چهارشنبه, اکتوبر 22, 2025
Homeخبرونهطالبان وایي د مخدره توکو په اړه د ټرمپ ادعا ناپوهي ده

طالبان وایي د مخدره توکو په اړه د ټرمپ ادعا ناپوهي ده

تاند (سه شنبه د وږي ـ سنبلې ۲۵مه) د طالبانو حکومت په افغانستان کې د مخدره توکو پر وړاندې د مبارزې په اړه د امریکا د ولسمشر د څرګندونو ته سخت غبرګون ښودلی.

د طالبانو د ویاند مرستیال حمدالله ویلي، چې له دې پدیدې سره د مبارزې په اړه د ډونالډ ټرمپ ادعا د افغانستان د واقعیتونو په اړه د هغه د «ناپوهۍ» له کبله ده.

فطرت زیاته کړې چې، دوی د خپل مشر تر حکم لاندې د نشه يي توکو پر وړاندې مبارزه کې کوټلي ګامونه اخیستي او دامهال افغانستان له نشه يي توکو یو پاک هېواد دی.

تر دې وړاندې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ افغانستان د هغو هېوادونو په ډله کې یاد کړی چې د مخدره موادو پر ضد د نړیوالو تړونونو په پلي کولو کې پاتې راغلي دي.

ټرمپ دا خبره په خپله کلنۍ اعلامیې کې کړې چې کانګرس ته هم وړاندې شوې ده.

ټرمپ ویلي، افغانستان، بولیویا، برما، کولمبیا او وینزویلا په ښکاره ډول پاتې راغلي هېوادونه دي، چې په تېرو ۱۲ میاشتو کې یې د نړیوالو تړونونو له مخې خپلې ژمنې نه دي پوره کړې.

دا څرګندونې داسې مهال دي چې طالبان تر واکمنېدو وروسته د کوکنارو د کر او قاچاق پر ضد د بندیزونو اعلان کړی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د میزان ۲۸ د ازبکي ژبې ورځ ده

تاند- نن د میزان یا تلې ۲۹ مه، چې د اکتوبر له ۲۱ سره برابرېږي، د افغانستان د ازبکي ژبې له ورځې سره برابره...