پنجشنبه, اکتوبر 23, 2025
Homeخبرونهطالبانو ننګرهار کې هم د نوري فایبر انټرنیټ بشپړ قطع کړ

طالبانو ننګرهار کې هم د نوري فایبر انټرنیټ بشپړ قطع کړ

تاند (چهارشنبه د وږي ـ سنبلې ۲۶مه) د طالبانو له لوري د هېواد پر یو شمېر ولایتونو د نوري فایبر انټرنیټ د قطع کېدو لړۍ تر ننګرهاره ورسېده.

تازه نن مازیګر شاوخوا ۵ بجې په ننګرهار کې د نوري فایبر انټرنیټ بشپړ قطع شو.

د انټرنیټ کاروونکي د طالبانو دې پرېکړې سخت خواشیني کړي او دا حالت د شاتګ او وروسته پاتې کېدو وروستی پړاو بولي.

د خواله رسنیو کاروونکي له طالبانو غوښتنه کوي چې دا پرېکړه بدله او د هېواد د ځوانانو د پرمختګ مخه دې نه نیسي.

د انټرنیټي خدماتو د یوې کمپنۍ مسوول رسنیو ته ویلي چې، د طالبانو د مشر د پرېکړې له مخې به یوازې محدود واټساپ شمېرو ته ، چې د دې ډلې په جواز به وېشل کیږي او تر څار لاندې به وي، انټرنیټي خدمات ورکول کیږي.

دغه واټساپ شمېرې به سوداګرو او ځانګړو کسانو ته ورکول کیږي.

سرچینه وايي، له اترا ادارې، په کابل کې د طالبانو له چارواکو او په کندهار کې د طالبانو له مشرانو سره د مخابراتي شبکو د مسوولانو او له کابل نه د تللیو طالب چارواکو لیدنې کتنې تراوسه بې نتیجې دي. ملا هبت الله تر اوسه په دې اړه خبرو اترو ته نه دی چمتو شوی.

سرچینې وايي، چې سلام مخابراتي شبکې ته ښايي د محدود انټرنیټ د توزیع اجازه ورکړل شي.

د هېواد په ګڼو نورو ولایتونو کې هم طالبانو نوري فایبر انترنیټ په بشپړ ډول قطع کړی او دا لړۍ به نورو ولایتونو ته هم ژر وغځول شي.

1 COMMENT

  1. مونږ شکر مسلمانان یو او اسلامي نظام غواړو. مونږ بیا پښتانه یو په نړۍ کې باتور قوم زمونږ نشته. نو اوس تاسو ته وایم باتور او مسلمان ولسه تاسو په انترنت څه کوئ. ستاسو ټول ژوند خو د کور او جومات په مینځ کې تیر شي، ددې دنیا غوښتونکي هم نه یاست نو بیا فریاد ولې کوئ څه مو چې غوښتل هماغه نظام دی. لور خرڅوئ، ورور په یوه لویشت مځکه وژنۍ، پردی مال خورئ او د ښځو حقوقو خوړلو ته خو مو بډې وهلي. په تاسو او طالب کې هیڅ فرق نشته الله مو هغه دنیا ښه کړه او دا دنیا خو ستاسو هسې هم پکار نده. د دښتو او غرونو مخلوق یاست تاسو سره انترنت او عصری دنیاوی شیان بد بریښي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د میزان ۲۸ د ازبکي ژبې ورځ ده

تاند- نن د میزان یا تلې ۲۹ مه، چې د اکتوبر له ۲۱ سره برابرېږي، د افغانستان د ازبکي ژبې له ورځې سره برابره...