تاند (سه شنبه د وږي ـ سنبلې ۲۵مه) د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ افغانستان د هغو هېوادونو په ډله کې یاد کړی چې د مخدره موادو پر ضد د نړیوالو تړونونو په پلي کولو کې پاتې راغلي دي.
ټرمپ دا خبره په خپله کلنۍ اعلامیې کې کړې چې کانګرس ته هم وړاندې شوې ده.
ټرمپ ویلي، افغانستان، بولیویا، برما، کولمبیا او وینزویلا په ښکاره ډول پاتې راغلي هېوادونه دي، چې په تېرو ۱۲ میاشتو کې یې د نړیوالو تړونونو له مخې خپلې ژمنې نه دي پوره کړې.
دا څرګندونې داسې مهال دي چې طالبان تر واکمنېدو وروسته د کوکنارو د کر او قاچاق پر ضد د بندیزونو اعلان کړی.
شاوخوا شل کاله وړاندې نړیواله ټولنه افغانستان ته د همدې هدف لپاره راغلې وه چې د ترهګرۍ ترڅنګ د نشه يي موادو پر ضد مبارزه کې بریا ترلاسه کړي، خو اوس هم واشنګټن د دې مبارزې په ناکامۍ ټینګار کوي.
سره له دې، د ټرمپ په اعلامیه کې ټینګار شوی چې د افغانستان په ګډون ځینو هېوادونو سره د امریکا مرسته د واشنګټن په ګټو کې “حیاتي” ده، چې معنا یې په دې برخه کې د نړیوالې مرستې دوام دی.
دا په داسې حال کې ده چې تېره اوونۍ د برتانیا ټیلیګراف ورځپاڼې خبر ورکړ، چې د پاکستان بلوچستان او نورو سیمو کې د مخدره موادو کرکیله زیاته شوې او دا هېواد د نشه يي موادو پر پلازمېنې بدل شوی دی.
کارپوهان وايي، که د افغان کروندګرو لپاره د کوکنارو پر ځای بدیل عاید رامنځته، د سیمه ییزې او نړیوالې همکارۍ پياوړي کېدل او طالبان پر خپلو ژمنو ونه درېږي، دا مبارزه به لا هم له ستونزو سره مخ وي.
طالبانو د ټرمپ د بیانیې په اړه څه نه دي ویلي.