جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهمجاهد، په افغانستان کې د داعش د غړیو شمېر تر ۲۰۰ نه...

مجاهد، په افغانستان کې د داعش د غړیو شمېر تر ۲۰۰ نه اوړي

تاند (پنجشنبه، د اسد ۲۵ مه) د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد یوې ایراني رسنۍ ته وویل چې په افغانستان کې د داعش د وسله والو شمېر ښایي له ۱۰۰ څخه تر ۲۰۰ پورې وي.
مجاهد زیاته کړه چې دا جګړه مار په غرونو او سختو سیمو کې پټ یا د تېښتې په حال کې دي.
ذبیح الله مجاهد د سې شنبې په ورځ (د اګست په ۱۴مه) له ایرانی رسنۍ (ایراف) سره په مرکه کې وویل، “ښایی له ۱۰۰ څخه تر ۲۰۰ پورې کسان په غرونو یا په سختو ځایونو کې، چې ورتګ اسانه نه دی، په تېښته وي، خو زموږ د ځواکونو له خوا تعقیب کیږي او هیڅ ګواښ نشته، دوی کوم فعالیت نه شي کولی..”

که څه هم داعش یوه – نیمه غلچکۍ حمله کوي خو په افغانستان کې هیڅ سیمه په کنټرول کې نه لري.

هم لوېدیځوال او هم د روسیې په شمول نور هیوادونه د داعش خطر لوی ښيي.

تېره اوونۍ په تروریزم ضد چارو کې د ملګروملتو د سرمنشي مرستیال ولادیمیر ورونکوف، چې په خپله هم د روسیې تبعه دی، وویل چې په وروستیو ۶ میاشتو کې په افغانستان کې دداعش مالي او لوژیستیکي ظرفیتونه لوړ شوي دي او دې ډلې جلب و جذب ډېر کړی دی.

1 COMMENT

  1. ددرواغو مجاهده په واقعیت ستره قاتله ایا تاسی قادیانی قاتلان دداعشیانو قاتلو په قطار کښی نه یاستۍ ؟؟؟

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب