جمعه, سپتمبر 20, 2024
Home+د افغانستان د اسلامي اِمارت مشرانو ته څلورم پرانیستی لیک

د افغانستان د اسلامي اِمارت مشرانو ته څلورم پرانیستی لیک

  عبدالباري جهاني

درنو مشرانو السلام علیکم.

زړه ته مي نه لویږي چي زما دا لیک به ولولی او که یې ولولی نو فکر نه کوم چي اهمیت به ورکړی؛ ځکه چي دا به د خپل یوه مخالف سړي لیک وبولی او مخالفت تاسي زغملای نه سی. خو زه د یوه افغان په حیث د وطن د حالاتو په باره کي د نظر څرګندول خپله وظیفه بولم.

درنو مشرانو! ستاسي د قدرت د نیولو درې کاله پوره کیږي خو ستاسي په کابینه کي تر اوسه پوري ټول اساسي قدرت د پښتنو او هغه هم د یوه ټاکلي سمت د پښتنو اقوامو په لاس کي دی.  تاسی ښايي ووایاست چي نورو اقوامو ستاسي سره د امریکایی قواوو په ایستلو کي یا مرسته نه ده کړې او یا یې لږه مرسته کړې ده نو ځکه باید ټول قدرت د هغو کسانو او قومونو په لاس کي وي چي د امریکا سره په جهاد کي یې برخه درلودلې وي. خو د دې معنا دا نه سي کېدلای چي تاسي باید د افغانستان د نورو اوسېدونکو لویو قومونو پر حق باندي سترګي پټي کړی او له خپلو حقوقو څخه یې محروم کړی.

دا وطن د ټولو هغو قومونو دی چي، د پښتنو په څېر، له نا معلومي مودې راهیسي، په دې خاوره  او وطن کي آباد دي او په هر غم او ښادي کی یې برخه درلودلې ده. موږ افغانان او نړۍ وال چي د ټول شموله حکومت غوښتنه کوو؛ مطلب مو په حکومتي اداره کي د هغو داړه مارانو او غلو ګډون نه دی چي څه باندي شل کاله یې پر دې هیواد باندي بې مسوولیته واکداري وکړه. مځکي او جایدادونه یې غصب کړل، د پردیو لپاره یې خپل اولسونه قتل کړل، د دوستم په څېر یې د خلکو پر عزت او شرف باندي صرفه ونه کړه، د هیواد شته مني، خزانې او جواهرات یې پردیو ته سوغات کړل او اوس هم لا، د پردیو په زور، په افغانستان کي د بیرته واکمنېدلو خوبونه ویني.

له ټول شموله حکومت او ادارې څخه مطلب د افغانستان ټولو شریفو قومونو او قشرونو ته په قدرت کي برخه ورکول دي. څوک چي په دې وطن کي اوسېدلي او اوسیږي هغوی نه یوازي په هیواد کي د اوسېدلو بلکه د خپل وطن په ښو او بدو کي د برخي اخیستلو مشروع حق لري. چا چي په دې وطن کي تعلیم او تحصیل کړی دی هغوی په هیواد کي د وزارتونو، معینیتونو، ریاستونو، ولایتونو او اداري، تعلیمي او قانوني صلاحیتونو درلودلو حق لري. یو ګوندي حکومت، د یوې خاصي لاري او ایدیالوژۍ حکومت، په یوه کثرالاقوام هیواد کي د یوه ځانګړي سمت او قوم حکومت ډېر دوام نه سي کولای.

ستاسي د تعلیم او تربیې وزیر سیدحبیب الله اغا څو ورځي مخکي د کانکور په آزموینه کي بریالي سویو شاګردانو ته وویل چي عصری تعلیم فرض کفایی دی( زه نه پوهېږم چي د عصري تعلیم په مسله کی فرض کفایی او فرض عین څرنګه مطرح کېدلای سي او څرنګه ارتباط ورشسره پیدا کوي؟ )  حبیب الله اغا، پرمخ تللیو هیوادونو ته د اشارې په ترڅ کي، وویل  چي « دوی اسمان ته ورسېدل، ډرون یې په اسمان کي ګرځي. زه او ته د ډرون په مقابل کي څه لرو؟ هیڅ نه لرو. خو دا به جوړوو. . . » لومړی خو باید له حبیب الله اغا څخه پوښتنه وسی چي ده پخپله څه عصري تعلیم کړی او د عصري علومو له کومي پوهنځی څخه فارغ سوی دی چي د عصري علومو د زده کړي او ترویج غم ورسره پیدا سوی دی؟ څوک چي د عصري علومو غوښتنه کوي هغه پخپله باید عصري تعلیم کړی وي. او که نه وي نو باید لومړی د هغو کسانو قدر وکړي چي په وطن کي یې د عصري علومو په زده کړو او تدریس کي ږیري او سرونه سپین کړي دي. د عصري علومو غوښتنه په داسي حال کي نه کیږي چي د وطن د ساینس پوهنځي د فزیک او ریاضي استادان دي په بازار کي کچالو خرڅوي خو حبیب الله اغا او شیخ ندیم دي د تعلیم او تربیې او عالی تحصیلاتو د وزارتونو پر چوکیو ناست وي او د عصري تحصیلاتو لرونکي استادان دي کچالو او شلغم وپلوري. نه یوازي دي تحصیل یافته کسان د عصري تعلیماتو او تحصیلاتو په مسله کي هیڅ واک اختیار ونه لري بلکه د آزادو خبرو او نظر ورکولو حق دي ورڅخه اخیستل سوی وي او چي هر چیري ږغ پورته کړي نو د مُلایانو له لرګیو او کېبلونو سره مخامخ سوي وي. د عصري علومو د انکشاف غوښتنه په داسي حال کي نه کیږي چي د عصری علومو متقاعد استادان او معلمین د تقاعدي تنخوا له حق څخه محروم کړل سي او له مسوولو مقاماتو سرا دا سواتل هم پیدا نه سي چي د تقاعدي تنخوا له حق څخه دغه محروم سوي کسان به څه خوري او څه به اغوندي. البته افغانستان په نړۍ کي یوازینی هیواد دی چي د متقاعدینو پر حق باندي یې سترګي پټي کړي دي؛ او وزیران یې لا بیا هم د عصري علومو د زده کړي غوښتنه کوي. په دغه اوسني شکل ستاسي د نظام هرکال دوام افغانستان شل کاله شاته غورځوي.

ستاسي څخه به یوه بله پوښتنه هم وکړم. تاسي د حضرت رسول اکرم ص څخه نیولې بیا تر اوسه پوري داسی خلیفه، امیر، سلطان یا پاچا لیدلی یا لوستی یا اورېدلی دی چي له خپلو خلکو او حتی له خپلو وزیرانو څخه مخ پټوي؟ حضرت رسول اکرم ص خو د خپلو صحابه وو په منځ کي ناست وو او امامت یې پخپله کاوه. د هغه حضور ته خو هر نارینه او ښځي خپل عرض وړاندي کولای سوای او هره ورځ یې کولای سوای چي هغه وویني. تاسي په نړۍ کي داسي پاچا لیدلی او یا په تاریخ کي اورېدلی دی چي له خپلو خلکو څخه پټیږي؟ دا داسي مرموز او بې مثاله حالت دی چي په نړۍ او افغانستان کي یې له هر چا سره سوال پیدا کړی دی. دا د خلکو مشروع او قانوني حق دی چي خپل مشر او پاچا وویني، د هغه آواز واوري او خپل آواز، عرض او شکایت په واوري.

افغانستان په نړۍ کي یوازینی هیواد دی چي د ښځو تعلیم او تحصیل پکښي غیر قانوني دی. تاسي یوازي ښځیه نرسانو او ډاکټرانو ته د کار حق ورکوی؛ او هغه هم ځکه چي د خپلو ښځینه اړتیاوو لپاره یې خدمت ته ضرورت لری. ښځي ولي یوازي نرساني او ډاکټرانی سي؟ د عصري علومو کومه څانګه ده چي موږ په هغی کي معلماني، استاداني او متخصصیني نه درلودې او نه یې لرو؟ تاسي ته دا حق چا درکړی دی چي د ښځینه ډاکټرانو او نرسانو تنخواوي یوازي ۵۰۰۰ افغانیو ته راکمي کړی؟ تاسي پخپله په دغه تنخوا ګوزاره کولای سی؟ تاسي فکر کوی چي خلک ړانده دي او ستاسي عیش او عشرت نه ویني؟

زه ستاسي دښمن نه یم او نه مي عمر او صحت له چا سره د دښمنۍ کولو اجازه راکوي او نه یې وس لرم. مګر زما دا خبره واوری چي په ظلم او جبر تر یوه وخته حکومت کیږي مګر تر قیامته دوام نه سي کولای. د ایران اسلامي حکومت ستاسي تر نظام سل چنده قوي دی. که د هغه په مقابل کي پنځه شپږ ځله پاڅون کېدلای سي نو تاسي هم بېغمه نه سی پاتېدلای. که د پنجاب د ظالم او جابر حکومت او یو میلیوني پوځ او پولیسو په مقابل کي پښتانه او بلوڅ را پورته کېدلای سي؛ نو تاسي هم تر قیامته دوام نه سی کولای. که تاسي فکر کوی چي تر قیامته به د لرګي او کیبل په واسطه د خلکو آوازونه کرار کړی نو دا خیال له سره وباسی. تاسي ولیدل چي د یوه شهید ګیله من پاکو وینو څومره رنګ راووړ او څرنګه یې ټول پښتانه په پښتونخوا او نړۍ کي وپاڅول او زه یقین لرم چي دا پاکي او شهیدي ویني به یوه ورځ د پنجاب غاړه سره کړي. تاسي هم تر قیامته د میلیونونو اولسونو پر حقوقو باندي پښه نه سی ایښودلای. که دې پراخو اولسونو او د افغانستان ټولو قشرونو ته حقوق ورنه کړه سي هغوی یې یوه ورځ په زور درڅخه غواړي او تاسی یقین ولری چي درڅخه اخیستلای یې هم سي. د افغانستان د اوسني نظم قهري سقوط د هیچا په ګته نه دی بلکه د ټولو په تاوان دی. ستاسي اوسنی انحصاري نظام د افغانستان د میلیونونو اولسونو ترمنځ دښمني ایجادوي او د هغي دښمنۍ ټول مسوولیت به ستاسي په غاړه وي.

دا وطن د پښتنو دی دا وطن دی د تاجکو

دلته کور د هزاره دی دلته اور دی د اوزبیکو

له پېړیو دلته اوسي په پېړیو به اوسیږي

په ازل کي سره خپل وه په قیامت به جلا کیږي.

د افغانستان د اسلامي اِمارت مشرانو ته پرانیستی لیک

1 COMMENT

  1. سلامونه، ما څو څو ځلي دي ټکي ته اشاره کړي چي تالبان يوه پټه پاکستاني امريکايي پروژه چي اوس په وده کي ده اونتيجه به يي په راتلونکو پنځو تر لسو کلو ورسته روښانه شي چي ډير ختر بي روسي او چين ته متوجي وي ځکه امريکا ويره د چين او روسيي په اقتصادي اوتخنيکي پر مختګ ته د سيال حتا دښمن په سترکه کوري لري.
    که روسيه او چين دد راتلونکي ناورين ته د افغانانو په خوښه يوه لاره دحل پيدا نکړي نتيجه بي روس او چين ته ډير ربړونه وزيږه وي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب