جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهد روغتیا نړیوال سازمان د بیزو چیچک ناروغۍ د خپرېدو خبرداری ورکړ

د روغتیا نړیوال سازمان د بیزو چیچک ناروغۍ د خپرېدو خبرداری ورکړ

تاند (پنجشنبه، د اسد ۲۵مه) د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) د چهارشنبې په ورځ (د اګست په 14) خبرداری ورکړ چې د افریقا په لویه وچه کې د بیزو د چیچک ناروغي په چټک ډول په خبرېدو ده او یو بیړنی روغتیايي حالت یې رامنځته کړی دی.

د روغتیا نړیوال سازمان خبردار ورکړی چې ممکن دا ویروس نورو هیوادونو ته خپور شي.

د روغتیا نړیوال سازمان عمومي رییس ادهانوم ګیبریوس د ملګرو ملتونو د روغتیا ادارې د بیړنۍ کمیټې له غونډې وروسته دسې شنبې په ورځ په یوه بیان کې په افریقا کې د ناروغۍ خپریدا د عامې روغتیا اضطراری حالت بللی دی.

دا په تېرو دوو کلونو کې دوهم ځل دی چې په نړیواله کچه د عامې روغتیا بیړنی حالت اعلانېږي.

اعلان شوی وضعیت د نړیوال روغتیا سازمان (WHO) تر ټولو د لوړې کچې خبرداری ګڼل کېږي او هدف یې دا دی چې په دې برخه کې څېړنې وشي او د ویروس د مخنیوي لپاره فوري اقدامات وشي.

ده ویلي:

“دا روښانه ده چې د دې ناروغۍ د مخنیوی او د خلکو د ژغورلو لپاره همغږی نړیوال غبرګون ته اړتیا ده.”

که څه هم تر دې دمه د بیزو چیچک له امله د ټولو قضیو او مړینو تر ۹۶ سلنه ډېرې پېښې په یوه هیواد (کانګو) کې ثبت شوي، خو له دې سره سره په وروستیو میاشتو کې دا ناروغی له کانګو څخه ګاونډیو هیوادونو لکه برونډي، کینیا، روانډا او یوګانډا ته خپره شوې چې په سیمه کې د روغتیايي بحران سبب شوې ده.

دا په داسې حال کې ده چې څېړونکي په دې سیمه کې د ویروس د نوي ډول خپریدو په اړه اندیښمن دي، چې په اسانه  د جنسي اړیکو په شمول د عادي تماس له لارې سرایت کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب