جمعه, سپتمبر 20, 2024
Home+د "ویرلړلي داستان" داستان

د “ویرلړلي داستان” داستان

ویرلړلی داستان د پروفیسر دروېش دراني اثر دی چې په (2023ع) کال په کوټه کې “تکتو کتابلورنځي” په شاوخوا (676) مخونو کې چاپ کړی دی. په دې کتاب کې سل داستاني نظمونه راغلي دي، چې هر یو یې سل مصرعې لري او په ټوله کې دا سل نظمونه په لس زره مصرعو کې بیان شوي دي.
ښاغلي دروېش دراني دغه نظمونه د بشریت د دریو تاریخي دورو د ډېرو مهمو پېښو په اړه لیکلي دي او په دې کې د انساني تاریخ په دریو پړاوونو کې هغه ناورینونه بیان شوي دي چې انسان په څه ناڅه شکل د جاګیر، واک او شتمنۍ د ترلاسه کولو لپاره د بل انسان وینې بهولي دي.
دروېش دا کتاب په دریو ټوکونو وېشلی دی؛ په هر ټوک کې 33 _ 33 منظومې راغلې دي او په سر کې یې یوه داسې منظومه هم شته، چې د کتاب د دریو واړو ټوکونو پیلامه ده.
منصور “لېوال”

د لومړي ټوک (د اوهامو په سیوري) نظمونه له هغې زمانې سره متعلق دي، چې انسانان له وهمونو، خرافاتو، خیالاتو او توهماتو سره اوسېدل او لا یې د ذهنونو پر کروندو د عقل او فکر بوټي نه و را زرغون شوي. دغو وهمونو، خرافاتو، توهماتو چې د پخوانو انسانانو پر ژوند او ټولنه کوم اثر کړی و او هغوی ته یې کومې ستونزې راولاړې کړې وې؟ په دغه نظمونو کې یې تصویر لېدلای شو.

د کتاب د دویم ټوک (د ټولواکۍ په منګولو کې) نظمونه د ټولواکۍ یا د شاهنشانیت له دور سره تعلق لري.
کله چې د پاچاهۍ بنسټونه ټینګ او لوی لوی سلطنتونه په جوړېدو او نړېدو شول، نو انساني ټولنه یو بل تهذیبي پړاو ته واوښته؛ په دغه پړاو کې انسان د ټولواکۍ جبر ته مخامخ شو؛ د اقتدار هوس چې انسان څنګه، څنګه ګړنګونو ته پورې وهلی دی، د هغو ځینې نمونې د ویرلړلي داستان په دویم ټوک کې لوستلای شئ!
د کتاب په درېیم ټوک کې (د ولسواکۍ په لور) د دیموکراسۍ د دور چې په یونان یا روم کې پیل شوی او بیا نورو هیوادونه ته غځېدلی دی او د دغه سیاسي لیدلوري، یا سیاسي طرز و تفکر له امله چې زموږ په معاصره نړۍ کې څه پېښې شوي دي، د هغو مهمو پېښو ځینې نمونې د کتاب په دې برخه کې کتلای شئ!
په کتاب کې راغلي منظوم داستانونه بېله، بېله موضوع لري؛ که څه هم له مختلفو کلچرونو او بېلابېلو زمانو سره متعلق داستانونه دي، د الهام منابع یې هم ډېرې متفاوتي دي، خو په عمومي توګه د دغو کیسو تر منځ یو معنوي تړاو شته. په کُلي توګه په دې کتاب کې راغلي منظوم داستانونه لکه له نوم نه چې ښکاري، په ناورینونو، ویرونو، بدمرغیو، ویرو، وحشتونو، جګړو او د جګړو په پایلو راڅرخي.
په ویرلړلي داستان کې ښاغلي دروېش دراني د انساني تاریخ تراژیدي، یا غمیزه په سلو نظمونو/لس زره مصرعو کې بیان کړې ده؛ دا سل بېلابېل داستانونه دي او دا داستانونه چې پرله پسې کړې، نو دا ټول د انسان د بره تګ حماسه ده.
په کتاب کې راغلې هره منظومه خپله یوه تاریخي ریښه لري، چې ماخذونه یې د هر ټوک په پای کې ښودل شوي دي او د ماخذونو تر څنګ دا وضاحت هم شته، چې په دغو منظومو کې چېرته ادب ته د تاریخ او چېرته تاریخ ته د ادب تؤمنه ور لوېدلې ده.
دروېش درانی د دې کتاب په اړه لیکي:
“له ادمه تر دې دمه انسان هر وخت او هر ځای چې شوی دی، بلا ته مخامخ پاته شوی دی. خو بلا هر څومره چې لویه او زوروره وي، ده نه یواځې دا چې له هغې څخه د ځان ژغورلو هڅه کړې ده، بلکې په پرله پسې توګه یې دا کوښښ هم کړی دی چې خپل زور دومره زیات کړي چې د بلا سر ووهلای شي. خو د بلا سر چې یې وهلی دی، د هغې په وجود باندې دوه نور سرونه راپیدا شوي دي او دغو دوو سرونو که هر څومره ده ته خطر یو په دوه کړی دی، بلا بیا هم توانېدلې نه ده چې دی له منځه یوسي؛ بلکې ورو، ورو ده خپل وس دومره ورته زیات کړی دی چې د بلا دغه دوه سرونه یې هم وهلي دي او چې وهلي یې دي، نو د بلا سرونه بیا څلور شوي دي.
دا ډول د انسان ستونزي او خوارۍ چې څومره زیاتېږي، هغه د ده د زور د زیاتېدو سبب ګرځي او چې د ده زور څومره زیاتېږي هغه، په همغه اندازه د ده ستونزي او خوارۍ زیاتوي. داسې د ده زور او د ده خوارۍ یو د بل په مقابل کې تل په زیاتېدو پاته شوې دي.
دا وخت چې انسان په خپل دې مخ په بره مزل کې څومره پورته ختلی دی، د خپل زخم، زخم وجود پر زینه باندې په داسې حال کې ختلی دی چې له یوه زخمه پښه اخلي پورته یې په بل زخم کې ږدي او له بله یې اخلي، بیا یې په بل کې ږدي. په دغه وینو لړلې لار کې چې پر دغه اتل باندې څه تېر شوي دي؛ په دې کتاب کې همدغه غمیزه په داستان پسې د داستان په شکل نظم شوې ده.
دغه داستانونه که څه هم هر یو پر خپل ځای باندې یو بشپړ داستان دی، مګر له لویه سره دا ټول داستانونه د هغې لویې غمیزي بېلابېلې نندارې دي چې وړاندې یې
یادونه وشوه…”
په پښتو کې شاید د انساني تاریخ دا درې پړاوونه په نثري تاریخ کې هم، په یوه کتاب کې نه وي بیان شوي؛ خو استاد دروېش دراني دا ګران کار په نظم کې کړی دی!!
ـــ ـ ـ🍁
لیکنه او انځور: منصور “لېوال”

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب