – تقنین (legislation): د قانون جوړونې په مانا ده چې یو دولت باید د یوه حقوقي نظام د جوړولو له پاره هغه ترسره کړي او له دې لارې په عادلانه توگه د خلکو حقوق او ازادۍ تضمین کاندي،

 – کورنی او بهرنی امنیت (internal and externalsecurity) – دولت باید کورنی امنیت د پولیسو او عدلي او قضايي موسساتو له لارې او بهرنی امنیت د دیپلوماسۍ او پوځ له لارې تنظیم او تامین کاندي؛

 – له نورو هیوادونو سره اړیکې (government relations with other states): په دې مانا ده چې دولت باید دا وړتیا ولري چې له نورو دولتونو سره د خپلو ملي گټو له ساتلو سره سم د متقابل او مساوي اړیکو تامین او هغه ته وده ورکړای شي؛

 – مشروعیت (legitimacy): مشروعیت د یوه دولت د شتون اساسي شرط دی، په دې مانا چې د دولت مشروعیت باید د نړیوالو حقوقي شخصیتونو او خلکو سره په دې مفهوم وپیژندل شي چې د هغوی گټو او ارزښتونو ته زیان نه رسوي؛

  – با ثباته اقتصاد (sustainable economy): دولت باید دا ډول اقتصادي ظرفیت ولري چې برسیره پر دې چې عامه خدمات وړاندي کوي، بلکې د راتلونکې اقتصادي، ټولنیز او‌کلتوري ودې له پاره ډاډ ورکړای شي؛ او

 – ټولنیز عدالت (social justice): په دې مانا ده چې یو کامل دولت دا تضمین باید خلکو ته ورکړي چې ټولې مادي او‌معنوي شتمنۍ په برابره توگه د ټولنې ټولو وگړو، اقشارو، طبقاتو‌ او ډلو (که اکثریت وي یا اقلیت) ته په عادلانه توگه پرته له توپیره رسوي.

1 COMMENT

  1. سلامونه ،
    محترم پوهاند صاحب ،ډیره په زړهء پورې همه جانبه لیکنه موده؛لکه د نورو لڼډو پر مفهومو لیکنو مو.
    زما ؟ داده چې آیا په نړۍ کښې کوم دولت د کبارت ټول اوصاف پوره کړي دي؟؟ چې هغه دولتونه چې لا د صغارت په مراحلو کې دي له هغوی پیروي وکړي یا کاپي -پېست وکړي؟؟؟
    زما په فکر نیو زیلاند؛ مالیزیا، منګولیا؛ تر یو حده انډیا، ترکمنستان؛ بحرین،قطر، ؛فنلیڼډ، سویډن، ناروې، دنمارک، بلجیم، سویس، سکاټلنډ، ایسلنډ،؛ کاناډا، ارژنتاین، ؛ لیبیا!، مراکش یا المغرب،ګانا سوت یا سهیلي افریقا …نسبتاََ کبیر سوي دي!!
    څنګه؟؟؟ نور مبصرین څه نظرونه لري؟؟؟
    په درنښت
    بروکسل/۲۴آګست=۲۰صفر=۰۳سنبله یا وَږې

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب