تاند (چهارشنبه، د وږي/ سنبلې ۲۶ مه) د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت د طالبانو د حکومت سفير اسلاماباد ته احضار کړی او له پاکستاني طالبانو (ټيټيپي) سره د کابل د اړیکو په اړه یې جدي خبرداری ورسره شریک کړی دی.
پاکستاني رسنيو پرون خبر ورکړ چې د دې هېواد د بهرنيو چارو وزارت په اسلام اباد کې د طالبانو د حکومت سفير «سردار احمد شکيـب» احضار کړی او له هغه څخه یې غوښتي چې په ښکاره او روښانه توګه له ټي ټي پي څخه لیري شي.
د دغو رسنيو د راپورونو له مخې، د طالبانو سفير ته ويل شوي چې کابل بايد په افغانستان کې د دې ډلې د لهمنځه وړلو په اړه خپلو ژمنو ته عملي بڼه ورکړي، که نه نو د اوسني حالت دوام به دښمنانه اقدام وګڼل شي.
د پاکستان د بهرنيو چارو مرستيال وزير سيد علي اسد ګيلاني له طالبانو غوښتي چې بايد ډاډ ورکړل شي د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد ترهګروریستي بريدونو ته ځای ورنه کړل شي.
دا په داسې حال کې ده چې ټاکل شوې په راتلونکو ورځو کې د افغانستان لپاره د پاکستان د ځانګړي استازي «محمد صادق» په مشرۍ د دغه هیواد يو پلاوي کابل ته سفر وکړي څو ورته پیغام د طالبانو چارواکو ته ورسوي.
ويل کېږي چې د پاکستان ځانګړی استازی به د طالبانو د حکومت له بهرنیو چارو وزير «اميرخان متقي» سره هم وګوري او خبرې به وکړي.
پاکستان دا اقدام وروسته له هغه کوي چې په دې هېواد کې د تحريک طالبان پاکستان بريدونه زيات شوي دي. اسلاماباد ادعا کوي چې طالبان او آن هند په ځينو بريدونو کې لاس لري، خو کابل تل دا تورونه رد کړي او دا موضوع د پاکستان کورنی مشکل ګڼي.
په ورته وخت کې، ټي ټي پي په يوه بیان کې د جنوبي وزيرستان په مرکز «واڼې» کې د درې ورځني اوربند اعلان کړی چې د جمعې، د وږي تر ۲۸مې به دوام وکړي.